1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کې د امریکا په هوایي بریدونو کې ۲۵ تنه وژل شوي

۱۳۹۸ دی ۹, دوشنبه

په عراق کې د حزب الله ډلې د کتائب واحدونو پر ضد د امریکا په هوایي بریدونو کې د دغې ډلې د ۴ قوماندانانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي. په عراق کې د حزب الله ډلې کتائب واحدونه د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي.

https://p.dw.com/p/3VTlb
Irakische Sicherheitskräfte während Militäreinsatz n auf der Suche in der Provinz Anbar
انځور: Reuters/T. Al-Sudani

امریکا دغه بریدونه د حزب الله ډلې د کتائب واحدونو د هغو بریدونو په ځواب کې کړی چې د دغې ډلې له خوا په عراق کې د مستقرو امریکایي ځواکونو پر اډو ترسره شوی وو.

د رویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې په اوس وخت کې په عراق کې ټولې امریکایي اډې په بشپړ ډول د تیارسۍ په حالت کې دي.

بريدونو ته د امریکایي چارواکو هرکلی

ډیر شمیر امریکایي چارواکو په عراق کې د حزب الله پر کتائب واحدونو د متحده ایالاتو د هوایي بمبارۍ هرکلی کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو د یکشنبې په مادزیګر د یوې بیانیي په خپرولو سره وویل:«د ایران هغه اقدامات به ونه زغمو چې د امریکایي ښځو او نارينه وو ژوند په خطر کې واچوي.»

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر او د ګډو امریکایي ځواکونو مشر مارک میلي هم د دغو بریدونو هرکلی کړی دی. د امریکا د دفاع وزیر په عراق کې د کتائب پر مرکزونو بمبارۍ بریالي عملیات وبلل او په عراق کې یي د خپل هیواد د نظامي عملیاتو د پراخیدو د احتمال خبر ورکړ.

Irak Bagdad - Badr Truppen
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Faisal

د امریکا یوه جمهوري غوښتونکي سناتور تام کاتن، هم د امریکا تر برید څو ساعته وروسته اعلان وکړ: «تهران باید پر امریکایانو له برید څخه لاس واخلي یا به له لازیاتو خرابو پایلو سره مخامخ شي.»

د وروستیو بریدونو د تلفاتو د ډیریدو احتمال

د ایران رسمي چارواکو تر اوسه پورې د دغو پيښو او امریکایي چارواکو د څرګندونو په هکله غبرګون نه دی ښکاره کړی. د رویټرز خبري آژآنس د عراق د امنیتي ځواکونو او د دغه هیواد د پوځي ملیشه و له قوله رپوت ورکړی دی:«د تیرې شپې په برید کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپيان شوي دي. د ټپیانو د انديښنې وړ وضعیت ته په کتلو سره ممکن د تلفاتو شمیر لوړ شي. په وژل شویو کې د کتائب ډلې لږ تر لږه ۴ تنه سیمه ایز قوماندانان هم شامل دي.»

د عراقي چارواکو غبرګون

د عراق لومړي وزیر عادل عبدالهادي د امریکا بریدونه د «عراق د ملي حاکمیت نقضول» وبلل او وېې ویل: «د امریکا د دفاع وزیر تر برید نږدې نیم ساعت مخکې ما سره تماس نیولی وو. هغه ته مې اطلاع ورکړه چې دا بریدونه په خطرناکه توګه تشنج زیاتوي او د سیمې امنیت ګواښي.»

د عراقي کوماندویي ځواکونو د لوا مرستیال ابومهدي المهندس، چې له ایران او په ځانګړي توګه د قدس ځواکونو سره نږدې اړیکي لري د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي دي: «امریکایي ځواکونو ته به زمونږ ځواب ډیر ځپونکی وي.»

مقتدی صدر هم  د وروستیو پيښو په ارتباط خبرداری ورکړی دی چې عراق به د ایران او امریکا د مخامخ کیدنې پر ځای بدل شي. مقتدی صدر ویلي دي چې هغه د امریکا او ایران د جګړې او نښتې پر میدان د عراق د بدلیدو مخالف دی.

دویچه ویله/ش.ن/ب.ص

زموږ له آرشيف څخه: