1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د سليماني په وژلو کې آلمان هم ګرم وباله

۱۳۹۹ دی ۱۴, یکشنبه

د جنورۍ په ۳مه د ايران د پوځي مشر،‌ قاسم سليماني، د وژنې لومړی تلين دی. د ايران د قدس ځواک نوموړی مشر تېر کال بغداد ته د سفر پر مهال د امريکا له لوري د ډرون په برید کې وژل شوی وو.

https://p.dw.com/p/3nT3Z
Türkei Istanbul | Proteste vor US-Konsulat | Tötung von Iran General Soleimani
انځور: Chris McGrath/Getty Images

د ايران دولتي رسنيو ادعا کړې ده چې د متحده آيالاتو تر څنګ نورو هېوادونو د عراق، سوريې، لبنان، اردن، کويټ، قطر، آلمان او بريتانيې په ګډون د لوړ پوړي پوځي مشر، قاسم سليماني، په وژلو کې لاس لرلی دی.

سليماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳مه نېټه بغداد ته د سفر پر مهال د امریکا د ډرون يا بې پيلوټه الوتې په يو بريد کې وژل شوی وو. د چهارشنبې په ورځ ايراني څارنوال علي القاصي مهر، ادعا وکړه چې يوه بريتانوي امنيتي شرکت او په آلمان کې پرته يوه هوايي اډه هم د سليماني په وژنه کې برخه لري.‌

علي القاصي مهر، بې له دې چې شواهد وړاندې کړي وويل چې په لندن کې مېشت د G4S په نوم امنیتي شرکت په دغه وژنه کې نقش درلود. د ايران حکومت دا ادعا هم لري چې امريکا د آلمان په سويل لويديځ کې د رامشتاين له هوايي اډې څخه ګټه اخيستې څو سيلماني په نښه کړي.

ايران د غچ اخيستلو ژمنه وکړه

د سليماني د لومړي تلين پر مهال د ايران د انقلابي ګارد (سپاه پاسداران) مشر، حسين سلمي، د «دښمن هر عمل ته» د غبرګون ژمنه وکړه، په داسې حال کې چې د هرمز په تنګي کې يې له يو کوچني ستراتيژيک ټاپو څخه ليدنه کوله. په دې ترڅ کې له متحده آيالاتو سره ترينګلتيا هم زياته شوې ده. سلمي خبرداری ورکړ چې موږ به هر هغه عمل ته چې دښمن يې زموږ په وړاندې پورته کوي، »په متقابل، قاطع او ځواکمن ډول ځوابي ضربه ورکړو.«

اسمعيل قاآني چې د قدس ځواک د مشر په توګه د وژل شوي قاسم سليماني ځای ناستی دی، د جمعې په ورځ‌ همدا راز وويل چې ايران دې ته چمتو دی چې د سليماني د مرګ غچ واخلي.

شامل شمس/ن ص/خ ح