1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

انجلینا جولي روهنګیا ښڅو سره د لیدو له پاره بنګله دیش ته ځي

۱۳۹۶ آبان ۲۶, جمعه

د هالیووډ فلمونو وتلې ستورې انجلینا جولي د میانمار په راخین ولایت کې د روهنګیايي میرمنو پر وړاندې زور زیاتی غندلی دی. په میانمار کې د تاوتریخوالي له کبله اوسه په سلونو زره روهنګیايي لږکیو بنګله دیش ته پناه وړې.

https://p.dw.com/p/2np0M
Bildergalerie Angelina Jolie
انځور: Getty Images

د روان کال د اګست میاشتې په وروستیو کې د میانمار هیواد په راخین ولایت کې د وسلوالو بریدونو او پوځي عملیاتو له امله تر اوسه پورې نږدې ۶۰۰ زره روهنګیا مسلمانان لږکي له خپلو ټاتوبو تيښتې ته اړ شوي او بنګله دیش ته مهاجر شوي دي.

د ملګرو ملتونو له لوري د میانمار په راخین ولایت کې د تاوتریخوالي پیښې په کلکه غندل شوي او دغه کار یې د روهنګیايانو د قومي تصفیې په توګه یاد کړی دی.

د هاليووډ د فلمونو ستورې او د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ځانګړې استازې انجلینا جولي د کاناډا په ونکوور ښار کې د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزارت یوه پلاوي ته ویلي دي چې هغه [انجلینا جولي] په پام کې لري چې له جنسي زور زیاتیو سره مخامخ شوي روهنګیا میرمنو سره ملاقات وکړي.

Myanmar Hindu-Familie in Rakhine
په بنګله دیش کې روهنګیا لږکي په ناخواله وضعیت کې ورځې شپې سبا کويانځور: Getty Images/AFP/A. Jones

د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې «انجلینا جولي د خپلې وینا په ترڅ کې له میانمار څخه هجرت کوونکو او په بنګله دیش کې میشت د روهنګیايي میرمنو پر وړاندې د جنسي زور زیاتي په هکله خبرې کړي دي.» خو د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې که دا نه دي ویل شوي چې له روهنګیايي میرمنو سره د کتنې له پاره به انجلینا جولي کله بنګله دیش ته سفر وکړي.

د روهنګیا په کړکیچ کې د جنسي زور زیاتیو له امله د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي ځانګړي استازي پرمیلاپاټن بیا ویلي دي چې هغه به د جرمونو نړیوالې محکمې ته دغه پیښه وړاندې کړي. 

په بنګله دیش کې میشت مهاجر روهنګیا مسلمان لږکي ادعا کوي چې د میانمار امنیتي ځواکونه هم په زور زیاتیو کې ښکیل دي. د دوی په وینا د میانمار پوځ د دوی کورنو ته اور اچولی، سړي یې وژلي، پر میرمنو یې جنسي تیري کړي او ان پر ماشومانو یې له زور زیاتي کار اخیستی.

د میانمار پوځ د دوشنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړی چې پکښې د امنیتي ځواکونو له لوري د جنسي تیریو او وژنو ټول تورونه رد شوي دي. دغه رپوټ څو ورځې وروسته له هغې خپور شوی چې پوځ د پوځي عملیاتو مسوول جنرال پر ځای بل کس ټاکلی دی.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: