1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايتاليا پر حکومت د بشري حقونو د سازمانونو نيوکې

۱۴۰۱ آبان ۱۶, دوشنبه

د بشري حقونو سازمانونو د ايټاليا د حکومت پر هغې پرېکړې سختې نيوکې کړي چې په مديترانه کې په يوه کښتۍ کې بند پاتې ۳۵ کسانو ته یې په خپل بندر کې د ښکته کيدو اجازه نه وه ورکړې.

https://p.dw.com/p/4J9ox
Italien | Rettungsschiff Humanity 1 im Hafen von Catania
انځور: Giovanni Isolino/AFP/Getty Images

تر دې مخکې د ايټاليا حکومت د يکشنبې په ورځ د آلمان د بشري مرستو يوې کښتۍ ته د سيسيل بندر کاتانيا ته د ننوتلو اجازه ورکړه. په بیړۍ کې  د ۱۰۰ ماشومانو په ګډون چې هيڅ بالغ سرپرست یې نه درلود، ټول کابو ۱۸۰ کسان سپاره وو. د کورنیو چارو وزیر ماتیو پیانتیدوسي د جمعې په ورځ وویل، چې کښتۍ به یوازې د کوچنيانو کښته کولو او د بیړني طبي پاملرنې ته اړتیا لرونکو له پاره مرستي وړاندي کړي. ویل کیږي د بيړۍ په مسافرينو کي تر ټولو کوچنی ماشوم اوه میاشتې عمر لري. د راپورونو له مخي د احتمالی اوامرو سربیره هم د کښتۍ کپتان د بندر څخه له وتلو ډډه کړې ده.