1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسریلانکا

سریلانکایان له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي

اپارنا راما مورتي
۱۴۰۱ تیر ۲۰, دوشنبه

د سریلانکا ولسمشرۍ ماڼۍ ته د خلکو ننوتل د یوه اوږده اقتصادي کړکیچ پایله وه. اوس ډیری سریلانکایان په دې کړکیچ کې د پاتې کیدو ویره لري او د راتلونکې په اړه اندیښمن دي.

https://p.dw.com/p/4Dxpn
Sri Lanka | Proteste gegen die Regierung
انځور: Eranga Jayawardena/AP/dpa/picture alliance

د سریلانکا د پلازمینې کولمبو په اطرافو کې اوسیدونکې پنځوس کلنه سنتای، وایي: «دلته خبره د مرګ او ژوند ده. وظیفې نه شته، د خوراکي موادو د اخیستلو له پاره پیسې نه لرو او له هیواده د وتلو کومه لاره هم نه شته.»

سنتای او ماشومانو یې د سریلانکا په وروستیو اعتراضونو کې برخه اخیستې وه چې په پایله کې یې د جولای میاشتې پر نهمه نیټه د دې هیواد ولسمشر ګوتابیا راچاپکشا، له واکه د ګوښه کیدو پریکړه وکړه. دغه پریکړه تر هغه وروسته وشوه چې په لسونو زره کسان د سریلانکا ولسمشر ماڼۍ ته ننوتل.

سنتای دویچه ویله ته وویل: «موږ د شپې خوب نه شوای کولی. دا زما د ژوند تر ټولو ترخه وختونه دي. زه آن د خپلې میاشتنې کرایې د ورکړې توان نه لرم.»

سانتای هڅه کوي چې له خپلو درو ماشومانو سره له روان اقتصادي کړکیچه ووځي. خو هغه هم د خپلو ډیرو نورو هیوادوالو په څیر د راتلونکې په اړه ناهیلې ده. هغه وایي: «ما غوښتل چې زوی مې بهر ته ولاړ شي او کار وکړي. خو موږ آن پاسپورت تر لاسه نه شوای کړای. حکومتي سیستم کار نه کوي. زما زوی د ماشین مستري دی خو وظیفه نه لري. هغه ته مو د کار پیدا کولو له پاره ټولې هڅې وکړې، خو څوک کار ورکولو ته چمتو نه دی. له نیکه مرغه مې لور وظیفه لري خو معاش یې کم دی.»

Sri Lanka | Proteste gegen die Regierung
احتجاج کوونکي د ولسمشر کور دننه لیدل کیږيانځور: Eranga Jayawardena/AP/dpa/picture alliance

سانتای د خپلې کوچنۍ لور په اړه هم اندیښمنه ده چې لا هم په ښوونځي کې ده. ډیری ښوونځي او نور بنسټونه تړلي دي له همدې کبله نو د سانتای لور باید په اونۍ کې دوه وارې لس کیلومتره مزل ووهي چې درس ووایي. سانتای وایي چې عامه ترانسپورت کار نه کوي او له کوره د زده کړو له پاره دوامداره بریښنا او انترنت نه شته.

د پنځه لیتره تیلو له پاره پنخه ورځې انتظار

د جولای د نهمې نټې مظاهرې د یوه اقتصادي کړکیچ پایله وه چې په نتیجه کې یې د نفتو، خوراکي موادو او نورو ضروریاتو کمښت رامنځ ته شوی دی. کولومبو ته نزدې اوسیدونکي محمد جفرین، چې ریکشا چلوونکی دی، دویچه ویله ته وویل: «په ریکشا کې مې د اچولو له پاره تیل نه شته. یو لیتر پیترول په ۴۹۰ سریلانکایي روپیو [۱،۳۳ یورو] دي.»

جفرین وویل چې تر دې مخکې به یې ډوډۍ په ګاز پخوله خو اوس اړ دی چې دغه کار د اور په واسطه وکړي. جفرین څلور ماشومان لري او وایي چې آن د ډوډۍ د اخیستلو توان نه لري: «پخوا به مو په ورځ کې درې وارې ډوډۍ خوړله خو اوس اړ یو چې دوه وارې ډوډۍ وخورو.»

Sri Lanka | Proteste gegen die Regierung
انځور: Amitha Thennakoon/AP Photo/picture alliance

جفرین وایي چې آن که د تیلو په اخیستلو هم وتوانیږي نو خلک چمتو نه دي چې په ریکشا کې سفر وکړي ځکه د دې کار له پاره پیسې نه لري. هغه وایي چې دا وضعیت د خراب مدیریت له کبله رامنځ ته شوی دی.

هغه زیاتوي: «خلکو سره یوځای په مایلونو سفر وکړ چې دغه اعتراضونه وکړي. د چارواکو استعفأ یوه موقتي بریا ده.»

د ولسمشر استعفأ

په سریلانکا کې له میاشتو راهیسې مظاهرې روانې وې، خو وضعیت هغه وخت له کنتروله ووت چې په لسونو زره کسان د شنبې په ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل. امنیتي ځواکونو په هوایی ډزو ولسمشریزې ماڼۍ ته د ننوتونکو کسانو د مخنیوي هڅه کړې وه، خو په دې کار کې ناکام پاتې شوې وو.

له ولسمشریزې ماڼۍ څخه خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې مظاهره کوونکي جیم، حوض او پخلنځي ته ننوتي دي. ولسمشرۍ ماڼۍ ته د سریلانکا په زرونو اوسیدونکي د لومړي وزیر مهیندا راجاپاسکا، تر استعفأ دوه میاشتې وروسته ننوتل. د هغه تر استعفأ وروسته د سریلانکا په بیلابیلو برخو کې د حکومت مخالفینو او پلویانو تر منځ تاوتریخوالی رامنځ ته شو چې له کبله یې نهه تنه ووژل شول او ډیر شمیر نور کسان ټپیان شول. ویل کیږي چې همدا د شنبې په ورځ ولسمشر ګوتابیا راچاپکشا، د هغه د شخصي خوندیتوب په خاطر له ولسمشر ماڼۍ ایستل شوی دی. لا تر اوسه پورې هم د هغه د اوسیدو ځای معلوم نه دی.

اقدام کولو ته اړ کیدل

د شنبې ورځې په مظاهرو کې خلک د کولمبو درو مهمو ځایونو ته ننوتل. پر ولسمشر ماڼۍ سربیره، د لومړي وزیر پر استوګنځاي او د ولسمشر پر کاري دفتر هم بریدونه شوي وو.

ټولنیز فعال چامیرا دیجویګ، دویچه ویله ته وویل: «خلک باید د پولیسو، ځانګرو ځواکونو او پوځ مقاومت مات کړی وای.»

Sri Lanka Colombo | Menschen vor dem Präsidentenpalast
انځور: Harendran/DW

هغه وویل چې دغه وضعیت په هغه صورت کې رامنځ ته کیږي چې خلک امکاناتو ته لاسرسی و نه لري او اړ شي چې پرته له یوه لیدلوري ژوند وکړي: «د سریلانکا خلکو خپل اعتماد پر ولسمشر ګوتابیا راچاپکشا په بشپړه توګه له لاسه ورکړی دی. هغه دوی یو خائین بولی. زموږ غوښتنه دا ده چې د راجاپکشا له کورنۍ څوک په واک کې پاتې نه شي او ټول دغه کسان باید د خپلو جرمونو له پاره په ځواب ووایي، په ځانګړې توګه د اقتصادي جرمونه له پاره.»

د رویترز خبري آژانس ویلي دي چې د پیسو نړیوال صندوق هیله لري چې د سریلانکا سیاسي کړکیچ ختم شي، څو د مرستو پر بستې باندې خبرې له سره پیل شي. سریلانکا په ۱۹۴۸ کال کې د خپلواکۍ تر اخیستلو وروسته، خپل تر ټولو سخت اقتصادي کړکیچ سره لاس او ګریوان دی.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل