1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

قطر: غزې تړانګې ته د درملو او مرستو محمولې رسیدلي دي

۱۴۰۲ دی ۲۸, پنجشنبه

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د درملو یوه محموله د اسرائیلي یرغمل شوو او د مرستو بله محموله په غزه کې د ملکي خلکو له پاره دغې فلسطینۍ سیمې ته رسیدلې ده. د غزې تراډه په بشپړ ډول د اسرائیل په محاصره کې ده.

https://p.dw.com/p/4bQ1Q
Gazastreifen I Grenzübergang Kerem Shalom - Humanitärer Hilfe
انځور: Abed Rahim Khatib/dpa/picture alliance

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «د هغې موافقتنامې په عملي کولو سره چې تیره ورځ اعلان شوې وه، په غزه کې د یرغمل شوو په ګډون، د ملکي خلکو د اړتیا پوره کولو په خاطر په تیرو څو ساعتونو کې درمل او مرستې  غزې تراډي ته رسیدلي دي.»

قطر د فرانسې ترڅنګ د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړه کې د منځګړیتوب د هڅو په برخه کې مهم رول لري. دغه هیواد د سه شنبې په ورځ ویلي ول چې له دوحې څخه مصر ته درمل او بشري مرستې استول کیږي.

د رسنیو د رپوټونو په حواله، د مرستو دغه محمولې وروسته د اسرائیل کرم شالوم سرحد ته وړل شوي، څو له سرحد څخه د تیریدو په خاطر وپلټل شي. دغه مرستې بیرته مصر ته وړل شوي او بالاخره غزې راډي ته انتقال شوي دي.

فرانسه له اکتوبر میاشتې راهیسې پر یوې داسې طرحې کار کوي چې له مخې یې د نورو طبي موادو په څنګ کې د ۴۵ یرغمل شويو اسرئيليانو په خاطر چې مزمنې ناروغۍ لري، د درو میاشتو له پاره په کافي اندازه درمل برابر کړای شي.

حماس چې د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي اتحادیي، المان او څو نورو هیوادونو له خوا د یوه ترهګریز سازمان په توګه درجه بندی شوی دی د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې د اوومې په بریدونو کې یې شا او خوا ۲۵۰ اسرائیلیان او بهرنیان یرغمل ونیول او له ځان سره يې غزې تراډي ته وتښتول.

اسرائیل ویلي دي چې له دې ډلې څخه يې ۱۳۲ کسان اوس هم په غزې تراډه کې دي او باور دا دی چې له هغوی څخه ۲۷ کسان یې وژل شوي دي. یو شمیر یرغمل شوي کسان د ځنو هیوادونو په منځګړیتوب آزاد شوي هم دي.

د ملګرو ملتونو آژانس ویانده: «د خاموشه قاتل محاصره»

د فلسطیني بې ځایه شوو له پاره د مرستې او کارموندنې آژانس «اونروا» ویاندې ویلي دي چې په غزې تراډه کې خلک د شدیدو جګړو په جریان کې د درملو او خوراکي توکو له شدید کمښت څخه رنځ وړي.

د اونروا ویاندې جولیت توما سیمې ته له سفر کولو وروسته د دویچه ویله خبریال برنت ګوف، ته وویل: «زه همدا اوس له غزې څخه راستنه شوې یم. هلته وضعیت واقعاً ناهیلې کوونکی دی. هلته د درملو شدید کمښت شته، په ځانګړي توګه د هغو کسانو له پاره چې د سرطان او شکر په څیر مزمن او دوامداره ناروغۍ لري.»

جولیت توما په دې باور ده چې په غزې تړانګه کې د جګړي ترڅنګ، د دې سیمې محاصره هم د هغه سخت بشري وضعیت له پاره چې رامنځته کړی یې دی، «خاموش قاتل» دی. هغې وویل: «د درملو د کمښت له امله، په لومړي قدم کې زاړه خلک او وروسته بیا ماشومان د ځانګړو ضرورتونو په خاطر، طبي خدماتو ته هیڅ لاس رسی نه لري.»

نوموړې په دې هکله په سیمه کې د وضعیت په اړه زیاته کړه: «مثلاً که یو څوک قلبي سکته کوي، په پرله پسې ډول د مخابراتو د پرې کیدو له کبله یې روغتون ته انتقالول امکان نه لري.»

د «اونروا» دغې ویاندې زیاته کړه: «بیا نو محاصره په واقعیت کې د غزې د خلکو خاموشه قاتل دی... زر به خلک د قحطۍ، ولږې او ناروغیو خپریدو له کبله مړه شي.»

(AP, AFP, Reuters)

په برلين کې د کنعان په نوم رستورانت ولې ځانګړی دی؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب