1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

«له تحريک طالبان پاکستان سره خبري نه دي رواني»

۱۴۰۲ آذر ۲۴, جمعه

د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان ډلې سره د هر ډول مذاکراتو خبره په کلکه رد کړې ده. په دې تازه ورځو کې په پاکستان کې د شويو ټولو سترو ترهګریزو بريدونو پړه پر همدې ډله ور اچول کيږي.

https://p.dw.com/p/4aCg2
آرشيف انځور: د پاکستان امنيتي ځواک غړي
آرشيف انځور: د پاکستان امنيتي ځواک غړيانځور: Saood Rehman/picture alliance/dpa/EPA

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د تحريک طالبان پاکستان )ټي ټي پي( ډلې سره پر هره کچه د مذاکراتو خبرونه «په کلکه» رد کړي دي. په دې وروستیو کې ځيني رسنیو داسې خبرونه ورکړي ول چې پاکستان په کابل کې د طالبانو د حکومت په منځګړيتوب له ټی ټي پي سره خبرې اترې کوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهره بلوچ د پنجشنې په ورځ له رسنيو سره په خبرو کې وويل: «له دې وسله والې ډلې سره چې په پاکستان کې د تازه سترو بريدونو مسئوله ده، هيڅ خبرې اترې نه کیږي.»

نوموړې د يوې پوښتنې په ځواب کې له ټي ټي پي سره د مذاکراتو خبرونه او ګنګوسې په کلکه رد کړل او ویې ويل: «هیڅ خبرې ورسره نه دي روانې.»

نوموړې يو ځل بيا د پاکستان پر دې دريځ ټينګار وکړ چې په افغانستان کې دې سرپرست حکومت پر خپله خاوره د موجودو وسله والو پر ضد کلک ګامونه پورته کړي.

پاکستان وايي چې په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې په ترسره کيدونکي ترهګریز بريدونه، په ځانګړي توګه د تیرې سه شنبې په ورځ دډېره اسماعيل خان په بريد کې، د ټي ټي پي لاس دی چې په افغانستان کې یې پناه اخیستې ده او له هغه ځایه بريدونو کوي.

آیا د پاکستان ضد ډلې په رښتیا هم په افغانستان کې فعالیت لري؟

خو په کابل کې د حکومت د پاکستان دا تورونه ردوي. په ډېره اسماعيل خان کې په ترسره شوي بريد کې چې د چارواکو په حواله يو ځانمرګی بريد وو، د پاکستان د امنيتي ځواک ۲۳ تنه غړي ووژل شول او يو شمیر نور ټپيان شول.

پاکستان: افغانستان دې سخت اقدامات وکړي

د ډېره اسماعيل خان د بريد پړه د ټي ټي پي ډلې سره احتمالي تړاو لرونکې ډلې تحريک جهاد پاکستان (ټي جې پي) منلې ده. دغه ډلې د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي ول د پاکستان د پوځ د هدف ګرځولو په موخه یې دغه بريد کړی وو.

تر دې بريد وروسته پاکستان په اسلام آباد کې د طالبانو سفير احضار کړی وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې په دې اړه ويلي ول: «افغانستان دې د کرکې وړ دې بريد مسئولين او په افغانستان کې د موجودو ټي ټي پي د مشرانو پر ضد کلک ګامونه پورته کړي او هغوی دې پاکستان ته وسپاري.»

آیا د افغانستان د اوسنیو واکمنانو پر وړاندې د پاکستان سیاست مخ پر بدلیدو دی؟

نوموړې وويل چې پاکستان د افغان حکومت پر دې څرګندونو خبر دی چې وايي د دسمبر د ۱۲مې نيټې د بريدونو پلټنې به وکړي. زهر بلوچ زياته کړه: «موږ دا هيله هم لرو چې افغانستان به څرګند ګامونه هم اخلي او د دې مخه به نيسي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد بريدونو له پاره وکاریږي.»

د يادولو وړ ده چې د افغان طالبانو ادارې وياند ذبيح الله مجاهد په پاکستان کې د سه شنبې ورځې بريد په تړاو هر ډول مسئوليت رد کړ او ویلي یې دي چې د اسلام آباد له اړخه د راپورته شوې هر ډول مسئلې په اړه به پلټنې وکړي.

مجاهد ويلي: «که چېرې هغوی [پاکستان] د پلټنو غوښتنه کوي او که چېرې له موږ سره جزيات شريکوي نو موږ به تحقيقات وکړو.»

د پاکستان تحريک طالبان ډلې د ۲۰۲۲م کال په نوامبر مياشت کې د پاکستان له حکومت سره د اوربند توافق لغوه کړ، چې له هغې وروسته د پاکستان په شمال لويديځ کې د وسله والو په بريدونو کې ډېروالې راغلی دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منيرانځور: W.K. Yousufzai/AP/picture alliance

د ټي ټي پي پر ضد د امريکا د مرستو غوښتنه

د خبرونو پر اساس د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د ټي ټي پي او د افغانستان له خاورې څخه د فعالو وسله والو ډلو پر ضد اقداماتو له پاره له امريکا متحده ایالاتو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

پاکستان وايي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په بيړه د وتلو او طالبانو له خوا د واک تر ترلاسه کولو په ترڅ کې چې افغان امنيتي ځواک کومه وسله پرځای پرې ایښې وه، هغه د وسله والو لاس ته ورغلې ده چې دا يوه لويه ننګونه ده. 

جنرال عاصم منير دمګړۍ د امريکا متحده ایالاتو په سفر بوخت دی. د سرچينو په حواله نوموړي د امريکا د امنيتي او دفاعي برخو له چارواکو سره په ملاقاتونو کې هڅه کړې هغوی په دې قانع کړي چې د ټي ټي پي او داعش په څېر ډلې يوازې پاکستان ته نه، بلکې امريکا او ټولې نړۍ ته خطر دی. 

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتيو ميلر څخه چې کله وپوښتل شول چې امريکا څرنګه له پاکستان سره مرسته کولی شي؟ نوموړي وويل چې امريکا دترهګرۍ ضد جګړې له پاره د پاکستان د وړتيا د زياتولو او عدالت د تامینولو په موخه يو شمير پروګرامونه تمويل کړي دي.

جنرال عاصم منیر امريکا ته د خپل سفر دمخه په اسلام آباد کې د افغانستان له پاره د امريکا له ځانګړي استازي توماس ويست سره ليدلي ول. تر دې وروسته ويست د ايکس شبکې له لارې ويلي ول: «امريکا په سيمه کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان ترڅنګ ولاړه ده.»

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب