1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تیر کال اروپا کې تر یو میلیون زياتو کسانو د پناه غوښتنه کړې

۱۴۰۲ اسفند ۱۰, پنجشنبه

په مالتا کې د اروپايي ټولنې د پناهندګۍ د آژانس په حواله، تېر کال په دغه ټولنه کې د ټولو پناه غوښتنو شمیر تر یو میلیون اوښتی دی. يادي ادارې ويلي دي چې تر ۱،۱۴ میلیونه پوري دوسیې ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/4d176
د اروپايي ټولنې د پناهندګۍ د آژانس په حواله، تېر کال په دغه ټولنه کې د ټولو پناه غوښتنو شمیر تر یو میلیون اوښتی دی.
د اروپايي ټولنې د پناهندګۍ د آژانس په حواله، تېر کال په دغه ټولنه کې د ټولو پناه غوښتنو شمیر تر یو میلیون اوښتی دی.انځور: epd

د اروپايي ټولني د پناهندګې آژانس د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د فبرورۍ ۲۸) په خپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې تیر میلادي کال د ناروې او سویس په ګډون د اروپايي اتحادیې پر ۲۷ هیوادونو کې په مجموعي ډول د پناه غوښتنې ۱،۱۴ میلیونه دوسیې ثبت شوي دي.

د خپرو شویو شمیرو له مخې، د پناه غوښتنې دغه تازه شمیر له دې څخه د مخکې کال په پرتله ۱۸ سلنه لوړ شوی دی.

د اروپايي اتحادیې دغه آژانس په خپل تازه رپوټ کې زیاته کړې ده چې د تیرو کلونو په څیر په تیر میلادي کال کې زیاتره د پناه غوښتنې درخواستونه د جګړه ځپلو هیوادونو د اتباعو له لوري شوي دي چې پکې سوریه په لومړي مقام او افغانستان په دوهم ځای کې دی.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د حماس او اسرائيل ترمنځ د غزې د جګړې تر پیل کیدو وروسته، اروپايي اتحادیې ته د فلسطیني وګړو راتګ هم زیات شوی دی او د کال په وروستیو کې د فلسطیني وګړو د پناه غوښتنې هم ډیرې شوي دي.

په آلمان کې د ۲۰۲۳م کال د جنوري میاشتې څخه تر دسمبر پورې په مجموعي ډول ۳۳۴ زره نوي د پناه غوښتنلیکونه وړاندې شوي دي.
په آلمان کې د ۲۰۲۳م کال د جنوري میاشتې څخه تر دسمبر پورې په مجموعي ډول ۳۳۴ زره نوي د پناه غوښتنلیکونه وړاندې شوي دي.انځور: Jussi Nukari/AFP/Getty Images

د رپوټ په حواله، په ټوله اروپايي ټولنه کې آلمان لا هم د پناه غوښتونکو له پاره لومړی درجه هدف دی. په آلمان کې د ۲۰۲۳م کال د جنوري میاشتې څخه تر دسمبر پورې په مجموعي  ډول ۳۳۴ زره نوي د پناه غوښتنلیکونه وړاندې شوي دي.

تر دې وړاندې په ۲۰۲۲م کال کې دغه شمېر بیا نیږدې یو میلیون ته رسیدلی وو یعنې په مجموعي ډول ۹۹۶ زره د پناه غوښتنې درخواستونه شوي ول. دغه شمېر بیا په ۲۰۱۵م کال کې ۱،۴ میلیونه او په ۲۰۱۶م کال کې ۱،۳ میلیونه وو.

د پناه غوښتنې په دغو شمیرو کې د اوکراین نیږدې ۴،۴ پناه غوښتونکي شامل نه دي، هغه شمیر اوکراینان چې پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل وروسته د اروپايي ټولني په مختلفو هیوادونو کې میشت کړل شوي دي.

ډي. پي. اې / خ.ح / ن. ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل