1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق کتائب حزب الله: امريکا سره په مشروط ډول اوربند کوو

۱۳۹۹ مهر ۲۱, دوشنبه

په عراق کې د ايران پلوه ډلې «کتائب حزب الله» وياند، محمد محی ويلي دي چې پر امريکايي تاسیساتو توغندويز بريدونه په مشروط ډول بندوي. شرط يې له دغه هيواده د امريکايي ځواکونو د وتلو مهال ويش د طرحې وړاندې کول ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/3jmHd
Irak Bagdad | US-Soldaten bei der Übergabe der Taji Basis an irakische Sicherheitskäfte
انځور: Reuters/T. Al-Sudani

د کتائب حزب الله ویاند وايي، عراقي شيعه ډله له امريکا سره پر اوربند توافق ته رسيدلې ده. رويټرز د محي له قوله ليکي: «که امريکا په عراق کې د خپلو پوځيانو پر پاتېدو ټينګار وکړي، په هغه صورت کې به شيعه مليشې خپلې حملې شديدې کړي.»

د محمد محي اشاره، له عراق څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په هکله، د عراق د پارلمان د ۲۰۲۰م کال د جنوري مياشتې مصودې ته ده. د عراق د پارلمان استازو وروسته له هغې چې امريکا د قاسم سليماني او د حشداالشعبي د مرستيال، مهدي ابو مهندس پر کاروان هوايي حمله وکړه، د دغه اخراج غوښتونکي شول.

محی ويلي دي چې د عراق حکومت په دې تړاو کوم ضرب الاجل په نظر کې نه دی نيولی، خو خبرداری يې ورکړی دی چې که چيرته امريکا د پارلمان فیصلې ته دروناوی ونه کړي او په عراق کې خپل حضور ته ادامه ورکړي، ټولې خواوې به خپلې وسلې په کار واچوي.

رويټرز د هغه له قوله ليکي: «پر امريکايي اډو باندې د کاتيوشا توغندويو توغول او يا د ديپلوماتيکو اړيکو پيغام دا دی چې هغوی [امريکا] بايد له عراق څخه ووځي، که نه، تر دې لا سختې حملې به يې په انتظار کې وي.»

په عراق کې د ميشتو امريکايي ځواکونو شمير، په وروستۍ رسمي اعلاميه کې ۵۲۰۰ ښودل شوی دی. امريکا تر دې وړاندې په عراق کې ۱۲ پوځې اډې درلودې چې اوس درو اډو ته راکمې شوي دي. په دغو اډو کې ميشت امريکايي ځواکونه داعش پر وړاندې مبارزه، عراقي ځواکونو ته پر زده کړو او په امنيتي چارو بوخت دي.

د روان کال له اګست مياشتې راهيسي په عراق کې د امريکايي ځواکونو پر اډو لږ تر لږه ۴۰ حملې شوي دي. په رپوټ کې ويل شوي دي چې امريکا د محمد محی د وروستيو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز