1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د محدوديتونو له امله د طالبانو په رسميت پيژندل ناممکن دي»

۱۴۰۲ تیر ۱, پنجشنبه

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو استازي ويلي دي، ترڅو چي د ښځو پر حقونو محدوديتونه همداسي پاته وي، د نړيوالي ټولني له خوا د طالبانو د حکومت په رسميت پيژندل «تقريباً ناممکن» دي.

https://p.dw.com/p/4Swml
Kirgistan Ehemalige Präsidentin Roza Otunbayeva
روزا اوتونبایوا، د یوناما مشرهانځور: Igor Koalenko/dpa/picture alliance

په افغانستان کي د (يوناما) مشري، روزا اوتونبايوا د چهارشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته وويل: «زه د طالبانو له دوفاکتو ادارې سره په منظم ډول د خبرو اترو په حال کي يم،  زه د هغو خنډونو په هکله چي د ښځو او نجونو پر وړاندي يې د فرمانونو د صادرولو او بنديزونو د وضع کولو له لاري رامنځته کړي، ډېره جدي او روښانه يم.» 

د يوناما مشره زياتوي: «طالبان غواړي د ملگرو ملتونو او د هغوي د غړو له خوا په رسميت وپيژندل سي، خو په عين حال کي د هغو کليدي ارزښتنو په وړاندي عمل کوي چي د ملگرو ملتو په منشور کي راغلي دي.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

اوتونبايوا د خپلو خبرو په دوام وويل: «موږ هغوی ته ويلي دي، ترهغو پوري چي دغه فرمانونه پر خپل ځای وي، د نړيوالي ټولني له خوا د هغوی د حکومت په رسميت پيژندل تقريباً ناممکن دي.»

د طالبانو حکومت تر اوسه پوري د هيڅ يوه هيواد او يا هم نړيوال سازمان له خوا په رسميت نه دی پيژندل سوی.

غزني: د نجونو پر مخ د کورسونو او ښوونیزو مرکزونو تړل کیدل

طالبانو له اسلامي شريعت څخه د سختدريځ تفسير پر اساس، پر ښځو او نجونو ډېر محدوديتونه وضع کړي دي چي پکښي له شپږم ټولگي څخه پورته صنفونو کي د زده کړو ممنوعيت، د عالي تحصيلاتو بنديز او په ډيرو څانگو کي د کار کولو محدوديت شامليږي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

دغه مخ پر زياتيدونکي بنديزونه له ۱۹۹۶م څخه تر ۲۰۰۱م کاله پوري د طالبانو د اولې دورې ياد تازه کوي. په هغه وخت کي هم ملگرو ملتونو ويلي ول چي طالبان په تکرار سره د بشري حقونو، په تيره بيا د ښځو او نجونو د حقونو د نقض کيدو مسئول بلل کيږي.

د قابله ګۍ زده کړو ته د افغان نجونو لیوالتیا زیاته شوې

طالبانو په دسمبر مياشت کي په غيردولتي او نړيوالو سازمانونو کي د افغان ښځو کارونه منع اعلان کړل او دغه بنديز يې څو مياشتي وروسته د ملگرو ملتونو ادارو ته هم پراخ کړ.

روزا اوتونبايوا ويلي دي چي د ښځو د حقونو دا ډول محدود کوونکي بنديزونه د افغانستان د ټولني نه خوښيږي او داخلي او نړيوال مشروعيت ته د نه لاس رسي سبب کيږي، دا په داسي حال کي ده چي د ټولني نيمايي برخه له دغو بنديزونو څخه زوريږي او د افغانستان اقتصاد ته هم ضربه واردوي.

د نجونو تعلیم؛ آیا طالبان او دیني عالمان د نظر اختلاف لري؟

طالبانو په اپريل مياشت کي د ملگرو ملتونو په ادارو کي د ښځو پر کار بنديز ولگاوه. اوتونبايوا په دې اړه وويل: «د طالبانو دو فاکتو ادارې موږ ته د دغو بنديزونو په هکله هيڅ ډول څرگندوني نه دي کړي او هيڅ ډول ضمانت هم نسته چي دغه بنديزونه به لغوه سي.»

د يوناما مشري څرگنده کړه: «موږ خپل ښځينه کارکوونکې له خطر سره نه مخامخي کوو او له همدې کبله له هغوی څخه غواړو چي دفتر ته رانه سي.» هغې زياته کړه،« له هغو نارينه کارکوونکو څخه هم چي په دفتر کي يې موجوديت ډير جدي نه دي، غوښتل سوي دي چي په خپلو کورونو کي پاته سي، ترڅو د عدم تبعيض قانون ته درناوي وسي.»

GP/NZ/AG