1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انجلينا جولي له مهاجرو سره وليدل

۱۳۹۴ اسفند ۲۶, چهارشنبه

د هاليوډ د فلمي صنعت مشهوره ايکټري انجلينا جولي د يونان په پيرويس کي پر مهاجرو پوښتنه وکړه. مهاجرو هغې ته د خپلي وضعې په تړاو معلومات ورکړل.

https://p.dw.com/p/1IE8C
انځور: AFP/Getty Images/S. Hamed

انجلينا جولي د يونان هيواد په بندر پيرويس کي د مهاجرو له کمپ څخه ليدنه وکړه. د هاليوډ د فلمي صنعت دغه مشهوره ايکټره چي د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان UNHCR ځانګړې سفيره هم ده، د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۱۶مه نېټه) و پيرويس ته ورغله.

انجلينا جولي د مهاجرو د هغه کمپ څخه ليدنه وکړه چي پکښي تازه رارسېدلو پناه غوښتونکو ته ځای ورکول کيږي. په بله اصطلاح دغه کمپ د تازه راغلو پناه غوښتونکو له پاره لومړی کمپ وي، او د هغه وروسته بيا نورو سيمو او کمپونو ته لېږدول کيږي.

جولي په د پيرويس په مهاجر کمپ کي د مهاجرو سره د زړه خواله وکړه. هغې د عراق او سوريې او د کمپ د نورو مهاجرو څخه د هغوی د وضعې حال وپوښت. پناه غوښتونکو د انجلينا جولي سره د خپلو ستونزو په هکله خبري وکړې. د پيرويس دغه مهاجر کمپ چي اوس في الحاله پکښي ۴۰۰۰ مهاجر اوسيږي، د UNHCR د سازمان له خوا چلول کيږي.

و ياد مهاجر کمپ ته د انجلينا جولي د ورتګ پر وخت د رسنيو د استازو ډېر ازدحام ؤ. په دې ترڅ کي د ژورنالستانو تر منځ تر يوې اندازې ټېل ماټېل هم رامنځ ته سو. د انجلينا جولي د ليدني کتني پر وخت د مقدونيې د حکومت پر ادرس داسي شعارونه هم ورکول سول چي «سکوپيې، پولي دي پرانيزه.» دا په داسي حال کي چي مقدونيې د مارچ د ۷ مې نېټي راهيسي د پناه غوښتونکو په وړاندي خپلي پولي تړلي دي.

د هغه وروسته چي د بالکان هيوادونو د شمال لويديځي اروپا پر لور د مهاجرو لاري بندي کړې، په يونان کي ګڼ شمېر پناه غوښتونکي بند پاته دي. يوازي د ايدوميني په سيمه کي د يونان او مقدونيې پر پوله تر ۱۰ زرو څخه زيات پناه غوښتونکي بند پاته دي. دغه مهاجر تر سختو شرايطو لاندي شپې او ورځي تېروي. دا په داسي حال کي چي په دغو مهاجرو کي ګڼ شمېر داسي کورنۍ شاملي دي چي اطفال او واړه ماشومان ورسره مل دي. په ايدوميني کي د بندو پاتو مهاجرو څخه ګڼ شمېر يې افغانان دي.