1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجاپان

شمالي کوريا: جاپان له کيم جونګ اون سره د ليدو غوښتنه کړې

۱۴۰۳ فروردین ۶, دوشنبه

د جاپان لومړي وزير فومیو کيشيدا، ويلي دي چې له شمالي کوريا سره د لوړې کچې خبرې اترې «اړيني دي څو مهمې مسئلې» لکه څو لسیزې تر مخه د شمالي کوريا له خوا د جاپاني وګړو د تښتولو مسئله، حل کړل شي.

https://p.dw.com/p/4e6P5
په وروستۍ ځل د شمالي کوريا او جاپان مشرانو په ۲۰۰۴م کال کې سره ليدلي ول
په وروستۍ ځل د شمالي کوريا او جاپان مشرانو په ۲۰۰۴م کال کې سره ليدلي ولانځور: JIJI Press/AFP/Getty Images

د شمالي کوريا دولتي رسنۍ (کی سي ان اې) د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د واکمن کيم جونګ اون، د خور کیم يو جونګ، له قوله چې يوه لوړپوړي چارواکې هم ده، ويلي دي چې د جاپان لومړي وزير فوميو کیشيدا، د شمالي کوريا له رهبر، سره د يوې دوې اړخیزې سرمشریزې وړاندیز کړی دی.

خو کيم يو جونګ، زياته کړې چې داسې هر ډول ليدنه کتنه به د جاپان د حکومت د تګلارې په تغيريدو پورې اړه ولري او پر جاپان یې د شمالي کوريا د «پارولو» تور لګولی دی.

په اعلامیه کې زياته شوې ده چې «لومړی وزير باید وپوهيږي چې دا چې يوازې دی یې غواړي او يوه پريکړه یې کړې ده، دا معنا نه لري چې هغه کولی شي او يا دا چې زموږ د هېواد رهبري به له هغه سره وګوري.»

جونګ زياته کړې: «که چېرې جاپان .... پر متقابل احترام او او د درناوي په چلند ولاړو اړيکو ته د ودې ورکولو له پاره د يوې نوې لارې د پرانيستو سياسي پریکړه کوي، نو زما په نظر دواړه هېوادونه کولای شي نوی راتلونکی ولري.»

د شمالي کوريا د اتومي پروګرام د مخنيوي له پاره له جنوبي کوريا او امريکا متحده ايالاتو سره د جاپان همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترنګلتيا يوه سرچينه ده. همدا راز په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو کې د شمالي کوريا له خوا د جاپاني اتباعو تښتونو هم د دواړو هېوادونو خپل منځني اړيکو ته زيان رسولی دی.

امريکا لا له دې څخه د مخه ويلي ول چې د جاپان او شمالي کوريا ترمنځ ديالوګ «هرکلی» کوي او دا چې واشنګټن به له پيونګ يانګ سره د خبرو اترو له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي که څه هم چې دا ډول نوښتونه د شمالي کوريا له خوا په کلکه رد شوي دي.

د جاپان پخوانی لومړی وزير یونيچيرو کويزومي، وروستی جاپانی مشر وو چې په ۲۰۰۲م او ۲۰۰۴م کلونو کې یې شمالي کوريا ته سفر کړی وو.

د ۲۰۰۲م کال د سرمشیزې پر وخت شمالي کوريا منلې وه چې د ديارلسو جاپاني وګړو د تښتونې په موخه یې خپل جاسوسان استولي ول چې دغه جاپاني وګړي بیا د دې له پاره کارول کیدل چې جاسوسانو ته د جاپاني ژبې او دودونو په اړه روزنه ورکړي.

خو په جاپان کې فعالان بيا پر دې ټينګار کوي چې د تښتول شويو شمير تر لسو ډېر دی. د ۲۰۰۲م کال تر غونډې وروسته شمالي کوريا په همدې کال کې پنځو تښتول شويو کسانو ته اجازه ورکړه چې بيرته جاپان ته ستانه شي.

په جاپان کې ډېری تمه لري چې له دغو تښتول شويو کسانو یې ښايي ځيني اوس هم ژوندي وي او دا مسئله د کيشيدا د حکومت له پاره په سياسي توګه مهمه ده.

جاپان څه ويلي دي؟

د دوشنبې په ورځ کيشيدا پارلمان ته وويل چې د لوړې کچې مذاکرات «د يرغمل نیونې په څېر مسئلو د حل له پاره مهم دي.»

هغه وويل: «همدا علت دی چې موږ پر دې کچه، چې نيغ په نیغه زما تر کنترول لاندې ده، د شمالي کوريا پر وړاندې په بېلا بيلو اقداماتو لاس پورې کړی دی لکه ما چې په ماضي کې هم ويلي ول.»

کيشيدا وويل چې هغه د «کې سي ان اې» د رپوټ څخه خبر نه ده او د هغه پر محتوا یې مستقيمه تبصره نه ده کړې.»

کيم يو جونګ، په خپله اعلاميه کې ویلي دی چې شمالي کوريا له جاپان سره ښه اړیکو ته ليواله ده خو خبرداری یې ورکړې چې که چېرې د کيشيدا حکومت د شمالي کوريا له خوا د جاپاني وګړو د تښتونې مسئلې راپورته کولو ته ادامه ورکړی نو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو کې به هیڅ پرمختګ ونه شي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: