1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. په عمومې اسامبله کې د افغانستان پر وضعيت ژوره انديښنه

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آبان ۲۰, جمعه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې یو ځل بیا د افغانستان پر روان وضعیت ژوره اندېښنه ښودل شوې. ددې اسامبلې ګډونوالو یو پریکړه لیک هم صادر کړی، پریکړه لیک کې پر څه ټینګار شوی؟

https://p.dw.com/p/4JOKT
آرشیف: د ملګرو ملتونو عمومي آسامبله
آرشیف: د ملګرو ملتونو عمومي آسامبلهانځور: Manuel Elias/UN/dpa/picture alliance

په ملګرو ملتونو کې له واکه د لرې شوي افغان حکومت استازي نصیر احمد فایق عمومې ناستې ته ویلي، چې افغانستان له جګړې، بې وزلۍ، لوږې، وزګارتیا، کډوالۍ، د خوړو نه خوندېتوب او نورو ډېرو ناورینونو سره لاس او ګرېوان دی.

هغه زیاته کړې: «افغانان هم د یو ښه او سوله ییز ژوند کولو حق او وړتیا لري.»

اړوند مطالب:د ملګرو ملتونو غونډه د افغانستان او برما د واکمنانو بې ګډونه پای ته رسیږي

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته شاوخوا ۱۵ میاشتې تیریږي، خو ددغه هېواد د وضعیت په اړه په ملي او نړېواله کچه اندېښنو کې کموالی نه راځي.

طالبانو ته د رسمیت نه پېژندلو خبرداری

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو او نجونو په اړه دې په خپلو تګلارو کې بیړنی بدلون راولي.

اړوند مطالب:

آیا د طالبانو په هکله د پاکستان سیاست کې بدلون راغلی؟

ددې اسامبلۍ مشرې تبا کوروشي ناستې ته وویل: «اوس افغانستان په نړۍ کې یواځینی هېواد دی چې نجونې یې د هغوی له بنسټیز حق چې زده کړو ته لاسرسی دی بې برخې کړي دي.»

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۱۱۶ رایو پربنسټ، یو پریکړه لیک صادر کړ چې په هغه کې طالبانو څخه په ټینګه د بشري حقونو د رعایت او د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه شوې.

پریکړه لیک کې طالبانو ته خبرداری ورکړل شوی چې که یې په دې او نورو مسایلو د نړېوالې ټولنې غوښتنې له پامه وغورځولې حکومت به یې په رسمیت ونه پيژندل شي.

په ملګرو ملتونو کې د آلمان استازې انجي لیندرتس د پریکړه لیک لوستلو پرمهال وویل:«دا پریکړه لیک طالبانو ته ډاګیز پیغام لري، که یې په یادو برخو کې ګامونه وانه خېستل د هغوی د حکومت رسمیت پېژندنې لپاره به ګام نه اخېستل کیږي.»

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې دغه پریکړه لیک ته هیڅ یوه مخالفه رایه نه ده کارول شوې.

د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنې

په دې غونډه کې اندېښنه وښودل شوه چې د شاوخوا ۱۵ میاشتو په تېرېدو سره لاهم په افغانستان کې اقتصادي ثبات نه دی راغلی، بلکې بې ثباتي د ډېرېدو په حال کې ده.

بانکي سیستم نه دی فعال شوی، د افغانستان شتمنۍ کنګل دي او په نړېوالو مرسته تموېلېدونکې نیږدې ټولې پراختیايي پروژې په ټپه ولاړې دي.