1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيعراق

په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډې برید شوی دی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۳, دوشنبه

عراقي سرچینو د عراق له زمار څخه د سوریې په حسکه کې د امریکا د پوځي اډې پر لور د پنځو توغندیو توغول کیدو خبر ورکړی دی. په عراق کې د حزب الله کتائب ډلې د برید مسئولیت منلی دی او د نورو بریدونو ګواښ یې وکړی دی.

https://p.dw.com/p/4f2Nl
Syrien Syrische und amerikanische Soldaten in At Tanf
آرشیف انځور: په سوریې کې مستقر امریکایي ځواکونهانځور: picture-alliance/AP Photo/Hammurabi's Justice News

رویټرز خبري آژانس د دوشنبې په سهار (د اپریل ۲۲ نیټه) د عراق د امنیتي ځواکونو په نقل رپوټ ورکړی دی چې د عراق له سرحدي ښار زمار څخه د سوریې په حسکه کې د امریکایي ځواکونو د پوځي اډې پر لور پنځه توغندي توغول شوي دي. 

یوه امریکايي چارواکي ویلي دي چې د حزب الله کتائب برید ناکامه وو او هیڅ امریکایي عسکر ته زیان نه دی رسیدلی. عراقي سرچینو رویټرز ته وویل: «توغندي د عراق او سوریې په سرحد زمار ښار کې د یوه ولاړ موټر له شا څخه توغول شوي دي.»

په رپوټونو کې همدارنګه راغلي دي چې دغه موټر د هغو توغندیو د انفجار له کبله چې کار یې نه دی کړی اور اخیستی دی او په همدې وخت کې یوه جنګي الوتکه هم د زمار په فضا کې د پرواز په حال کې وه.

په سپاه پاسداران پورې اړوند د تسنیم خبري آژانس هم د لبنان د حزب الله د خبري شبکې «المیادین» په حواله رپوټ ورکړی دی چې د سوریې دیموکراتیک ځواکونه د «المعر» د نفتو ساحې ته نږدې د دیرالزور ختیځ ښار په خضرا کلي کې په نښه شوي دي.

په عراق کې د ایران له ملاتړ څخه برخمن د حزب الله کتائب ملیشه ډلې په سوریه کې پر امریکایي اډې د برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. دا د ۱۴۰۲ه ش کال د فیبرورۍ مياشتي له نیمایي راهیسې پر امریکایي ځواکونو د خپلو حملو له درولو وروسته، د دې ډلی لومړنی برید دی.

د حزب الله کتائب ډلې په هغه وخت کې خبر ورکړی وو چې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې یې خپل ټول عملیات درولي دي. اوس دغې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په دغه هیواد کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې خپل عملیات له سره پیلوي.

دغې ملیشه ډلې په خپله اعلامیه کې پر امریکایي اډې توغندیز برید ته په اشارې سره خبرداری ورکړی دی«هغه څه چې پيښ شول، تازه د کار پیل دی».

ایران او د حزب الله کتائب ډله له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي.

په غزه کې د جګړې له پيل راهیسې په ایران، عراق او سوریې پورې تړلو ملیشه ډلو د لسګونو هغو بریدونو مسئولیت منلی دی چې عمدتاً د امریکایي ځواکونو تر استفادې لاندې پوځي اډې پکې په نښه شوي دي.

اوس شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي ځواکونه په عراق کې مستقر دي. په سوریې کې هم د ځای پر ځای شوو امریکایي ځواکونو شمیر څه دپاسه ۹۰۰ ته رسیږي.

له عراق څخه د امریکایي ځواکونو وتل کیدای شي د ايران له پاره یوه مثبته خلاء رامنځته کړي.

څارونکي وایي چې په سیمه کې د خپلو ځواکونو له حضور څخه د واشنګټن اصلي هدف، د ایران د نفوذ محدودول دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

امریکا په منځني ختیځ کې په کومو هیوادونو کې پوځي اډې لري؟