1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سویلي آسیا کې نفوس ډیر شوی او کاري فرصتونه کم شوي

۱۴۰۳ فروردین ۱۴, سه‌شنبه

نړیوال بانک وایي چې د سویلي آسیا اقتصادونه د کار کولو وړ عمر لرونکو کسانو په شمیر کې د زیاتوالي، او کاري فرصتونو رامنځته کولو ترمنځ اړين تناسب نه شي ساتلی.

https://p.dw.com/p/4eLs1
China | Obdachlose in Peking
نړیوال بانک ویلي دي چې سویلي آسیایي هیوادونه باید د کارځایونو رامنځته کولو ته توجه ډیره کړيانځور: Frederic J. Brown/AFP/Getty Images

د نړیوال بانک په حواله د سویلي اسیا اقتصادونه د کار کولو عمر لرونکو کسانو په نفوس کې د زیاتوالي او کاري فرصتونو رامنځته کولو ترمنځ تناسب نه ساتلو په سبب، د دې پر ځای چې سیمې ته ګټه وکړي، د تاوان له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د سویلي آسیا له پاره د نړیوال بانک د اقتصادي چارو مشرې فرانزسکا اوهنسورج د سه شنې په ورځ په سویلي اسیا کې د روزګار په اړه د یوه رپوټ خپرولو په ترڅ کې وویل: «د دې خبرې خطر موجود دی چې د نفوسو له ودې څخه به ګټه پورته نه کړلی شي او دا به ضایع شي.»

هغې وویل: «کاش خلک کار وکولی شي، دا د پرمختک له پاره یو ډیر ښه چانس دی، خو تر اوسه پورې د کاري فرصتونو رامنځته کولو تناسب مخ پر کښته روان دی.»

په رپوټ کې ویل شوي چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د استخدام په کچه کې ۱،۷سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی، په داسې حال کې چې د کار کولو عمر لرونکو وګړو کچه ۱،۹ سلنه لوړه شوې ده.

د دې رپوټ د شمیرو په اساس په سویلي آسیا سیمه کې په کلني حساب ۱۰ میلیونه کارځایونه رامنځته شوي، په داسې حال کې چې د کار کولو عمر لرونکو کسانو په شمیر کې په اوسط ډول ۱۹ میلیونه زیاتوالی راغلی دی.

نړیوال بانک د ۲۰۲۵م کال په مارچ کې په ختمیدونکي مالیاتي کال کې د سویلي اسیا له پاره د پرمختګ کچه له ۶ تر ۶،۱ پورې د پاتې کیدو هیله څرګنده  کړې ده. د دې مهم لامل پههند کې د اقتصادي ودې ثبات ښودلی شوی دی، چیرې چې د اقتصادي ودې رفتار ۶،۶ سلنه اټکل کیږي. په داسې حال کې چې د هند مرکزي بانک بیا په دې موده کې د ۷ سلنه اقتصادي ودې وړاندوینه کړې ده.

Indien Arbeitslose wollen in Israel Arbeit finden
هند کې د استخدام په کچه کې ۱،۷سلنه زیاتوالی او د کار کولو عمر لرونکو وګړو سطحه ۱،۹ سلنه لوړه شوې ده.انځور: DW

د نړیوال بانک له خوا د نیمګړتیاو اصلاح کولو مشوره

په هند کې د کرونا له وبا وروسته په پرمختګ کې چټکتیا رامنځته شوې ده چې یو دلیل یې په حکومتي لګښتونو کې زیاتوالی او په ساختماني صنعت کې پرمختګ دی. خو د اسیا په تر ټولو دریم لوی اقتصاد کې شخصي پانګونه اوس هم کمزوې ده چې له امله یې کاري فرصتونو ته زیان اوښتی دی.

نړیوال بانک وایي چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ بې له نیپال څخه د سویلي آسیا د نورو هیوادونو په مقابل کې په هند کې د کاري فرصتونو تناسب لا زیات کم شوی دی. خو ابتدایي ارقامو ته په کتلو سره لیدل کیږي چې په ۲۰۲۳م کال کې وضعیت مخ پر ښه کیدو دی.

په رپوټ کې ویل شوي: «په مجموعي ډول د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په کاري فرصتونو کې ډیروالی د کار کولو عمر لرونکو کسانو په شمیر کې د زیاتوالي په پرتله ډیر کم وو او د کارځایونو په تناسب کې کمی رامنځته شوی دی.»

نړیوال بانک په خپل رپوټ کې ویلي دي چې سویلي آسیایي هیوادونو ته پکار دي چې د کاري فرصتونو رامنځته کولو پروسې د ګړندي کولو په خاطر باید خپلو تګلارو کې ډیرې نیمګړتیاوې اصطلاح کړي.

نړیوال بانک مشوره ورکړې ده چې داسې تګلارې دې جوړ کړای شي چې د کارګرانو د خدماتو ترلاسه کولو له پاره تولیدي شرکتونه وستایي او ملاتړ یې وکړي، د کارګر او هیواد د بازار مقررات ساده کړي او نړیوال تجارت ته دې خپله غیږه پرانیزي.

رویټرز: ش.ن/ ا.و.ا

هند څنګه له روسیې او غرب سره په اړیکو کې توازن ساتلی؟