1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحاديه او مصر د ميليارډونو ډالرو تړون لاسلیک کوي

۱۴۰۲ اسفند ۲۷, یکشنبه

اروپايي اتحاديې او مصر د انرژۍ او مهاجرت پر موضوع د ۷ اعشاريه ۴ میلیارډ يورو په ارزښت تړون باندې توافق ته رسېدلي دي. اروپايي اتحاديې د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنیوي له پاره هڅې کوي او مصر د نغدو پېسو ستونزه لري.

https://p.dw.com/p/4dp6v
اروپايي اتحاديې او مصر د انرژۍ او مهاجرت پر موضوع د ۷ اعشاريه ۴ میلیارډ يورو په ارزښت تړون باندې توافق ته رسېدلي دي
اروپايي اتحاديې او مصر د انرژۍ او مهاجرت پر موضوع د ۷ اعشاريه ۴ میلیارډ يورو په ارزښت تړون باندې توافق ته رسېدلي ديانځور: Dirk Waem/Belga/picture alliance

په پام کې ده چې اروپايي اتحادیه او مصر به د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د مارچ ۱۷مه) د سلا شوو موضوعاتو اړوند تړونونه لاسلیک کړي. په دغه تړونونو کې مصر سره چې دا وخت د نغدو پیسو له کمښت سره مخ دی د ۷ اعشاریه ۴ ميليارډه یورو (۸ ميليارډ ډالر) په ارزښت د پور یوه بسته، بلاعوض مرستې او اروپا سره د انرژۍ په برخه کې همکاري شانته ټکي شامل دي.

د اروپايي کمیسیون یوه لوړپوړي چارواکي خبريالانو ته وويل چې دغه قرارداد به په راتلونکو کلونکو کې د ملیارډونو يورو اعتبار او د اوکراین جګړې په جريان کې «له روسي ګازو څخه د لا لرې پاتې کېدو له پاره» داسې معاملات په بر کې ولري چې اروپا سره د مرستې په موخه د مصرۍ انرژۍ واردات چټک کړي. دغه چارواکي وويل چې «مصر نن او سبا د اروپايي اتحاديې له پاره یو بحراني هيواد دی.»

د اروپايي کمیسیون مشره، اورزولا فون دير لاین (کيڼ لور) د مارچ په ۱۷مه په قاهره کې د مصر له ولسمشر، عبدالفتاح السیسی سره
د اروپايي کمیسیون مشره، اورزولا فون دير لاین (کيڼ لور) د مارچ په ۱۷مه په قاهره کې د مصر له ولسمشر، عبدالفتاح السیسی سرهانځور: Egyptian Presidency/AFP

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د اروپايي اتحاديې مشره، اورزولا فون دير لاین چې په پام کې ده د اتریش، بلجيم، قبرس، یونان او ايټاليا دولتي مشران به هم ورسره په قاهره کې یو ځای شي، نن ناوخته د مصر له ولسمشر، عبدالفتاح السيسي سره دغه تړون لاسليک کړي.

په څلورو کلونو کې ۵ مليارډه يورو

یوه چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې په شوي توافق کې د څلورو کلونو په جریان کې د پنځو میلیارډو یورو پور ورکړه، ۱ اعشاريه ۸ مليارډه یورو د پانګونې په برخه او د مهاجرت موضوع په ګډون د دوه اړخیزو پروژو له پاره په سلونو ميليونه یورو شاملې دي.

د اروپا د بهرنیو سرحدونو ساتونکي آژانس، فرانټيکس، تېر کال اروپا ته د نژدې ۱۵۸زره مهاجر ثبت کړي چې پر سختو سمندري لارو ېې ځانونه اروپا ته رسولي دي.

د اروپا د بهرنیو سرحدونو ساتونکي آژانس، فرانټيکس، تېر کال اروپا ته د نژدې ۱۵۸زره مهاجر ثبت کړي چې پر سختو سمندري لارو ېې ځانونه اروپا ته رسولي دي
د اروپا د بهرنیو سرحدونو ساتونکي آژانس، فرانټيکس، تېر کال اروپا ته د نژدې ۱۵۸زره مهاجر ثبت کړي چې پر سختو سمندري لارو ېې ځانونه اروپا ته رسولي ديانځور: Rebecca Berker/ROPI/picture alliance

مصر دا وخت له جګړه ځپلې هېواد ليبیا سره پر پولو او همدارنګه په غزه او سوډان کې د روانو جګړو له کبله په سخت اقتصادي بحران کې ډوب دی. په غزې تړانګه کې د حماس او اسرائيلي ځواکونو تر منځ او په سوډان کې بیا د پوځ او د پوځ د رقيبي ډلې، د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه روانه ده.

د تروریزم ضد همکاري او د سرحداتو محافظت

د اروپايي کمیسیون دغه چارواکي د مصر «مهم موقعیت ته چې له ليبیا، سوډان او غزې تړانګې سره ډېر سخت ګاونډيتوب او سرحدونه لري» اشاره وکړه. هغه دا هم وويل چې په دغه تړون د «امنیت، د تروریزم ضد همکارۍ او د سرحداتو محافظت. په ځانګړې توګه جنوبي سرحدات» چې سوډان سره نښتې دي، موضوعات شامل دي.

په انځور کې له سوډانه مصر ته رسيدلی مهاجر لیدل کيږي، د مهاجرت نړېواله اداره په مصر کې د سوډاني مهاجرو شمېر ۴میلیونه ښيي
په انځور کې له سوډانه مصر ته رسيدلی مهاجر لیدل کيږي، د مهاجرت نړېواله اداره په مصر کې د سوډاني مهاجرو شمېر ۴میلیونه ښييانځور: -/AFP via Getty Images

د مهاجرت نړېوالې ادارې د ارقامو له مخې، مصر واردمخه د ۴ ملیونه سوډاني او یونیم ملیون سوريايی مهاجرو په ګډون په ميلیونو مهاجرو ته ځای ورکړی دی.

په رپوټ کې زیاته شوې چې د قاهرې په ناسته کې به د حماس او اسرائيل پر روانې جګړې «اصلي تمرکز نه کيږي، خو د بحثونو یوه برخه به وي.» په غزې تړانګه کې د حماس او اسرائيلي ځواکونو تر منځ روانه جګړه د اپريل له ۷مې کله چې حماس پر اسرائيل حمله وکړه، ادامه لري. په دغه حمله کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور يرغمل ونيول شول. د اسوشتید پریس د نن یکشنبې ورځې رپوټ پر اساس، په غزه کې د عامې روغتیا وزارت وايي چې تر اوسه په دغه جګړه کې ۳۱۶۴۵ تنه فلسطينیان وژل شوي دي.

حماس وسلواله ډله پر نورو هېوادونو سربیره د امريکا متحده ايالاتو، آلمان، اسرائيل او اروپايي ټولنې له خوا د تروريستي سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

(AFP)mks/aa/

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل