1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

نړيوال بانک له پاکستان سره د پور قرارداد وځنډاوه

۱۴۰۱ بهمن ۲۱, جمعه

د پاکستان او د پيسو نړیوال صندوق تر منځ له پاکستان سره د شپږ میليارډ ډالري مالي بستې پر سر مذاکرات د جمعې په ورځ له کومې نتېجې پرته پای ته ورسېدل. د یاد صندوق یو ماموریت تر لسو ورځو مذاکراتو وروسته نن اسلام آباد ترک کړ.

https://p.dw.com/p/4NKg5
د پيسو نړیوال صندوق (IMF) لوګو
د پيسو نړیوال صندوق (IMF) لوګوانځور: Maksym Yemelyanov/Zoonar/picture alliance

د پیسو نړيوال صندوق (IMF) چارواکو د جمعې په ورځ (۲۰۲۳م کال د فبرورۍ ۱۰) وويل چې له پاکستان سره ېې د ۶ ميليارډ ډالري کمکي بستې قرارداد ځنډولی دی. دلیل ېې د تیرو معاملې د شرایطو نه پوره کول ښودل شوي دي.

پاکستان په ۲۰۱۹م کال کې د پیسو نړیوال صندوق سره د شپږنیم ميليارډ ډالرو پور یو قرارداد وکړ چې له هغه وخت راهیسې د دغې معاملې د شرایطو د پوره کولو له پاره هلې ځلې کوي. اسلام آباد تمه درلوده تر څو د پيسو نړیوال صندوق د ماموریت پايله ېې په ګټه تمام سي.

پاکستان په «خطرناک وضیعت» کې دی

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، پخوانی صدراعظم عمران خان، چې اوس د اپوزیسیون مشر دی، د دغه قرارد د شرایطو پر نقضولو تورنوي. شریف تېره اوونۍ د پاکستان اقتصادي وضعیت «د نه تصور وړ» وښود.

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې د دغې مالي بستې په یوه مهمه برخه کې چې د ۱ اعشاريه ۱ ميليارډ ډالرو په ارزښت ده او له تېر ډسمبر مياشتي راهیسې د تعويق په حال کې لوېدلې، پرمختګ رامنځ ته شوی دی.

نړيوال وجهي صندوق پاکستان ته ۱،۱ ميليارد ډالره پور ورکوي

د پاکستان د مالېې وزير اشفاق ډار، خبريالانو ته وويل چې پاکستان آی ام اف سره د دغو پیسو د آزادولو پر شرایطو توافق ته رسیدلی دی. ډار زیاته کړه چې په دې هکله به له آی ام ایف سره مذاکرات د دوشنبې له ورځې په آنلاین بڼه ادامه پېدا کړي.

د پاکستان د مالېې وزير د جمعې په ورځ وويل چې پاکستان له آی ام اف سره د نوو مالیاتو په ګډون، د نوو مالي اقداماتو پر معرفي کولو توافق ته رسیدلی دی. هغه زیاته کړه چې د قرارداد د شرایطو پوره کولو له پاره به د ۱۷۰ میليارډو پاکستاني روپيو په ارزښت مالیات لوړ او سبسايډي به راکمه کړي. خو کارپوهان له دې بېره لرې چې په دې سره به بېې نورې هم لوړې او اقتصادي بحران لاپسې خراب سي.

د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارو ارزښت لا کم شوی

د پیسو نړيوال صندوق هم ويلي دي چې «مجازي مذاکرات به په راتلونکو ورځو کې ادامه ولري» تر څو په دغه معامله کې پرمختګ رامنځ ته شوی وي.

د آی ایم اف د ماموریت مشر ناتهن پورتر، په یوه اعلاميه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې ويلي دي چې په پاکستان کې د یو کامیاب اقتصادي ثبات د بېرته راګرځولو او د پایدارې ترقۍ د مخته وړلو له پاره د حکومتونو د مالي ژمنو ترڅنګ، پر وخت او رغنده سیاسي اقداماتو تر سره کول هم ضروري دي.

په اوسنيو شرایطو کې د پاکستان له پاره د نوې مالې بستې ترلاسه کول په داسې حال کې چې له سخت اقتصادي بحران او له خونړيو تاوتریخوالو سره مخ دی، یوه حیاتي موضوع ده.

په پاکستان کي قيمتونه په ريکارډ سطحه جګ سوي دي

د چارو کارپوهان وايي چې د آی ایم اف د قرضې احیا به نور نړیوال پور ورکوونکي هم دې ته وهڅوي چې دغه هیواد سره مرسته وکړي. دا وخت د پاکستان د ارزي زېرمې اندازه له ۳ ميلياردو ډالرو څخه راټيټه شوې چې د کارپوهانو په باور دا يوازې د راتلونکو دوو اونیو صادراتو له پاره کفایت کولی شي.

پاکستان له اقتصادي بحران څخه علاوه د تېرکال ویجاړوونکو سیلابونو او ناامنيو هم له لویو ستونزو سره مخ کړی دی. په یادو سیلابونو کې ۱۷۳۹ کسان مړه شول، ۲ ميلیونه کورونه ويجاړ او د ۴۰ ميليارډ ډالرو په ارزښت زیانونه ېې واړول. په عین حال کې دغه هیواد له ناامنیو هم کړيږي. یوازې د پېښور په یوه مسجد کې د تېرې میاشتې په بمي چاودنه کې ۱۰۱ تنه ووژل شول.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلۍ شئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل