1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د ښځو د محدوديتونو په اړه د م.م. غوښتنه رد کړه

۱۴۰۱ دی ۲۴, شنبه

طالبانو د شنبې په ورځ د م.م. د امنيت شورا د غوښتنې په ځواب کې وويل چې دوی به ښځو ته د هغو فعالیتونو اجازه ورنکړي چې د اسلام له شرعي قانون سره په ټکر کې وي. امنيت شورا له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګولي محدودیتونو لرې کړي.

https://p.dw.com/p/4MC1C
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهدانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټويټر ليکلي دي چې دوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا «اندېښنې درک کوي، خو اسلامي امارت هڅه کوي، تر څو ټول امور د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي.»

هغه زیاته کړې ده چې دوی د خلکو او دین پر وړاندې مسئولیت لري چې له مخې نشي کولی په افغانستان کې «غیرشرعي اقداماتو ته اجازه ورکړي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: طالبان دې پر ښځو لګول شوي بندیزونه سملاسي لرې کړي

د طالبانو ویاند له هیوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان «حالات او د ملت ديني غوښتنې درک کړي» او نړېوال دې بشري مرستې له سیاسي مسايلو سره نه تړي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې يوولس هیوادونو د جمعې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې «په افغانستان کې دې پر ښځو او نجونو له ټولو لګول شوو ظالمانه محدودیتونو او بنديزونو څخه په سملاسي توګه په شا شي.»

طالبانو د تېرکال د مارچ میاشتې په پای کې په یو ناڅاپي اقدام کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل او په وروستیو کې ېې اعلان وکړ چې ښځې او نجونې تر «امر ثاني» پورې پوهنتونونو ته هم نشي تللی. طالبانو تر دغه اعلان وروسته ډير ژر بل اعلان وکړ چې ښځې نه شي کولی په غیرحکومتي موسساتو کې کار وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان او يو شمیر هیوادونو د طالبانو پر دغو تصمیمونو شدیدې نيوکې کړي. د رپوټونو پر اساس د طالبانو تر وروستي اعلان وروسته مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې خپل خیريه فعالیتونه درولي او یا يې کم کړي، خو طالبانو ظاهراً د نړیوالو مخالفتونو چندان پروا نه ده کړې.

د م.م. د بشري حقونو مشر: ښځې تر «سیستماتیک برید» لاندې دي

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې تر شاوخوا شل کاله جګړې او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته بيا واک ته ورسېدل. دغې ډلې واک ته له رسېدو مخکې ژمنه کوله چې د شل کاله مخکې واکمنۍ په پرتله ېې به خپل سیاست کې نرمښت راوستلی اما د شاوخوا يونیم کال راهیسې چې دوی په واک کې دي، تر ډیره ېې پر ښځو سخت محدودیتونه وضع کړي دي، هغه محدودیتونه چې د دوی د واکمنۍ په لومړنۍ دوره کې هم ول.

طالبانو تر اوسه د خپل دریځ په هکله استدلال کړی چې دوی د ښځو حقونو ته درناوی کوي اما د اسلام د شرعي قانون په رڼا کې.

(dpa)mks/mns/

له آرشيف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل