1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. يوه بل پلاوي له طالبانو سره خپلي اندېښنې شريکي کړي

۱۴۰۱ بهمن ۴, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي په کابل کې د طالبانو ادارې د رئيس الوزرا له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير سره په خبرو کې د ښځو د تعليم او کار په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4McA9
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی مارتين ګرېفتس
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی مارتين ګرېفتسانځور: Martial Trezzini/KEYSTONE/dpa/picture alliance

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلامیې په حواله د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتين ګرېفتس پرون، دوشنبه په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي سره ليدلي دي.

زياته شوې چې په دې ليدنه کتنه کې ګرېفتس، د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړه او روښانه یې کړه چې دې کار څرنګه د ملګرو ملتونو فعاليتونه اغیزمن کړي دي.

ملګري ملتونه: طالبان د ښځو د حقونو په هکله سره وېشلي دي

د طالبانو حکومت تېره مياشت يو شمير غير دولتي مرستندويه ټولنو ته امر وکړ چې ښځو ته یې د کار اجازه نه ورکوي. دا اقدام د دې باعث شو چې ځينو مرستندويه سازمانونو خپل فعاليتونه وځنډول. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ډېر يخ ژمي له کبله دغه هيواد د يوه بشري بحران سره مخ دی.

د مارتين ګرېفتس په مشرۍ پلاوي همدا راز د رئيس الوزرا له مرستيال عبدالسلام حنفي سره هم ليدلي دي. ګريفتس په دې ترڅ کې وویل چې افغانستان ته یې د سفر موخه پر بشري مرستو باندې تمرکز دی څو په ښه توګه ترسره شي.

نوموړي وويل چې په ۲۰۲۳م کال کې یې له ۲۸ ميليونه اړمنو افغانانو سره د مرستې له پاره د ۴،۶ میليارده ډالرو غوښتنه کړې ده. نوموړي ټينګار وکړ چې په دې ترڅ کې ښځو او ماشومانو ته د مرستې رسولو له پاره د ښځينه کارکوونکو شتون يوه اړتيا ده.

ملګري ملتونه: ۳۰ ميلیونه ماشومان له سختي لوږې سره مخ دي

عبدالسلام حنفي هم په دې ترڅ کې وويل چې په دې اړه رامنځته شوې ستونزې به په تفاهم سره حل شي.

افغانستان ته د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د مرستيال سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې يو څو ورځې تر مخه د دغه سازمان مرستيالې مشرې امينه محمد هم کابل ته سفر کړی وو.

نوموړې هلته او په کندهار کې د ليدنو کتنو پر مهال د ښځو په اړه امرونو باندي اندېښنه څرګنده کړه چې د ښځو د کار او زده کړو په اړه يې جاري کړې دي.د م.م. په عمومې اسامبله کې د افغانستان پر وضعيت ژوره انديښنه ښوول شوې

په کابل کې له ګريفتس سره په خبرو کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي له نوموړي وغوښتله چې نړيواله ټولنه د طالبانو ادارې په «لاسته راوړنو او خلکو ته پر وړاندې کړل شويو فرصتونو» هم خبره کړي، لکه د مخالفينو له پاره عمومي عفوه، د دې پر ځای چې ټول وخت يوازې «شکایتونه او نيمګړتياوې» په ګوته شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي دي چې ګرېفتس ومنله چې په افغانستان کې امنيتي وضعيت وده کړې ده.

تر اوسه هیڅ کوم هيواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی. ډېر هيوادونه وايي چې دغه ډله باید د ښځو د حقونو په اړه خپلې تګلارې ته تغیر ورکړي.