1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: طالبان د ښځو د حقونو په هکله سره وېشلي دي

۱۴۰۱ بهمن ۱, شنبه

په افغانستان کې د طالب چارواکو سره تر ملاقات کولو وروسته د ملګرو ملتونو پلاوي ویلي دي چې یو شمیر طالب مشرانو د ښځو حقونو په هکله مثبت نظر درلود، خو ځینو نورو یې بیا په څرګند ډول مخالفت کاوه.

https://p.dw.com/p/4MWz6
UN  Amina Mohamed
انځور: European Parliament/AA/picture alliance

د یوې لوړپوړې چارواکې په مشرۍ د ملګرو ملتونو سازمان یوه پلاوي په مستقیم ډول په افغانستان کې د ښځو وضعیت د ارزونې په خاطر د کابل، کندهار او هرات ولایتونو ته د سفر کولو څلور ورځنۍ دوره د جمعې په ورځ بشپړه کړه.

د م. م. يو پلاوی د ښځو د حقونو په اړه خبرو په موخه کابل ته تللی

پلاوي د طالبانو پر حکومت ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو پر وړاندې روانو محدودیتونو ته د پای ټکی کیږدي. تر دې څلور ورځني سفر وروسته د ملګرو ملتونو یوه ویاند وویل چې یو شمیر طالب مشرانو د ښځو د حقونو په هکله پرانیستی نظر ښودلی دی، خو ځینو نورو یي بیا په ښکاره ډول مخالفت کړی دی. البته هغه له دغه پلاوی سره د ملاقات کوونکو طالب چارواکو نومونه ښکاره نه کړل.

د ملګرو ملتونو ویاند فرحان الحق وویل چې په دې ملاقات کې تر ۲۰ کلنې جګړې وروسته له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته او د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو حکومت له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوو بندیزونو توجه متمرکزه وه.

طالبانو پر ښځو د محدوديتونو د لرې کولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنه رد کړه

فرحان الحق وویل چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد په مشرۍ پلاوي ویلي دي: «یو شمیر طالب مشرانو همکاري ښکاره کړه او دوی د یو څه پرمختګ آثار لیدلي دي.» د فرحان الحق په حواله: «مهمه خبره دا ده چې له هغو (طالب) چارواکو سره تفاهم وشي چې د سخت دریځ لرونکو چارواکو په پرتله د دوی خبرو اوریدو ته تیار ول».

د ښځو د حقونو اعاده مهمه ده

فرحان الحق پر دې خبرې ټینګار وکړ: «ښځو ته د واک ورکولو په هکله طالبان د نظر اختلاف لري او د ملګرو ملتونو ټیم به هڅه وکړي چې د هغو اهدافو د پرمخ بیولو له پاره په ګډه کار وکړي چې مونږ یي غواړو. په دې کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ښځې او نجونې یو وار بیا د ټولنې برخه وګرځول شي او دوی ته د دوی حقونه ورکړل شي.»

په دې سفر کې له نایجیریایۍ پخوانۍ وزیرې امنه محمد سره د ملګرو ملتو د ښځو چارو مشره سیما باهوس او په سیاسي چارو کې د سرمشي مرستیال خالد خیاري هم مله ول.

بشري مرستو ته خطر 

تیر کال په دسمبر کې طالبانو په مرستندویه نړیوالو سازمانونو کې هم د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې له امله یي هغه بشري خدمات په ټپه ودریدل چې د په سلګونو زره افغانانو په ژوندي ساتلو کې یې مرسته کولی شوای.

د طالبانو له دې بندیز سره د ټول هیواد په کچه بشري خدمات له خطر سره مخامخ شول. سربیره پر دې په دغو مرستندویه موسسو کې په زرګونو ښځینه کارکوونکو خپل عاید له لاسه ورکړ، کوم چې د خپلو کورنیو د مړولو له پاره یي ورته سخت ضرورت درلود.

خو طالبانو ښځو ته د روغتیا څانګې تر څنګ په یو شمیر نورو برخو کې د کار کولو اجازه ورکړې ده.  فرحان الحق وویل: «د ښځو او نجونو د حقونو په هکله هغه څه چې مونږ ولیدل، هغه د شاتګ پر لور یو ډیر ستر ګام دی. مونږ د لا زیات کار کولو کوښښ کوو او مونږ به په دې جبهه کې کار کول جاري وساتو».

ملګري ملتونه: ۳۰ ميلیونه ماشومان له سختي لوږې سره مخ دي

امنه محمد وویل: «زمونږ د ټولو هیله دا ده چې افغانستان یو سوکاله هیواد وي چې پخپله له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د یوې پایداره سولې او دوامداره پرمختګ پر لور روان وي. خو اوسمهال افغانستان د یوه وحشتناک بشري بحران او اقلیمي بدلون سره مخامخ د نړۍ یو تر ټولو کمزوری هیواد اوسیدو سربیره یي ځان منزوي کړی دی.»

نوموړي پلاوي په هرات ولایت کې د بشري کارکوونکو او ټولنیزو استازو سره د ملاقات تر څنګ له ځینو ښځو سره هم ولیدل. کابل ته تر رسیدو مخکې دغه پلاوي د منځني ختیځ له یو شمیر مسلمانو هیوادونو سربیره اندونیزیا، پاکستان او ترکیې ته هم سفر کړی و.

دوی د ۵۷ اسلامي هیوادونو سازمان «او آی سي»، اسلامي پرمختیايي بانک او په انقره او اسلام آباد کې د افغان ښځو له ډلو سربیره، په دوحه کې میشتو د افغانستان له استازو او ځانګړو نمایندګانو له یوې ډلې سره هم ملاقات وکړ.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه پورې د نړۍ هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی او د ملګرو ملتونو په سازمان کې اوس هم د افغانستان چوکۍ د دغه هیواد د پخواني حکومت له استازي سره ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص