1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سلیماني د وژلو یو لامل له طالبانو سره د ایران اړيکي وې»

۱۳۹۹ مرداد ۲۸, سه‌شنبه

د سي ان ان د رپوټ پر بنسټ ایران په افغانستان کې پر امریکایي او بهرنیو ځواکونو د برید په بدل کې طالبانو ته انعام ورکړی دی. د دغه رپوټ پر بنسټ دا د سپاه قدس د قوماندان قاسم سلیماني د وژل کیدو یو له دلایلو څخه وو.

https://p.dw.com/p/3h7Na
Iran Kommandeur Al-Kuds-Brigaden General Ghassem Soleimani
انځور: Farsnews

سي ان ان شبکې د امریکا د امنیتي بنسټونو د اسنادو او معلوماتو پر بنسټ رپوټ ورکړی دی چې د ایران حکومت طالب جنګیالو ته پيسې ورکړي دي څو په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو پر مرکزونو برید وکړي.

د سي ان ان د رپوټ پر بنسټ اسناد او شواهد ښيې چې بهرني یا بیګانه حکومت د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۱۱ نیټه د بګرام پر پوځي اډې د برید له پاره حقاني شبکې ته پيسې ورکړي دي. په دې برید کې دوه تنه ملکیان وژل شوي وو او د څلورو امریکایي عسکرو په ګډون تر۷۰ ډیر انسانان ټپیان شوي ول.

د دې حکومت نوم په اسنادو کې محرم ساتل شوی دی، خو استخباراتي سرویس ته نږدې دوو باخبره سرچینو ویلي دي چې بیګانه حکومت نه هدف ایران دی.

د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي چاروکو په حواله د حقاني شبکه په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو د برید کولو له پاره پيسو ته اړتیا نه لري. د سي ان ان د رپوټ پر بنسټ خو د پنټاګون داخلي اسناد ښیې چې د بګرام پر پوځي اډې د برید له پاره د مالي ملاتړ هدف کیدای شي دا وو چې طالبان پر امریکایي او ائتلافي ځواکونو د بریدونو زیاتولو ته تحریک او تشویق کړي.

د سي ان ان په رپوټ کې راغلي دي چې د نیابتي جګړې له طریقه پر امریکایي ځواکونو برید له پاره د ایران هڅې کومه نوې خبره نه ده، خو د بګرام تر برید وروسته څو امنیتي او استخباراتي ادارو ته دنده وسپارل شوه چې له حقاني شبکې سره د ایران اړيکې و ارزوي.

د بګرام له برید څخه شاوخوا یوه میاشت وروسته د بغداد هوایي ډګر ته نږدې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې د قوماندان قاسم سلیماني د موټرو کاروان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه کړای شو او سلیماني په دې برید کې ووژل شو.

Afghanistan - Taliban Kämpfer
پر ایران تور لګول کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو مالي او اکمالاتي ملاتړ کوي.انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

 د سي ان ان د رپوټ پر بنسټ دا برید د امریکا د امنیتي بنسټونو د ارزونې نتیجه وه، چې امریکا څنګه کولی شي له طالبانو څخه د ایران ملاتړ ته ځواب ووایي.

سي ان ان د امریکا د اوسنیو او پخوانیو چارواکو د څرګندونو په استناد رپوټ ورکړی دی چې له طالبانو سره د ایران اړيکې له هغو دلایلو څخه وو چې د قاسم سلیماني د وژنې په برخه کې یي د واشنګټن په تصمیم کې رول درلود. خو سره له دې هم د امریکا امنیتي چارواکو سپارښتنه کړې ده چې امریکا دې د ایران پر وړاندې له مشخصو اقداماتو څخه ډډه وکړي، ځکه په دې برخه کې هر ډول غبرګون کولی شي د افغانستان د سولې پر مذاکراتو منفي اغیزې ولري.

ایران: له طالبانو سره پوځي همکاري نه لرو

ایران له طالبانو سره د دغه هیواد د هر ډول پوځي همکارۍ په ارتباط د امریکا تورونه په کلکه رد کړي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیب زاده د دوشنبې په ورځ وویل: «طالبانو ته د نظامي اکمالاتو په هکله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دسیسه جوړونکي تورونه پوچ او بې اساسه دي.»

خطیب د مهر خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې روان بحران په لومړي قدم کې د امریکا د نامشروع مداخلې او پوځي حضور له امله رامنځته شوی دی. سربیره پر دې امریکا له دې ادعا سره غواړي په سیمه کې له داعش تروریستي ډلې سره پر خپل ګډ کار او همکارۍ پرده واچوي.

د سي ان ان یو رپوټ د امریکا د استخباراتي ادارو په حواله ویلي دي چې ایران په افغانستان کې پر امریکایي او ائتلافي ځواکونو د برید په بدل کې طالبانو ته د انعام وړاندیز کوي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز