1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

د قابله ګۍ زده کړو ته د افغان نجونو لیوالتیا زیاته شوې

۱۴۰۲ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

قابلګي یو له نادرو څانګو څخه ده چې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شوو محدودیتونو څخه مستثنی ده. اوس یو زیات شمېر هغه نجونې چې نه غواړې بې کاره پاتي شي، دې برخې ته ېې مخه کړې.

https://p.dw.com/p/4Sle6
آرشیف: انځور افغان مور ته د روغتیاېې خدماتود د رسولو لړۍ
آرشیف: انځور افغان مور ته د روغتیاېې خدماتود د رسولو لړۍانځور: Ali Khara/REUTERS

سکینه هغه مېندواره ښځه ده چې د فراه ولایت په یوې لرې پرتې ولسوالۍ کې ژوند کوي. څومره چې د هغې د ماشوم د زیږون وخت  رانږدې کیږي، نوره هم اندیښمنه کیږې. هغه وايي: "ما تر اوسه پورې د خپلې ټولې مېندوارۍ پرمهال روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه درلود. زموږ په سیمه کې هیڅ روغتیایي کلینیک یا قابله نه شته چې زه ولاړه شم ځان او خپل ماشوم معاینه کړم."

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

نه یوازې دا چې د طالبانو له لوري د افغانستان واک تر لاسه کولو وروسته، بلکې په تېرو وختونو کې هم د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له جدي ننګونو سره مخ وو. له هغه وخته چې طالبانو واک ونیو د مرستو کمښت، اقتصادي بحران او د ډاکټرانو د وتلو له امله وضعیت لا خراب شوی دی.

سکينه زياتوي: »اوس چې زما د ماشوم زېږېدو وخت رانزدی شوی، زه اندېښمنه یم چې زه او زما ماشوم ته به څه پیښ شي نو ځکه خو زه باید د زیږون له پاره ولایتي روغتون ته ولاړه شم چې زموږ څخه څو ساعته لرې دی.«

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې هره میاشت ۲۴ زره ماشومان زیږي، چې ډېری یې مسلکي قابله ګانو ته لاسرسی نه لري. ډیری دا میرمنې د زړو او تجربه لرونکو میرمنو په مرسته په دودیز ډول ماشومان زیږوي.

په فراه ولایت کې ۲۴ کلنه ملالۍ وايي: «څو کاله وړاندې مې لومړنۍ ماشوم د زیږون پر مهال له لاسه ورکړ، ځکه زموږ په سیمه کې کلینیکونه او روغتیايي خدمات نه وو. د زیږون پر مها هیڅ قابلې شتون نه درلود. ما باید خپل ماشوم په کور کې زیږولی وی نو هغه وو چې د زیږون پرمهال زه د وینې له سخت کمښت سره مخ شوم چې له امله مې خپل ماشوم له لاسه ورکړ.«

له څو کلونو راهیسې نړیوالې مرستندویه موسسې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د میندو او ماشومانو د روغتیایي خدماتو د لمن پراخولو له پاره کار کوي. دغه موسسې په هغو پيسو چې له نړيوالو مرستو ېې ترلاسه کوي په دغو سيمو کې روغتيايي مرکزونه جوړوي.

په افغانستان کې د مېندواره میرمنو له پاره روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ډیر ستونزمن شوی دی.

له دغو کلینیکونو څخه یو یې په هغه کلي کې جوړ شوی دی چې ملالۍ په کې اوسیږي. هغه وايي: »زموږ په سيمه کې يو روغتيايي کلينيک جوړ شوى او درې تجربه لرونکي او روزل شوې قابلې په کې کار کوي. اوس زه ډیره خوشحاله یم او زه د خپل دوهم ماشوم د زیږون څخه ویره نه لرم.«

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په کې لوړه ده. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۶۷ ماشومان د داسې نارغیو له امله مري چې مخنیوی یې کیدی شي. د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو پر مهال ۶۳۸ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ولې له قابله ګۍ سره علاقه مخ په زیاتیدو ده؟

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار ډېر محدودیتونه ولګول شول. د نجونو او ښځو پر مخ د منځنیو ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، په بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګول شو.

خو پر دې محدودیتونو سربیره په صحي برخه کې ځینې استثنات شته چې یو له هغو څخه قابلګي ده. ښايي دې کار زياتې نجونې او ښځې له دې مسلک سره لېوالتيا ته مجبوره کړې وي، ځکه خو له یو شمیر ښځو څخه په کور کې د پاتې کیدو په پرتله دا ډګر غوره بولي.

فرشته چې نه غواړي اصلي هویت ېې په ډاګه شې، خوښه ده چې په دې برخه کې خپلو زده کړې ته دوام ورکړي: «ما د قابله ګۍ په برخه کې ځکه علاقه درلوده چې دا د طب یوه برخه ده او غوښتل مې چې په دې برخه کې له مېندواره میرمنو او ښځو سره مرسته وکړم. کله چې طالبانو پر ښځو محدودیتونه ولګول، په لومړي سر کې مې فکر کاوه چې ښايي دې مسلک ته دوام ور نه کړم او د خپل راتلونکي په اړه ډېره اندېښمنه وم."

د ننگرهار مېرمني د روغتيايي آسانتياؤ د کمښټ څخه سر ټکوي

فریشته زیاتوي: «خو وروسته طالبانو نجونو ته اجازه ورکړه چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د روغتیا او قابله ګۍ په برخه کې کار وکړي. اوس زه په دې برخه کې زده کړو ته زیاته علاقه لرم او خوښه یم چې کار کولای شم او د طالبانو له خوا هیڅ خنډ نه شته."

د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق د شمېرو له مخې، د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ۹،۲۸ میلیونه ښځې حفاظتي او روغتیایی خدماتو ته اړتیا لري. په دې مانا چې په دې برخه کې ډاکټرانو، قابله ګانو او روغتیايي کار کوونکو ته ډېره اړتیا ده.

فرشته وايي، د طالبانو له راتګ وروسته د قابله ګۍ په برخه کې د نجونو شمیر ډېر شوی دی: «پخوا د قابله ګۍ په انستیتوت کې چې ما زده کړې کولې د نجونو شمېر کم وو، خو اوس ډېری نجونې په دې برخه کې د زده کړو له پاره نوم لیکنه کوي او د دغو زده کوونکو شمېر ډېر شوی دی. په دې برخه کې لیوالتیا زیاته شوې ده.«

طالبان یوازې نجونو او ښځو ته د قابله ګۍ د زده کړې اجازه ورکوې.

د افغانستان د پخواني حکومت د شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳۷ زره قابلې ثبت شوې وې. البته، ټول په کار بوختې نه وې او ۷۰۰۰ یې په دولتي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې او شاوخوا ۵۰۰۰ یې په خصوصي سکتور کې کار کاوه.

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ادعا کوي، چې په تېر یو نیم کال کې یې د شاوخوا شپږ نیم سوه نویو کار کوونکو د ګمارلو پروسه پلي کړې، چې ۵۰ سلنه یې ښځې دي.

آمنه، سره له دې چې د قابلې په توګه یې زده کړې کړي، خو په تېر حکومت کې يې په يوه بله څانګه کې کار کاوه او د طالبانو له محدوديتونو وروسته ېې دې ډګر ته مخه کړه.

هغه وايي: »د طالبانو له حضور او د بندیزونو له لګیدو وروسته له خپلې پخوانۍ دندې ګوښه شوم او څو میاشتې په کور کې پاتې شوم. بیا یوه کلینیک ته د کار کولو له پاره ولاړم او د یو څه وخت له پاره مې د قابلې په توګه کار وکړ. اوس د قابله ګۍ په څانګه کې زما د ښو فعالیتونو او لاسته راوړنو له امله د لایقې قابلې په توګه ترفیع شوی یم او له خپل کار څخه ډیره خوښ یم."

ملګري ملتونه: په هرو دوو دقیقو کې يوه اميندواره ښځه مړه کیږي

عاطفه چې په فراه ولايت کې د يوه انستيتوت له خوا د قابلې په توګه په دنده ګمارل شوې وايي: »موږ له محرم پرته په دغه انستيتوت کې کار کاوه او ولسواليو ته مو هم سفرونه کول، خو وروسته مو کار د څه مودې له پاره ودرېد. طالبانو زموږ ادارې ته اجازه نه ورکوله چې له ښځینه کارکوونکو سره کار وکړي او موږ د لږ وخت له پاره له خپلو کورونو څخه کار کاوه. وروسته دا ستونزه هواره شوه او اوس هره قابله له خپل محرم سره کار ته ورځي او زموږ په اداره کې د ښځو څانګه په بشپړه توګه جلا ده او موږ ته د نارینه وو ترڅنګ د کار اجازه نه را کول کیږي.»

که څه هم د طالبانو له خوا پر نورو برخو د محدودیتونو له امله د قابله ګۍ په برخه کې زده کړو ته لیوالتیا زیاته شوې او د قابلو شمیر زیات شوې خواوس هم په افغانستان کې د ښځو له پاره د روغتیایي خدماتو په برخه کې ډیر کمښت شته.

DW Academy Space for Freedom