1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزني: د نجونو پر مخ د کورسونو او ښوونیزو مرکزونو تړل کیدل

شعیب تنها شکران
۱۴۰۲ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

پر افغان ښځو د طالبانو د محدودیتونو د لړۍ په دوام، دا ځل په غزني کې تر شپږم ټولګې پورته نجوني د ژبو له کورسونو او روزنیزو مرکزونو څخه منع شوې دي.

https://p.dw.com/p/4Spsd
آرشیف: انځور په کابل کي ښځي د خپل حق غوښتنه کوې انځور
آرشیف: انځور په کابل کي ښځي د خپل حق غوښتنه کوې انځورانځور: AFP

د سرچينو په حواله غزني د افغانستان هغه ولایت چې شاوخوا ۱۰۰ روزنیز او د زده کړو خصوصي مرکزونه پکې شتون لري او ښځینه زده کونکو پکې زده کړي کولې خو اوس طالبانو د نجونو پر مخ یو شمیر دا ښوونیز مرکزونه تړلې او ځینې د تړل کیدو په حال کې دي.

د غزني ولايت څخه يوې سیمه ییزی سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، دويچه ويله ته وويل، درې ورځې وړاندې يې د غزني ولايت د پوهنې له رياست څخه په ښوونيزو کورسونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړې د منع کیدو حکم ترلاسه کړ.

هغه دويچه ويله ته وويل: »په عمومي ډول زموږ زده کوونکي د ۱۰ او ٢٥ کلونو تر منځ نجوني دي او په دغو روزنيزو مرکزونو کي د کمپيوټر، خطاطۍ، نقاشۍ او حتی د قران کريم لوستل زده کوي.«

نوموړي دا هم وويل، چې په دې کار سره له يوې خوا نجوني له زده کړو څخه بې برخې کیږې، له بلې خوا د تعليمي مرکزونو خاوندانو ته هم ستر مالي زيانونه اوړي.

په غزني ولایت کې د تعلیمي مرکزونو مسوولین وايي، طالبان د دغو مرکزونو ښوونیز بهیر د اسلامي چوکاټ سره په ټکر کې ګڼي نو له همدې امله یې د نجونو د ورتګ مخه نیولې ده.

ویل کیږي، چې په غزني ولایت کې د ژبو د ۱۰۰ کورسونو او ښوونیزو مرکزونو له جملې څخه تر اوسه د نجونو پنځه پوهنیز مرکزونه تړل شوې او ۳۰ نور تعلیمي مرکزونه د تړل کیدو په حال کې دي.

د بشري حقونو د دفاع بنسټونو وړاندیز طالبانو ته څه پایلې لرلی شي؟

هاخوا په غزني ولایت کې یو شمېر نجونې د طالبانو له خوا پر ښځو د محدودیتونو له امله سخته نیوکه کوي.

د غزني ولایت د خطاطۍ د روزنیز مرکز یوه زده کوونکې دینا وايي: «زموږ لپاره هیڅ هیله نه ده پاتې، لومړی یې ښوونځي او اوس یې ښوونیز کورسونه تړلي، موږ نور حق نه لرو، زموږ آزادي یې را څخه اخیستې ده. زه ډیره اندیښمنه یم، هیڅوک نشته چې زموږ غږ واوري، دا څه حالت دی چې زموږ پر سر راغلی دی.»

په غزني ولایت کې د طالبانو اداره تاییدوي چې په دې ولایت کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو لپاره د ژبې کورسونه او مرکزونه تړل شوي دي.

آیا د نجونو پر مخ به تعلیمي مرکزونه پرانیستل شي؟

هلته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال منصور افغان دویچه ویله ته وویل: «ما دغه معلومات ترلاسه کړل، هغوی ویلي چې شخصي کورسونه د محدود وخت لپاره بند دي، ځینې ستونزې شته چې باید حل شي، هیله ده چې دا کار وشي او ستونزه به انشاالله حل شې.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو هم څه موده مخکې د خصوصي زده کړو په کورسونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ممنوعیت خبر تایید کړی وو.

باید وویل شي وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان واک ترلاسه کړ، یادې ډلې په پرله پسې او تدریجي ډول د نجونو او ښځو د ژوند ساحه تنګه کړه.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو لا نور فشارونه راوړي.

م.م: افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک هيواد دی