1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستاني طالبان: پر ټاکنیزو غونډو بریدونه نه کوو

۱۴۰۲ بهمن ۵, پنجشنبه

پاکستاني طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان ویلي دي چې په دغه هېواد کې پر ټاکنیزو غونډو او راټولېدنو بریدونه نه کوي او یوازې نظامیان او امنیتي ځواکونه به یې نخښه وي. په پاکستان کې عمومي ټاکنې د فبرورۍ پر اتمه نېټه کېږي.

https://p.dw.com/p/4bg3N
پاکستان کې د ټاکنیزو کمپاینونو یوه څنډه، د ارشیف انځور
پاکستان کې د ټاکنیزو کمپاینونو یوه څنډه، د ارشیف انځورانځور: Raffat Saeed/DW

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د پنجشنې په ورځ یوې خبرپاڼې کې وویل:«موږ له دې ټاکنو او هغو ګوندنو سره چې په دې کې برخه اخلي، کار نه لرو.»

په پاکستان کې نورو تندلارو ډلو دا ډول ژمنې نه دي کړي او په تېر کې د پاکستان ټاکنې له تاوتریخوالي سره ملګرې پاتې شوي.

بې نظیر بوټو چې دوې دورې د پاکستان لومړۍ وزیره وه، پر ۲۰۰۷م کال په لاهور کې یوې ټاکنیزې غونډې کې له خبرو کولو څو دقیقې وروسته ووژل شوه. اوس د هغې زوی بلاول بوټو زرداري د پیپلز ګوند د ټاکنیز کمپاین مشري کوي.

پاکستاني طالبانو پر ټاکنو د برید نه کولو دا بې‌ساری اعلان داسې وخت کې وکړ، چې حکومت ویلي پر ټاکنیزو غونډو د وسله والو بریدونو په اړه د استخباراتي اطلاعاتو تر لاسه کولو وروسته به په حساسو ټاکنیزو حوزو کې ډېر امنیتي ځواکونه وګوماري. په پاکستان کې ټاکنیزې غونډې د ګڼو خلکو په ګډون سره ازاده فضا کې جوړېږي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف لاهور کې له خپلو پلویانو او د کورنۍ له غړیو سره
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف لاهور کې له خپلو پلویانو او د کورنۍ له غړیو سره انځور: Ali Kaifee/DW

د پاکستاني طالبانو تحریک یو جدا مګر له افغان طالبانو سره متحده ډله ګڼل کېږي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست کې افغانستان کې قدرت ته ورسېدل.

پاکستان وروستیو کلونو کې د ډېرو وسله والو بریدونو شاهد و، خو د ۲۰۲۲ کال له نومبر میاشتې وروسته دا بریدونه وروسته له هغې زیات شول، چې کله پاکستاني طالبانو له حکومت سره اوربند پای ته ورساوه.

د شمېرو له مخې، ۲۰۲۳ کال کې نیږدې پنځه سوه ملکي وګړي او شاوخوا  همدومره امنیتي ځواکونه د پاکستاني طالبانو، «اسلامي دولت» او نورو وسله والو ډلو په بریدونو کې وژل شوي دي. دا بریدونه تر ډېره د پاکستان په شمال لویدیځ او جنوب لویدیځ کې له افغانستان سره نیږدې سیمو کې شوي دي.

د ناامنیو زیاتېدلو د ټاکنو نوماندان اندېښمن کړي دي.

تېره اونۍ د نواز شریف په مشرۍ، چې درې ځل د پاکستان لومړی وزیر و، مسلم لیګ ګوند په پنجاب ایالت کې خپل ټاکنیز کمپاین په یوې غونډې کې پیل کړ. شنونکي اټکل کوي چې ښايي دا ګوند په پارلمان کې ډېرې څوکۍ وګټي، څو وشي کولی حکومت جوړ کړي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د زنداني او پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د ګوند تحریک انصاف د ډېرو غړو نوماندي رد کړې ده. عمران د ۲۰۲۲ م کال په اپریل کې له پارلمانه د عدم اعتماد ډېرو رایو اخستلو سره له واکه لېرې شو.

آيا پاکستان طالبان او داعش افغانستان او پاکستان ته خطر دي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل