1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياسرائیل

د غزې جګړې د ختم هڅې؛ بلینکن مصر ته تللی

۱۴۰۲ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

د امریکا د بهرنيو چارو وزير، انتوني بلنیکن، منځني ختيځ ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې نن سهار د مصر پلازمېنې قاهرې ته رسېدلی. دا په غزه کې د نژدې ۴ میاشتنۍ جګړې راهيسې سیمې ته د بلینکن پنځم سفر دی. هغه پرون په رياض کې وو.

https://p.dw.com/p/4c66m
 بلینکن سه شنبه (د فبروري ۶مه)  سهار لمرخاته مهال قاهرې ته ورسېد او هلته ېې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي، سره وکتل
بلینکن سه شنبه (د فبروري ۶مه)  سهار لمرخاته مهال قاهرې ته ورسېد او هلته ېې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي، سره وکتلانځور: Mark Schiefelbein/AP/picture alliance

رپوټونه وايي چې بلینکن سه شنبه (د فبروري ۶مه)  سهار لمرخاته مهال قاهرې ته ورسېد چېرته چې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي، سره به په منځني ختيځ کې د ټیکاو رامنځ ته کېدو په مقصد خبرې پیل کړې. بلینکن به تر دې وروسته قطر او بیا اسرائيل ته پرواز وکړي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، مصر ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر موخه د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي په منځني ختيځ کې یو نوی اوربند رامنځته او د اسرائيل او حماس جګړې ته «یو دايمي پای» کېښودل شي.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير به نن سه شنبه قاهرې ته د خپل سفر په ترڅ کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي، سره وګوري.

بلنیکن تېره ورځ د سعودي عربستان له شهزاده محمد بن سلمان، سره په ریاض کې وکتل. د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند، متیو میلر، وويل چې بلینکن او بن سلمان په غزه کې د تل پاتې اوربند پر موضوع خبرې کړي دي.

دا په غزه کې د اسرائيل او حماس تر منځ د نژدې څلور مياشتنۍ جګړې په جریان کې منځني ختيځ ته د بلينکن پنځم سفر دی. هغه به تر مصر وروسته په قطر او اسرائيل کې هم غونډه ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فبرورۍ په ۵مه سعودي عربستان ته ورسېد او له شهزاده محمد بن سلمان سره ېې په کتنه کې د منځني ختيځ د شخړې پر حل خبرې وکړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فبرورۍ په ۵مه سعودي عربستان ته ورسېد او له شهزاده محمد بن سلمان سره ېې په کتنه کې د منځني ختيځ د شخړې پر حل خبرې وکړېانځور: Mark Schiefelbein/AP/picture alliance

بلینکن هيله مند دی چې په جنورۍ کې په پاريس کې د اروبند هوکړې ملاتړ ترلاسه کړي، کوم چې د حماس او اسرائيل له لوري لا تر اوسه لاسلیک شوی نه دی.

د میلر په خبره، بلینکن په ریاض کې د سعودي عربستان له شهزاده سره په کتنه کې «د سيمه ايزو شخړو پر فوري کموالي» ټينګار وکړ. ویاند زیاته کړه چې دوی همدارنګه «په غزه کې د بحران د دايمي پای ته رسېدو ته د رسېدلو په موخه پر سيمه ايزي همکارۍ» هم بحثونه وکړل.

خو اسرائيل وايي چې دوی به د فلسطين په خاوره کې خپلو غچ اخیستونکو حملو ته د حماس ډلې د مشرانو تر له منځه وړلو پورې ادامه ورکوي.

د بلینکن ديپلوماتيک فشار، د اسرائيل ځواکونو ته تازه فوریت په لاس ورکړی تر څو د فلسطين پر رفح ښار خپل فشارونه ډېر کړي. رفح د فلسطین په جنوب کې له مصر سره په پوله کې پروت دی، چېرته چې د غزې له نيمايي ډېر اوسېدونکي هستوګن شوي دي.

په غزه کې روانه جګړه د اکتوبر میاشتې له ۷مې چې حماس جنګيالۍ ډلې پر اسرائيل حمله وکړه پيل شوې ده. په دغه موده کې اسرائيلي ځواکونو د حماس د ځپلو په موخه د رفح پر لور پر مختګونه درلودلي دي.

د غزې تړانکې په سويل کې د خان یونس سيمه کې د اسرائيل ځواکونو تر بمبارۍ وروسته آسمان ته پورته شوي لوګي - د ۲۰۲۴ کال د جنوري ۱۷مه
د غزې تړانکې په سويل کې د خان یونس سيمه کې د اسرائيل ځواکونو تر بمبارۍ وروسته آسمان ته پورته شوي لوګي - د ۲۰۲۴ کال د جنوري ۱۷مهانځور: AFP/Getty Images

په یاد سرحدي ښار کې د محمد کوزعت په نوم یوه فلسطيني وويل چې د اسرائيلي ځواکونو په حملو کې ېې د لور په ګډون د کورنۍ شپږ غړي ټپيان شوي دي. هغه وويل: «هېڅ ځای امن نه دی. په مجموع کې ټول، موږ نو چېرته ولاړ شو.»

حماس د امریکا متحده ایالاتو، آلمان، اروپايي اتحادېې او ځينو نورو هېوادونو له خوا د یو تروريستی سازمان په توګه درجه بندي شوی دی.

تازه رپوټونه وايي قاهرې ته د بلینکن له سفر سره هم مهاله نن سه شنبه په جنوبي ښار، خان یونس، کې د اسرائيل ځواکونو بمبارۍ کړي دي چې پکې ۱۴ فلسطينان وژل شوي دي. د اسرائيل پوځ ويلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ېې په غزه کې په لسونو فلسطيني وسله وال وژلي دي.

د حماس تر ادارې لاندې روغتيايي چارواکي بیا وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائيل ځواکونو په حملو کې ۱۰۷ فلسطينان وژل شوي دي. دوی وايي د اکتوبر له ۷مې چې جګړه پيل شوې په غزې تړانګه کې ۲۷۵۸۵ کسان وژل شوي دي. د آلمان خبري آژانس چې دغه خبره ېې نقل کړی وايي چې دغه آژانس په خپلواکه توګه د دغو ارقامو پخلی نه کوي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل