1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایراني جنرال د ترمپ، پمپیو او مک کنیزې پر وژلو ټینګار وکړ

۱۴۰۱ اسفند ۶, شنبه

یو ایراني جنرال خبرداری ورکړی چې هیواد ېې اوس هم د امریکا د پخواني ولسمشر، دونالد ترمپ او د هغه د بهرنیو چارو وزير مایک پمپیو د وژلو په هڅه کې دی. دلیل ېې د وژل شوي ایراني جنرال قاسم سلیماني غچ ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/4NyYA
د ایران د سپاه پاسداران د هوافضا ځواکونو مشر، امیر علي حاجي زاده
د ایران د سپاه پاسداران د هوافضا ځواکونو مشر، امیر علي حاجي زاده انځور: SalamPix/ABACA/picture alliance

د ایران د سپاه پاسداران د هوا او فضا برخې قوماندان، جنرال امیرعلي حاجي زاده، د جمعې په ورځ ناوخته پر ټلويزیون وويل: «موږ هیله مند یو چې وشو کړی ترمپ، پمپیو، میک کینزي او هغه پوځي قوماندانان ووژنو چې د سليماني د وژلو امر يې کړی وو.«

سردار حاجي زاده وايي چې »زموږ اصلي هدف« د ترمپ، پمپيو او جنرال مک کنیزي په څير کسانو وژنه ده چې د سلیماني د قتل مسئولين دي.

د ایران د سپاه پاسدارن يعنې د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواب وژل شوی قوماندان، قاسم سليماني په ۲۰۲۰ کال د جنوري په اوایلو د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکا د ېوې بې پيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو. تهران له هغه وخت راهيسې په کراتو د سلیماني د غچ اخیستنې ګواښ کړی دی. له سلیماني سره د هغه یو شمیر ملګري هم وژل شوي ول.

نور ولولۍ:ايران پر آلمان او نورو هېوادونو هم د قاسم سليماني د وژلو پړه واچوله

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، پر سلیماني باندې د حملې امر د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر، دونالد ترمپ ورکړی وو. ترمپ دغه امر پر امریکايي منافعو د یو شمیر بريدونو په غبرګون کې چې د هغه ادارې ېې پړه پر ایران وراچوله، ورکړی وو.

هغه وخت مایک پمپیو د ترمپ په اداره کې د بهرنیو چارو وزير او جنرال فرانک مک کنیزې د امریکايي قواوو د مرکزي قوماندانۍ مشر وو.

جنرال قاسم سلیماني
جنرال قاسم سلیمانيانځور: Farsnews

پر سليماني تر حملې څو ورځې وروسته، ایران ېې په غچ کې په عراق کې د امریکايي قواوو پر یوې هوايي اډه چې امریکايي عسکر په کې اوسېدل، توغندي وتوغول. هغه وخت واشنګټن وويل چې په حملو کې څوک نه دي وژل شوي، خو لسونو کسانو ته مغزي صدمه رسيدلې ده.

نور ولولۍ:ايران د ډونلډ ټرمپ د نيولو امر صادر کړ

حاجي زاده په دې ارتباط وویل چې د حملې پر وخت په اډه کې میشت ډیری امریکايي عسکر د اډې اطرافو ته انتقال شوي ول. هغه دا هم وويل چې په هغه حمله کې د سپاه پاسداران هدف د امریکايي عسکرو وژل نه وو، بلکې «موږ غوښتل چې د امریکا وقار مات کړو.»

د ایران رهبر، علی خامنه اي، د سلیماني او د هغه د ملګرو تر وژل کېدو وروسته، د هغو کسانو له پاره چې په دغه اقدام کې دخيل ول، د «یو سخت غچ» اخیستلو خبرداری ورکړی وو.

سپاه پاسداران ته نژدې رسنيو پر عین الاسد اډه د ایران توغندویزه حمله، هماغه د خامنه اي «سخت غچ» ښودلی وو.

نور ولولۍ:«د سلیماني د وژل کیدو یو لامل له طالبانو سره د ایران اړيکي وې»

امریکا متحده ایالات او د هغه متحدینو په کراتو د ایران د بالستيک توغنديو او همدارنګه د منځني ختيځ په «بې ثباته کولو» کې د ایران د رول په اړه اندېښنه ښودلې ده. حاجي زاده په خپلې تلویزیونی وینا کې ټینګار وکړ چې ایران «اوس کولی شي د ۲۰۰۰ کیلومترو په واټن کې امريکايي بيړۍ په نخښه کړي.»

هغه زياته کړه: «دغه د ۲۰۰۰ کيلومتره حد مو هم د اروپایانو د درناوي په خاطر ټاکلی» او هيله مندي ېې وښوده چې اروپايان وشي کړی خپل دغه درناوی حفظ کړي.

 (AFP)mks/mns

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: