1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

په اسلام آباد کې د ترهګرۍ خطر؛ ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي

۱۴۰۲ بهمن ۲, دوشنبه

د رسنیو په حواله پاکستاني چارواکو په اسلام آباد کې د ترهګرۍ خطر له کبله د يو شمير خصوصي ښوونځيو او پوهنتونو د تخليه کولو لارښوونه کړې. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په دې وروستيو کې د ترهګرۍ پېښو زور اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/4bWsx
آرشيف انځور: په پاکستان کې امنيتي ځواکونه
آرشيف انځور: په پاکستان کې امنيتي ځواکونهانځور: Saood Rehman/picture alliance/dpa/EPA

د آلمان خبري آژانس د دوشنبې په ورځ  (۲۰۲۴م کال د جنورۍ ۲۲) د استخباراتي کړيو د معلوماتو په حواله ويلي دي چې په اسلام آباد کې د ترهګرۍ خطر په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

زياته شوې ده چې په اسلام آباد کې د دريو پوهنتونو په اړه چې د پوځ له خوا اداره کيږي، د ترهګریزو بريدونو ثابت ګواښونه موجود دي. خو د پاکستان د ډاون نيوز ورځپاڼې بيا د دې پوهنتونو شمير څلور ښوولی دی چې  په دې کې د اير پوهنتون، نيشنل ډيفنس پوهنتون، بحريه پوهنتون او قايداعظم پوهنتون شامل دی.

پر دې سربیره د ښار څو خصوصي ښوونځي هم تړل شوي دي، خو د دولتي ښوونځيو او پوهنتونو د تړلو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

د معلومات لرونکو کړيو له خوا ويل شوي دي چې په ښار کې د پولیسو او پوځ حضور پياوړی شوی دی.

په پاکستان کې په دې وروستيو کې يو شميربريدونهشوي دي چې زياتره یې د اسلامپالو ډلو له خوا شوي دي.

په پاکستان کې د فيبرورۍ مياشتې پر اتمه نېټه د ملي او ايالتي پارلمانونو له پاره ټاکنې په نظر کې نيول شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب