1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م. م. پلاوی د ښځو د حقونو په اړه خبرو په موخه کابل ته تللی

۱۴۰۱ دی ۲۸, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي د خبرو اترو په موخه کابل ته رسيدلي دي. ويل شوي چې دا سفر تر هغه وروسته ترسره کيږي چې د دغه سازمان عمومي منشي د طالبانو له خوا د «جنسيتي توپير» د رامنځته کولو په اړه خپله اندېښنه ښوولې وه.

https://p.dw.com/p/4MLox
DR Kongo Kinshasa | Vor-Gipfel zum Klimagipfel COP27 | Amina Mohammed, UN
انځور: Justin Makangara/REUTERS

د ملګرو ملتونو وياند فرحان حق وويل چې دا پلاوی د دوشنبې په ورځ کابل ته رسيدلی چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستياله امينه محمد او د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې اجرايوي مشره سيما بحوث هم پکې شامله ده.

نوموړي وياند وويل چې د ملګرو ملتونو د سياسي چارو د ادارې يو لوړپوړی چارواکی خالد خياري هم له دې پلاوي سره مل دی خو د امنيتي دلایلو پر اساس یې په دې اړه نور جزیات ور نه کړل چې دغه پلاوی به کله او د چا سره وګوري.

د م.م. د بشري حقونو مشر: ښځې تر «سیستماتیک برید» لاندې دي

تيره اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش د «ښځو او نجونو پر حقونو سیستماتيک بې ساري تیری» وغانده او ویې ويل دا «جنسيتي اپارتاېد يا جنسيتي توپير رامنځته» کوي.

طالبان ښځو ته د ورزش او لوبو اجازه نه ورکوی
طالبان ښځو ته د ورزش او لوبو اجازه نه ورکویانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

کابل ته تر رسېدو مخکې د ملګرو ملتونو دغه پلاوي د سيمې په يو شمير نورو هيوادونو کې هم ملاقاتونه درولودل څو د افغان ښځو او نجونو پر حقونو او د هغه پر پايداره پرمختګ بحث ولري.

وياند وويل چې د ملګرو ملتونو له چارواکو غوښتنه وشوه چې له طالبانو سره په ملاقاتو کې دې د موضوع پر جديت او دا چې دا څومره عاجله موضوع ده، ټینګار وکړي او دا چې «د ښځو او نجونو د کار او زده کړو ته د لاس رسي د حق په اړه روښانه اجماع موجوده ده.»

په افغانستان کې ښځې سپورتي کلبونو ته له تلو څخه منع سوي

کابل ته د ملګرو ملتونو د استازو سفر په داسې حال کې ترسره کيږي چې څو ورځې تر مخه په کابل کې د افغانستان د ولسي جرګې يوه پخوانۍ غړې په خپل کور کې ووژل شوه، هغه څه چې د وياند په حواله یې د دغه سازمان عمومي منشي «شوک» کړی دی.

په دسمبر مياشت کې طالبانو په غير دولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې له دې کبله ډېرو سازمانونو خپل فعاليتونه وځنډول.

خو اوس درو سازمانونو د طالبانو له خوا د دې ضمانتونو د ترلاسه کولو وروسته قسماً خپل کار بيرته پېل کړی دی چې ښځې د روغتيا په برخه کې کار کولی شي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

هغه ډاکټرانې چې لا هم په افغانستان کې دي