1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراین په ځينو سیمو کې د برېښنا د قطع کېدو خبرداری

۱۴۰۱ شهریور ۲۱, دوشنبه

د اوکراين د خارکوف ښار، دونيڅک او سومي سيمو استازو د بريښنا د قطع کيدو او د اوبو رسولو د ستونزو په هکله خبردارې ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4Gjzw
Ukraine-Krieg | Kernkraftwerk  Saporischschja
انځور: AA/picture alliance

د اوکراين د خارکوف ښار، دونيڅک او سومي سيمو استازو د بريښنا د قطع کيدو او د اوبو رسولو د ستونزو په هکله خبرداری ورکړی دی.

د کيف حکومت يې پړه پر روسيې اچولې چې وايي د انرژۍ پر زيربناو د دوی د بريدونو له کبله دغه ستونزي زياتي سوي دي.

د اوکراين په خبره روسيه غواړي په دي ډول د خپلي ماتي غچ واخلي. تر دې مخکې د اوکراين پوځيانو په ځوابي بريد سره يې ورته مخه نيولي وه. د اوکراين د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي په وينا پوځ يې مهم ستراتيژيک ښار ايزيوم هم له روسي ځواکونو بیرته نيولی دی.