1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

د مهاجرو ژغورل شوې کښتۍ په فرانسه کې لنګر واچاوه

۱۴۰۱ آبان ۲۱, شنبه

د ژغورنې هغه کښتۍ چې ۲۳۰ مهاجر په کې سپاره ول او ايټاليا ورته اجازه ورنکړه چې په خپلو بندرونو کې ېې لنګر واچوي، فرانسې ورته په خپل یوه بندر کې د لنګر اچولو اجازه ورکړه. ځينې مهاجر درې اوونۍ په سمندر کې پاتې ول.

https://p.dw.com/p/4JQSy
Frankreich | Rettungschiff Ocean Viking in Toulon
انځور: Christophe Simon/AFP/Getty Images

د اسوشتيد پریس خبري آژانس په حواله، فرانسې د اوشین وایکینګ (The Ocean Viking) کښتۍ ته د حکومت د ښي اړخي افراطیانو د غوسې باوجود ښه راغلاست ووايه.

اوشين وايکنګ، دغه مهاجر د جمعې په ورځ د فرانسې په جنوبي بندر، تولون کې ښکته کړي دي. په کښتۍ کې سپاره مهاجر د اريتيریا، مصر، سوريې، بنګله دیش، پاکستان او نورو هیوادونو څخه دي چې په ډله کې يې له ۳ کلن څخه نېولې ۴۴ بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

د ايتاليا پر حکومت د بشري حقونو د سازمانونو نيوکې

د دوی له ډلې يو شمیر يې له درې اوونيو څخه ډير وخت په سمندر کې پاتې ول.

دغه کښتۍ د فرانسې او ايټالیا تر منځ د یو لړ ديپلوماتيکو اختلافاتو د راپارېدو سبب وګرځيده. دغه اختلافات وروسته له هغه راوپاريدل چې روم د مهاجرو درې شخصي کښتيو ته په خپلو بندرونو کې د لنګر اچولو اجازه ورکړه اما دغې کښتۍ (اوشیئن وایکینګ) ته يې ورنکړه.

ايټاليا ته تر زرو ډېر پناه غوښتونکي رسېدلي

خو د ايټالیا صدراعظمې، جورجا ميلوني، بیا وروسته د فرانسې له دغه اقدامه چې مهاجر يې ومنل، هرکلی وکړ.

د مهاجرو په ډله کې يو شمیر يې له درې اوونيو څخه ډير وخت په سمندر کې پاتې ول
د مهاجرو په ډله کې يو شمیر يې له درې اوونيو څخه ډير وخت په سمندر کې پاتې ولانځور: Vincenzo Circosta/AP/picture alliance

د مهاجرو ملاتړ کونکو سازمانونو د فرانسې له دغه اقدامه هرکلی کړی خو تر څنګ يې خپګان هم ښکاره کړی چې دغه کښتۍ وروسته له هغې چې ايټاليا ورته په خپلو بندرونو کې د لنګر اچولو اجازه ورنکړه، څو اوونۍ وخت ېې ونيوه تر څو یو بل بندر پېدا کړي.

فرانسه او مالتا ژغورل شوي مهاجر مني

محلې ادارې ويلي دي چې د مهاجرو له ډلې شاوخوا شل تنو ېې روغتيايي مراقبت ته اړتیا درلوده او ېو ېې په روغتون کې بستر شوی دی. پر وینا ېې اکثریت مهاجر د ګينس مديترانه يي سيمې موقتي هستوګنځای ته وړل شوي او کم سنه بې سرپرسته ماشومان بیا يو بل جلا ځای ته چې نوم ېې نه دی ښودل شوی، انتقال شوي دي.

د محلي ادارې په اعلاميه کې زیاته شوې چې د پروسس مرکز ته وړل شوي ټول مهاجر غواړي چې د پناه غوښتنې درخواستونه وړاندې کړي او د مهاجرت ادارې چارواکي به د شنبې په ورځ دغو مهاجرو سره مرکې پيل کړې.

د اروپايي اتحادېې غړو هیوادونو د مهاجرو پر ویش توافق وکړ

د فرانسې د کورنیو چارو وزير، ژرالد دارمانین (Gerald Darmanin) وويل چې دغه مهاجر به په نهایت کې د فرانسې او د اروپايي اتحادېې د ۱۱ غړو هیوادونو تر منځ وويشل شي. فرانسې د روان کال له جنورۍ نه تر اګست میاشتې پورې د پناه غوښتنې ۸۲۵۳۵ درخواستونه ترلاسه کړي. دا د اروپايي اتحادېې د غړو هیوادونو په منځ کې تر آلمان وروسته تر ټولو ډیر شمیر دی. ايټاليا د پناه غوښتنې د ۴۳۷۵۰ درخواستونو په ترلاسه کولو سره په پنځم ځای کې ده.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.