1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

د پاکستان حکومت: له «ټي ټي پي» سره د خبرو هیڅ اراده نه لرو

۱۴۰۳ فروردین ۱۷, جمعه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په واضح ډول ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان سره د هیڅ ډول خبرو اترو اراده نه لري. یوه ورځ مخکې تر دې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د خبرو له لارې د ستونزو د حلولو مشوره ورکړې وه.

https://p.dw.com/p/4eSbW
Pakistan Mumtaz Zahra Baloch hält eine Pressekonferenz ab
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچانځور: Muhammet Nazim Tasci/Anadolu/picture alliance

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اپريل ۴ نېټه) یو وار بیا په واضح ډول وویل چې اسلام آباد نه هم له «ټي ټي پي» او نه هم له کومې بلې ترهګرې ډلې سره مذاکرات کوي. یوه ورځ مخکې تر دې په افغانستان کې د طالبانو ادارې د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري دواړو خواو ته د خبرو اترو له لارې د مسائلو د حلولو مشوره ورکړې وه، ځکه په خبره یې په پاکستان کې د روان تاوتریخوالي لمن «تر افغانستانه پورې په خپریدو ده».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «افغان حکومت دې د ټي ټي پي د رهبرۍ او ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدامات وکړي، کوم چې جرمونه ترسره کوي او په پاکستان کې د ترهګریزو پيښو مسئول دي.»

نوموړې په څرګندو ټکو وویل چې «له ټي ټي پي سره د مذاکراتو اراده نه نشته او پاکستان له ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو سره مذاکرات نه کوي.»

اغلې بلوچ زیاته کړه: «په دې هکله یوازې دا ویل کیدای شي چې پاکستان د ټولو ترهګرو ډلو او قوتونو پر وړاندې جنګیدلو ته ژمن دی، چا چې پاکستان په نخښه کړی او د پاکستان-چین د دوستۍ نخښې تر برید لاندې راولي، په دې کې په بشام کې ترسره شوی وروستی برید هم شامل دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: «د پاکستان قانون پلي کوونکي ادارې د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات کوي، په ځانګړي توګه د هغې ډلې پر وړاندې چې تیره اونۍ یې د پاکستان په شمال لویديځ کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینایان وژلي ول.»

هغې وویل چې په پاکستان کې چینایي پروژې تر امنیتي ارزونو او امنیتي تدابیرو زیاتولو وروسته بیرته فعاله کړای شوي دي.

ایا د پلاوي تګ، راتګ به د طالبانو او پاکستان اړیکې ورغوي؟

«تاسې دغه جګړه نه شئ ګټلی»

په افغانستان کې د طالبانو ادارې د کورنیو چارو مرستیال وزیر ویلي وو چې پاکستان دې د تحریک طالبان پاکستان سره خبرې بیرته شروع کړي او خپلې شخړې دې حل کړي، ځکه پاکستان کې تاوتریخوالی «افغانستان پورې په خپریدو دی.»

عمري یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو چې دوی (افغان طالبان) جګړې او انقلابونه تجربه کړي دي. جګړې او انقلابونه کونډې پیدا کوي، یتیمان پیدا کوي او د هیواد اقتصاد له منځه وړي.

د افغان طالبانو ادارې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اسلام آباد ته خبردرای ورکړ چې که د هیواد پوځ لس لکه یا لس میلیونه هم وي «دا زمونږه تجربه ده چې تاسې دا جګړه نه شئ ګټلی.»

د پاکستان پر ضد جنګیدونکو کسانو ته د «ورور» په خطاب کولو سره محمد نبي عمري وویل چې که ټي ټي پي د جهاد اعلان هم وکړي افغان طالبان به مداخله ونه کړي. د دې تر څنګ هغه ټي ټي پي او د هغې متحدو وسله والو ډلو ته دا مشوره هم ورکړه چې «که هغوی تر سلو کلونو پورې هم وجنګیږي، مونږ ورسره هیڅ کار نه لرو. په پاکستان کې جګړه مونږ ته ستونزې زیږوي او د اور لبمې تر افغانستان پورې رسیږي.»

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته په پاکستان او افغانستان کې ترهګریز بریدونه ډیر شوي دي. څو ورځې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي وو چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د اوسنۍ څپې وسیله افغانستان ده.

نوموړي خبرداری ورکړی وو چې دغه لړۍ به تر هغې پورې روانه وي، تر څو چې د کابل حکومت په خپل هیواد کې د منع کړای شوي تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) روزنیز مرکزونه او خوندي پټنځایونه نه وي تړلي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل