1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجنوبي کوریا

سویلي کوریا: شمالي کوریا څو کروز توغندي توغولي دي

۱۴۰۲ بهمن ۲۵, چهارشنبه

د سویلي کوریا د معلوماتو له مخې، شمالي کوریا یو ځل بیا څو کروز توغندي توغولي دي. جنوبي کوریا ویلي دي، چې د شمالي کوریا د ونسان بندر »د اوبو په شمال ختیځه برخه کې یې څو ناپېژانده توغندي« کشف کړي دي.

https://p.dw.com/p/4cO0I
Nordkorea testet Marschflugkörper
انځور: JUNG YEON-JE/AFP

د سویلي کوریا د معلوماتو له مخې، شمالي کوریا د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد له ختیځو سواحلو څو کروز توغندي وار کړي دي. د دغه هېواد د ګډو ځواکونو قومندان ویلي دي، چې د سویلي کوریا پوځ سهار مهال «په شمال ختیځو اوبو کې څو ناپېژانده کروز توغندي» د شمالي کوریا ونسان بندر کې کشف کړي دي.

د هغه په خبره، د سویلي کوریا او امریکا متحده ایالاتو اسختباراتي سازمانونه «په دې اړه مفصلې څېړنې کوي.» سربېره پر دې، به «څار» لاپسې ډېر شي. شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د توغندیو د کنټرول او لارښوونې یو نوی سیستم یې ازمویلی، چې باید په دفاعي وړتیاو کې »د څرنګوالي د بدلون« لامل شي.

په دې اړه: شمالي او جنوبي کوریاګانو یو بل سخت ګواښلي دي

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس KCNA خبر ورکړی دی، چې د شنبې ورځې له ازمویېنې وروسته به ښايي د نوي توغندي ویشتونکي ارزونه وشي او د جګړې په ډګر کې به یې رول ته پراختیا ورکړل شي.

شمالي کوریا په دې وروستیو کې د خپل ګاونډي هېواد سویلي کوریا پر وړاندې تند غبرګون ښيي او سئول یې خپل اصلي دښمن بللی دی او د کوچنۍ تیري په مقابل کې يې د جګړې ګواښ کړی دی. د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د جمعې په ورځ یو وار بیا تکرار کړه، چې د برید په صورت کې به پینګ یانګ د سویلي کوریا په ختمولو کې دریغ ونه کړي.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول پر جنوبي کوریا د برید په صورت کې د سخت غبرګون ښودلو خبر ورکړ او پوځ ته یې امر وکړ، چې «لومړی اقدام او وروسته رپوټ ورکړي.»

یون له امریکا متحده ایالاتو او جاپان سره ګډه پوځي همکاري او پوځي مانورونه ډېر کړي دي.

(AFP)od/pa/af