1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انجلینا جولي د مهاجرت نړېوالې ادارې د استازولۍ دنده پرېښوده

۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبه

انجلینا جولي او د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې وروسته له څه باندې دوو لسیزو خپلې لارې سره جلا کړې. خو د امريکا هالیوود سینما دغې اکټرې چې افغانستان ته ېې هم سفر کړی ويلي دي چې وروسته له دې به هم له مهاجرو څخه ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/4L6Pu
انجلينا جولی د ۲۰۱۱م کال په مارچ کې د کابل د قره باغ ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې چې ځايي مسئولان هم حضور لري، شاګردانو ته د درسي موادو د ښودلو پر مهال
انجلينا جولی د ۲۰۱۱م کال په مارچ کې د کابل د قره باغ ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې چې ځايي مسئولان هم حضور لري، شاګردانو ته د درسي موادو د ښودلو پر مهال انځور: UNHCR/Jason Tanner

انمجليا جولي او د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې په یوه ګډه اعلاميه کې ويلي دي چې هغه په یاده اداره کې د بشردوستانه او بشري حقونو په برخو کې د ځانګړې استازې په توګه خپل رول پای ته رسوي.

جولي په افغانستان کي خپل ښوونځی پرانيست
دغې امریکايۍ فلمي ستورې د څه باندې دوو لسیزو راهیسې د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت ادارې د بشردوستانه او بشري حقونو اړوند موضوع ګانو کې د پراخ ګډون له پاره د ځانګړې استازې په توګه رول ادا کړی دی. جولي په دغې موده کې د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼو بحراني سیمو ته سفرونه کړې چې په هغو کې ېې د مهاجرو له کمپونو کتنې کړي دي. د اسوشتید پریس د رپوټ په حواله، انجلینا جولي ويلي دي چې هغه به وروسته له دې هم له مهاجرو څخه ملاتړ کوي.

انجلینا جولي: مهاجرو نجونو سره دې لازیاتې مرستې وشي

په اعلاميه کې د هغې له قوله ويل شوي دي: «زه به په راتلونکو کلونو کې د مهاجرو او نورو بې ځایه شوو، ملاتړ ته په هر هغه څه چې زما په توان کې دي، ادامه ورکوم.» هغې زیاته کړې ده چې فکر کوي اوس مهاجرو او ځايي سازمانونو سره په مستقيم تعامل سره د يو «متفاوت کار کولو» وخت راغلی دی.

انجلينا جولي په ۲۰۰۱ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت په اداره کې کار پيل کړ او په ۲۰۱۲م کال کې د دغه سازمان د ځانګړې استازې په توګه وګمارل شوه.

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميسار، فليپو ګراندي، د میرمن جولي له فعالیتونو ستاينه کړې ده: «زه له یو ان ايچ سي آر سره تر يوې اوږدې او کامیابې دورې وروسته د هغې له ژمنې او ملاتړ څخه ستاینه کوم.»

انجلينا جولي له مهاجرو سره وليدل

ګراندې زیاته کړې ده: «زه پوهیږم چې د مهاجرت موضوع به د هغې په زړه کې نژدې پاته وي او ډاډه یم چې هغه به په بشردوستانه فعالیتونو کې خپله علاقمندي او توجه نوره هم پراخه کړي.»

انجلینا جولي د ۲۰۰۵م کال په نومبر کې د حبیب الله کړۍ کمپ څخه د کتنې پر مهال
انجلینا جولي د ۲۰۰۵م کال په نومبر کې د حبیب الله کړۍ کمپ څخه د کتنې پر مهالانځور: J. Redden/UNHCR/Getty Images

انجلینا جولي په یوه نظري مقاله کې چې تیره میاشت په ګارډین ورځپاڼه کې خپره شوې وه، خپل ناهيليتوب ښکاره کړی وو چې د نړۍ په بحراني سیمو کې د جنسي تاوتريخوالو د پای ته رسولو په برخه کې لږ پرمختک شوی دی.

هغې په دغې مقاله کې ليکلي دي: «موږ د دغو وحشتونو په اړه غونډې او بحثونه کوو او توافق کوو چې نور داسې پېښې هيڅ کله تکرار نشي....خو کله چې د ژمنو د عملي کولو له پاره له سختو انتخابونو سره مخ کيږو، موږ بيا بیا له ورته ستونزو سره مخ کيږو.» هغې په دغې لیکنه کې په مشخصه توګه د ملګرو متلونو د امنيت شورا پر غړو د «خپل ويټو له ځواک څخه د ناوړه استفادې» غږ کړی دی.

انجلینا جولي: د افغانستان د سولې په خبرو کې باید ښځې حضور ولري

انجلینا جولي وړاندې په ۲۰۱۷م کال په ژنيف کې د خپلې يوې وينا پر مهال ملګري ملتونه د یو «ناقص» سازمان په توګه توصیف کړی وو، خو تر څنګ ېې له نړيوالې ټولنې دفاع هم کوله، ويل ېې چې ملاتړ ته اړتیا لري.

انجلینا جولي شاوخوا لس کاله مخکې پر يو درې ورځني سفر کابل ته هم تللې وه او هلته ېې د افغان کډوالو له کمپونو څخه کتنه کړې وه.

د امریکا دغې نوموتې فلمي اداکارې همدارنګه د افغانستان د پخواني حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په مذاکراتو کې د ښځو پر ونډه هم ټینکار کاوه.

انجلینا جولي له روهنګیا میرمنو سره د لیدو له پاره بنګله دیش ته ځي

انجلينا جولي په ۲۰۱۹م کال کې په یوه مقاله کې چې ټایم مجله کې خپره شوې وه لیکلي وو چې له طالبانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې باید د ښځینه مرکچیانو شمیر د «پام وړ» وي. هغې زیاته کړې وه: «افغان ښځې باید د دې جوګه وي چې د خپل ځان په هکله خبرې وکړي» او د ښځو له حضور پرته به پایدارې سولې ته د رسيدلو امکانات له خنډونو سره مخ شي.

  mks/mns/(AP)

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل