1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي اتحادېې غړو هیوادونو د مهاجرو پر ویش توافق وکړ

۱۴۰۱ خرداد ۲۱, شنبه

د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه د مديترانې له لاري د راغلو مهاجرو پر ويش تفاهم ته سره رسېدلي دي. ځينو هيوادونو دغه توافق یو غلط پیغام بللی دی.

https://p.dw.com/p/4CYqD
Griechenland EU-Flüchtlingspolitik | RIC Samos
انځور: Louisa Gouliamaki/Getty Images/AFP

په اروپايي اتحاديه کې د مهاجرت سیاست اړوند اصلاحاتو کې تر کلونو بحثونو وروسته يو لړ پرمختګونه رامنځ ته شوي دي. د آلمان د کورنيو چارو وزيرې، نانسي فيزر، وويل چې له خپلو سیالانو سره ېې د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د رسيدلو مهاجرو د ويش پر يو میکانیزم توافق کړی، تر څو هغه بار چې د يونان او ايټالیا پر اوږو پروت دی سپک شي.

میرمن فيرز اټکل کوي چې ۱۲ هیوادونه حاضر دي هغه افراد ومني چې د مديترانې سمندرګي له لارې اروپايي اتحادېې ته داخلیږي. رومانيا او بلغاریا هم د دغو هیوادونو په ډله کې شامل دي. آلمان هم تیار دی چې د مديترانې سمندرګي له لارې رسيدلي مهاجر ومني. خو دا چې د آلمان حکومت به په دقیقه توګه څه شمیر مهاجر مني لا روښانه نه ده اما په پام کې ده په دې هکله تر راتلونکو لسو ورځو پورې تصمیم ونیول شي.

د اتریش نیوکه

د مهاجرو د ویش په اړه د اروپايي اتحادېې د غړو هیوادونو توافق به په حاضر وخت کې د يوه کال له پاره محدود وي. ديپلوماتان وايي ممکن د دغه میکانیزم له مخې، تر ۱۰ زره پورې مهاجر د اروپايي اتحادېې په منځ کې تقسیمات شي.

Berlin | Innenministerin Nancy Faeser
د آلمان د کورنیو چارو وزیره، نانسي فيزرانځور: JOHN MACDOUGALL/AFP/Getty Images

په پام کې ده آلمان او فرانسه د دغه میکانیزم پر اساس د یاد شمیر مهاجرو کابو نیمه برخه چې د ۵ زره په شاوخوا کې کسان کیږي، ومني. په دې هکله په راتلونکو ورځو کې د اروپايي اتحادېې کميسیون او فرانسې تر منځ چې اوس د اروپايي اتحادېې دوره ېې مشري کوي، يوه غونډه په نظر کې نيول شوې ده.

د آلمان د کورنیو چارو وزيرې وويل چې يوازې دوو تر درو هیوادونو د دغه ميکانيزم په اړه منفي غبرګونونه ښودلي دي. د اتریش د کورنیو چارو وزارت د اروپايي اتحادېې پر بهرنيو سرحدونو د لا ډير کنټرول غوښتونکی شوی او ويلي ېې دي چې له «پرانیستې اروپا» څخه ملاتړ، قاچاقبرانو ته د یو غلط پيغام استول دي.

دغه توافق په اسانۍ سره په لاس نه دی راغلی. په ۲۰۱۵م کال کله چې ډير شمیر مهاجر اروپا پر لور مخه کړه، هغه وخت پولند، هنګري او څو نور هیوادونه، په ځانګړې توګه د اروپايي اتحادېې په ختيځ کې حاضر نه شول چې عراقي او سوريايي مهاجر ومني. خو پر اوکراین د روسېې حملې وروسته پولند حاضر شو تر شاوخوا ۳ میلیونه پورې اوکرايني مهاجر ومني.

د مهاجرو د ویش په تړاو په لاس راغلی دغه توافق لا دقت ته اړتيا لري او فرانسه کوښښ کوي چې د جون مياشتې تر پایه پورې چې د اروپايي اتحادېې د رياست شپږ میاشتنۍ نوبتي دوره ېې پای ته رسيږي، نهايي توافق په لاس راوړي.

Migranten im Grenzgebiet zwischen Serbien und Kosovo
غړو هیوادونو همدارنګه د شينګن سیمې هیوادونو د داخلي سرحدونو د کنټرول په کله هم پر نوو مقرراتو توافق کړی دیانځور: Jelena Djukic Pejic/DW

د شينګن سیمې د سرحدونو کنټرول

د اروپايي اتحادېې د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې همدارنګه توافق شوی چې د اروپايي اتحادېې پر بهرنيو سرحدونو کې د هویت، امنيت او خوندیتوب کنټرول دې يو لاس يا واحد شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزيرې په خبره، د مهاجرو په هکله د معلوماتو د ثبت په مرکز يا Eurodac کې دې يو اصلاحاتي اندراج رامنځ ته شي.

د اروپايي اتحادېې غړو هیوادونو همدارنګه د شينګن سیمې هیوادونو د داخلي سرحدونو د کنټرول په کله هم پر نوو مقرراتو توافق کړی دی. په دې اساس، هغه هیوادونه چې غواړي سرحدي کنټرول د اوږدې مودې له پاره تر سره کړي، باید د اروپايي اتحادېې کميسيون ته خبر ورکړي او د مودې تعینولو بر علاوه دې کنټرولونه هم توجیه کړي.

آ./م.ک.ص./ا.ا.