1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: یو وار بیا د چنایانو پر موټر ځانمرګی برید شوی

۱۴۰۰ مرداد ۳۰, شنبه

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په حواله په ګوادر کې د چنایي اتباعو پر موټر برید کې دوه ماشومان وژل شوي او د یوه چینایي په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي. د بلوچستان لبریشن آرمي په نوم منع کړای شوي ډلې د برید مسئولیت منلی دی.

https://p.dw.com/p/3zJQX
Pakistan Mindestens zwölf Tote bei Anschlag
انځور: picture alliance/dpa/Photoshot/Stringer/zjy

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په حواله د اګست میاشتې د شلمې نیټې په ماښام د بلوچستان ایالت په ګوادر ښار کې د چینایي اتباعو پر لیږدونکي موټر ځانمرګی برید وشو. دغه موټر ته نږدې دوه ماشومان چې د سړک پر غاړه یې لوبې کولی وژل شوي او په موټر کې د یوه چنایي په ګډون دوه تنه پاکستاني اتباع ټپیان شوي دي.

د پولیسو په حواله پيښه هغه وخت رامنځته شوې ده چې دغه چنایي سیمي ته نږدې په یوه پروژه کې تر کار کولو وروسته بیرته خپل کمپ ته د ستنیدو په لاره کې و.

د پولیسو په حواله چینایي انجینران په دریو موټر کې سپاره ول چې د امنیتي کسانو له خوا بدرقه کیدل. کله چې امنیتي کس د بریدګر د مخنیوي هڅه وکړه هغه د ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

تیره میاشت هم د خیبر پښتونخوا په کوهستاني سیمه کې د چینایي انجینرانو پر یوه بس ځانمرګی برید شوی وو چې د لسو چیناییانو او دری پاکستانو په ګډون په کې ۱۳ تنه وژل شوي وو.

تر برید څو ساعته وروسته د بلوچ لبریشن آرمي (د بلوڅانو د آزادۍ پوځ) په نامه منع کړای شوي ډلې د برید مسئولیت په غاړه واخیست.

دغه منع کړای شوې ډله په سیمه کې وسله وال بریدونه کوي او د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې دي.

د چین او پاکستان تر منځ د میلیاردونو ډالرو په ارزښت جوړیدونکي د اقتصادي کوریدور پر څو پروژو کار روان دی. د دغو پروژو په ترڅ کې د انرژۍ، سړک جوړونې او کرهڼې یو شمیر پروژې تر لاس لاندې دي.

د اګست میاشتې په ۱۴ نیټه د چنایي انجینرانو پر موټرو برید کې چې لس تنه چینایي کارګر او دری تنه پاکستانیان په کې وژل شوي و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هند او افغانستان استخباراتي ادارې په دې برید کې په لاس درلودلو تورن کړي و.

شاه محمود قریشي ویلي وو چې د «داسو» سیمې برید کې استعمال شوی له چاودیدونکو توکو ډک موټر له افغانستان څخه پاکستان ته راوړل شوی و.

خو دوه ورځې ورسته بیا د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دغه تورونه رد کړي ول. پاکستان پر هند تور لګوي چې په بلوچستان کې له دغو منع کړای شویو ډلو سره مالي مرستې کوي.

هند مخکې تر دې هم په دې دلیل د سي پیک د پروژې مخالفت کړی و، چې ګواکې د دغې پروژې ځینې سیمې د پاکستان تر کنترول لاندې شخړیزو سیمو څخه تیریږي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا