1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: د نورو په پرتله اوکراین مهاجرو ته ښه هرکلی کیږي

۱۴۰۰ اسفند ۲۲, یکشنبه

د مهاجرت د چارو څیړونکې پټرا بنډل په خبره د مهاجرت د تیرو خوځښتونو په پرتله د اوکرایني پناه غوښتونکو منلو ته لیوالتیا ډیره زیاته ده.

https://p.dw.com/p/48PbU
Petra Bendel Uni Erlangen
انځور: privat

پټرا بنډل چې د آلمان په ایرلنګن ښار کې د سیاسی علومو په انستیتوت (MFI) کې د مهاجرت، تیښتې او ادغام په برخه کې د څیړنې مشري کوي  پروتستانت خبري آژانس (epd) ته وویل چې تر ټولو په لومړي قدم کې «په اوس وخت حتی هغو هیوادونو هم پیوستون ښودلی دی کوم چې پخوا يي [پناه غوښتونکي] ردول، لکه پولنډ او هنګري.»

بنډل چې د مهاجرت او ادغام په چارو کې د مشورتي شورا، کومه چې د آلمان مرکزي حکومت په ۲۰۲۰ کال کې رامنځته کړې وه مشره هم ده وویل چې دا ډیر دلایل لرلی شي. د میرمن بنډل په خبره مطمئناً یو دلیل یي کیدای شي جغرافيوي نزدیوالي وي: «مونږ په اروپايي اتحادیه کې یوو چې اوس د جګړې سرحد دی.» 

همدارنګه تر اوسه پورې ډیر اوکراینې ښځې او نارينه د اروپايي اتحاديي په غړو هیوادونو لکه آلمان، پولنډ، ایټالیا او هسپانیا کې اوسیدلي دي چې طبیعي ده دا د دوی پر درک کولو اغیز کوي.

پټرا بنډل وايي سربیره پر دې هغه کسان  چې اوس مهال د حفاظت ترلاسه کولو په لټه کې دي اکثره یي ښځې او ماشومان دي.

بنډل وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ ادارې د اټکل له مخې همدا اوس لا شاوخوا یو میلیون ماشومان له اوکراین څخه تښتیدلي یا مهاجر شوي دي. دغه ماشومان په ځانګړي توګه له خطر سره مخامخ دي، تر ټولو دمخه کله چې دوی بې له کوم سرپرست یا د کورنۍ له غړي څخه سفر کوي.

د مهاجرت د چارو دغه څیړونکې وايي: «دوی څو برابره زیات د رواني او فزیکي تاوتریخوالي له خطر سره مخامخ کیږي، اکثره وخت انحصاري اړیکو کې ښکیل کیږي او همدارنګه په څرګند ډول د کار او جنسي سوی استفادې سره د مخامخ کیدو ګواښ یي لوړ دی». انفرادي کسان او همدرانګه سازمانیافته جنایتکاران د دوی له شرایطو څخه چې حفاظت ته ضرورت لري، ناوړه استفاده کوي.

په ډیر شمیر کې د اوکرایني مهاجرو منلو لیوالتیا ته په کتلو سره میرمن بنډل د مهاجرو په برخه کې د تبعیض مسئله چې په دې وروستیو کې ډيره یادیږي چندان پرځای نه بولي. دا وايي چې مطمئناً واقعیت لا پيچلی دی. آلمان د سوریي، عراق او افغانستان پناه غوښتونکي هم منلي دي.

په عین وخت کې بنډل ټينګار وکړ چې اوس هم د یونان په ټاپوګانو کې پناه غوښتونکي انتظار باسي، له اروپایي سرحدونو څخه د پناه اغوښتونکو د بیرته ستنولو لړۍ دوام لري او په مدیترانې سمندر کې د پناه غوښتونکو د ډوبیدو بهیر هم ادامه لري. 

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص