1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

راتلونکی سوړ ژمی او په خيرسون کې د جګړې شدت

۱۴۰۱ مهر ۲۸, پنجشنبه

د اوکراين پوځ د پنجشنبې په ورځ په اشغال شوي ښار خيرسون کې روسي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه. د روسېې په امر له خيرسون څخه د ملکيانو تخلیه ادامه لري او اوکراين په ټول هیواد کې د برېښنا د پرچاوۍ اعلان وکړ.

https://p.dw.com/p/4ISDv
د اوکراین په ماریوپول ښار کې دوه ځایي اوسیدونکي د یو ويجاړ شوي ټانک له څنګه د تيرېدو په حال کې - د آرشیف انځور، د اپریل ۱۹مه ۲۰۲۲
د اوکراین په ماریوپول ښار کې دوه ځایي اوسیدونکي د یو ويجاړ شوي ټانک له څنګه د تيرېدو په حال کې - د آرشیف انځور، د اپریل ۱۹مه ۲۰۲۲انځور: Alexei Alexandrov/picture alliance/AP

په خيرسون کې د روسيې ملاتړ لرونکې ادارې مرستيال، کيريل ستريموسوف، د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۹مه) پر تيلګرام ليکلي وو چې اوکراين د خرسون سيمې پر نوایا کامیانکا او بریسلاو سيمو باندې یوه تعرضي حمله پيل کړې ده.

د رويترز خبري آژانس په حواله، اوکرايني ځواکونو د خيرسون په اطرافو کې پر روسي ځواکونو حلقه راتنګه کړې ده.

د اوکراين پوځ د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۰مه) سهار وختي ادعا وکړه چې په خيرسون کې ۴۳ روسي عسکر وژل شوي او شپږ روسي ټانکونه او نور پوځي تجهیزات له منځه وړل شوي دي. رويترز ليکي چې دغه آژانس دغه ادعاوې نه شي تائيدولی.

زیلنسکي: د ایراني ډرون استعمال د روسیې »ډېواليتوب« ښيي

د ملکيانو د تخلېې امر

په خيرسون کې د روسيې له خوا ګومارل شوي مشر، ولاديمیر سالدو، له خلکو غوښتي دي چې له دغه ښاره ووځي او يوازې په همدې کار سره کېدای شي د ملکي تلفاتو کچه راټيټه شي. سالدو زیاته کړې چې په راتلونکو شپږو ورځو کې به ۵۰ تر ۶۰ زرو پورې کسان له خيرسون څخه وښکل شي.

هغه ویلي دي د دې له پاره چې روسي ځواکونه خپلې چارې د ملکيانو د تلف کېدو له اندېښنې پرته پر مخ بیولي وي، د ښار خالي کول اړين دی. دا په داسې حال کې ده چې دغه ښار د کریميا ټاپو وزمې پر يوازینۍ ځمکنۍ لار کنټرول لري.

له خیرسون څخه د ملکيانو د تخلېې بهیر
له خیرسون څخه د ملکيانو د تخلېې بهیر انځور: KHERSON CITY ADMINISTARTION/HANDOUT/EPA-EFE

د روسېې دولتي تلویزیون داسې ويډيوګانې خپرې کړي چې د تېښتې په حال کې خلک په کښتیو کې له دنيپرو سیند څخه د اوښتو په حال کې ښيي. رويټرز ليکي روسېه غواړي په دې کار سره وښيي چې دوی مخکې له دې چې خيرسون د جګړې میدان وګرځي، د ملکيانو تخلیه کوي. روسي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ له خيرسون ښار څخه چې څه باندې دوه نیم لکه نفوس لري، د ملکيانو د تخلېې يو ستر پروګرام پيل کړی دی.

وضعيت «ډير خراب» دی

دوې ورځې مخکې په اوکراین کې د روسيې قواوو قوماندان، جنرال سيرګي سوراويکين، هم په مسکو کې خبریالانو ته ويلي ول چې په خيرسون سیمه کې وضعیت «ډير خراب» دی. هغه پر اوکراين تور ولګاوه چې غواړي د برېښنا د یوه بند په ګډون پر زیربنايي تاسیساتو بریدونه وکړي.

پر اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه؛ زیلینسکي د هوايي دفاعي سیستم غوښتنه کړې

د اوکراین په سويل کې پروت د خرسون ښار نيول هم د اوکراین او هم د روسېې له پاره د سوړ ژمې تر رارسيدلو د مخه ډير اړین دی. کېدای شي په ژمي کې د جګړې لومړۍ کرښي کنګل شي کوم چې تر پسرلي پورې ادامه کوي.

په اشغالي سیمو کې د جنګي وضعیت اعلان

د روسېې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، د چهارشنبې په ورځ د روسېې له خوا د اوکراين په څلورو اشغالي سیمو کې جنګي وضعیت اعلان کړ. پوتين په دې ارتباط يو نوی قانون خپور او هغه پورې اړوند هدایات ېې لاسليک کړي دي.

پر کیف د روسیې د بی پیلوټه الوتکې برید

د دغه نوی حکم پر اساس، په څلور اشغالي سيمو، لوهانسک، دونيڅک، خيرسون او زاپروږيا کې د روسېې له خوا ټاکل شوو ادارو ته پراخ صلاحیتونه ورکړل شوي دي. نړېوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو سازمان د روسېې په خاوره کې د دغو سیمو الحاق په رسميت نه دی پيژندلی.

د اوکراین حکومت د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۲۰مه) په ټول هیواد کې د برېښنا د پرچاوۍ اعلان وکړ
د اوکراین حکومت د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۲۰مه) په ټول هیواد کې د برېښنا د پرچاوۍ اعلان وکړانځور: Pavlo Palamarchuk/ZumaPress/picture alliance

په ټول اوکراین کې د برېښنا پارچاوي

د رويترز په حواله، روسي قواوو په وروستيو ورځو کې د اوکراین پر برېښنايي زيربناو د ډرون او توغندیو بریدونو ته زور ورکړی دی. د روسېې دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ېې په اوکراین کې د پوځ او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.

ناټو د مسکو د اټومي تهدید په باب سلا مشورې سره کوي

د عيني شاهدانو له قوله راغلي چې د پنجشنبې په ورځ پنځه ډرون الوتکې په سويلي ښار میکولائیف کې ويشتل شوي، خو دا چې څه زیانونه ېې اړولي روښانه نه ده.

په عین حال کې د اوکراین حکومت د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۲۰مه) په ټول هیواد کې د برېښنا د پرچاوۍ اعلان وکړ چې لامل ېې پر بریښنايي تاسیساتو د روسېې حملې ښودلي دي. دا پر دغه هیواد د روسېې تر يرغل وروسته لومړي ځل دی چې اوکراین دا ډول اعلان کوي.

«اوکراین ته د دافع هوا سیسټم ورکول شخړه نوره هم اوږدوي»

د اوکراين د برېښنا ادارې ويلي دي چې پرچاوي به د سهار له ۷ بجو د شپې تر ۱۱ بجو پورې وي او که چېرته خلک د برق مصرف اعظمي حد ته راښکته نه کړي د برېښنا موقتي قطع کیدل هم ممکن دي. د برېښنا ادارې له خلکو غوښتي چې د هوا په سړېدو سره د برېښنا په مصرف کې لا ډیر احتیاط وکړي.

پر زيربناو باندې د حملو تورونه

د اوکراین ولسمشر، ولوديمير زيلنسکي، د چهارشنبې ورځې په ماښام په خپله وينا کې د اوکراین «مهمو زيربناو ته د نوو زیانونو» له اوښتو څخه خبر ورکړ. هغه وويل: «نن د دښمن له خوا د برېښنا درې تاسيسات ويجاړ شوي دي.» په پام کې ده چې زيلنسکي به د پنجشنبې په ورځ د اروپايي اتحادېې سرمشريزې ته وينا وکړي.

کیف ته څیرمه د اکتوبر په ۱۷مه د يوې ډرون الوتکې د بريد صحنه
کیف ته څیرمه د اکتوبر په ۱۷مه د يوې ډرون الوتکې د بريد صحنهانځور: Yasuyoshi Chiba/AFP/Getty Images

د اتحادېې د ۲۷ غړو هیوادونو رهبران به له اوکراین سره د ملاتړ پر موضوعاتو بحث وکړي چې په هغو کې د انرژۍ د تجهیزاتو، برېښنا او اقتصادي بیارغونې په برخو کې د اوږدمهاله مرستو موضوعات هم شامل دي.

د زیلنسکي خبرداری

د اوکراین پوځ وايي چې روسي ځواکونه په ختيځ کې خپله ټوله پاملرنه د اوکراین او روسېې تر منځ سرحدي ښارګوټو بخموت او آوديئيفکا پر لور پرمختګونو ته اړولې ده.

شولڅ: روسیه د غرب پرضد لوی صلیبي جنګ پرمخ بیايي

د اوکراین ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي په اشغالي سیمو کې میشتو اوکراينيانو ته د هر ډول اقدام څخه خبرداری ورکړ او وې ويل چې روسیه غواړي هغوی عسکري ته ونیسي. زيلنسکي له دغو خلکو وغوښتل چې هڅه وکړي له اشغالي سیمو څخه ووځي.

هغه وويل: «که تاسو دا کار نه شئ کولۍ او خپل ځان د روسېې پوځ په چوکاټ کې وېنې، په هغه صورت کې په لومړي ګام کې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدئ او اوکرايني مواضعو ته راشئ.»

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه یو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل