1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيشمالي کوریا

شمالي کوریا وايي د نوې سرګلولې او توغندي آزموينه کړې

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱, شنبه

شمالي کوريا د شنبې په ورځ وویل چې د یو «سوپر-لارج» یا تر ټولو ستر کروز توغندي له پاره د جوړې سرګلولې او د الوتکو ضد نوي توغندي آزمويني ېې کړي دي. د شمالي کوريا پوځ له مودې راهیسې د درنو وسلو ډېرې آزموېنې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4f0JU
شمالي کوریا ويلي چې دغه آزموینې ېې د جمعې په ورځ د ۲۰۲۴م کال د اپریل ۱۹مه کړي دي
شمالي کوریا ويلي چې دغه آزموینې ېې د جمعې په ورځ د ۲۰۲۴م کال د اپریل ۱۹مه کړي ديانځور: AFP

د شمالي کوريا مرکزي خبري آژانس (KCNA) چې د دغه هیواد دولتي آژانس دی، رپوټ ورکړی چې د ستراتيژيک کروز توغندي له پاره ډېزاین شوې «Hwasal-1 Ra-3» سرګلوله او د الوتکې ضد «Pyoljji-1-2» ډوله توغندي آزموینې د جمعې په ورځ شوي دي.

 رپوټ کې زیاته شوې چې «د ترسره شوو آزموینو له لارې يو مشخص هدف ترلاسه شوی دی.»

سرچينه وايي چې د جمعې ورځې آزموېنې د شمالي کوریا د معمولو پوځي فعالیتونو یوه برخه ده چې «له شاوخوا وضعیت سره کوم تړاو نه لري.»

د ملګلرو ملتونو قطعنامې شمالي کوريا د هر ډول واټن ويشتونکي بالستيک توغنديو له آزموینو منع کوي چې په هغو کې ېې ځېنې د اټومۍ سرګلولې د ليږد وړتيا هم لري. د کروز توغنديو د آزموينې موضوع، پر پيونګ یانګ باندې د ملګرو ملتونو تحریمونو کې نه شامليږي. خو له دا ډول وسلو څخه کېدای شي چې د اټومي سرګلولو په لېږد وکارول شي.

په وروستیو دوو کلونو کې د شمالي کوریا له لوري د اټومي سرګلولو درولودونکو توغندیو تر ګڼو آزموینو وروسته، امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا خپلو پوځي همکاریو ته پراختیا ورکړې چې په هغو کې ګډ پوځی مانورنه هم شامل دي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.

له آرشیف څخه د ۲۰۲۰م کال يو انځوریز البوم (15.06.2020 ):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل