1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان سره د مرستو بندولو په اړه د آلمان پارلمان خبرداری

۱۴۰۱ بهمن ۱۲, چهارشنبه

د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند یوه جګپوړي سیاستوال له افغانستان سره د دغه هیواد د بشري مرستو د ځنډیدو په اړه خبرداری ورکړی دی.جرمني د طالبانو له خوا لګول سوو بندیزونو ته په کتو سره پر بشري مرستو د بیا کتنې خبره کړې وه

https://p.dw.com/p/4Mx2Q
Afghanistan | Winter in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند د پارلماني ډلي مرستیالې ګبریلا هاينریچ له افغانستان سره د دغه هیواد د بشري مرستو د ځنډیدو په اړه خبرداری ورکړی.

هغې د سې شنبې په ورځ په برلین کې د آلمان خبري آژانس ته وویل: «د آلمان د مرستو ځنډول به هلته ښځو او ماشومانو ته جدي زیان ورسوي».

 هغې زیاته کړه: «افغان مېرمنو او د هغوی کورنيو ته باید د طالبانو د بې عدالتۍ له امله دوه ځله سزا ور نه کړل سي.»

اړوند:په افغانستان کې د یخ څپه؛ ځاني او مالي زیانونه زيات شوي

د تېر کال په وروستیو کې طالبانو په کورنیو او بهرنیو غيري دولتې مرستندویه موسساتو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه. د طالبانو پر دغه کار د نړیوالې ټولنې له خوا سختې نیوکې وسوې. ډېرو غیري دولتې ادارو د دې کار په ځواب کې خپل فعالیتونه په چټکۍ سره په همدغه هیواد کې بند یا کم کړي دي.

افغانستان کابل د یخ څپه او فقر خلک له بد حالت سره مخ کړی دي.
افغانستان کابل د یخ څپه او فقر خلک له بد حالت سره مخ کړی دي. انځور: Wakil KOHSAR/AFP

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت چې د دغه هیواد د بشري مرستو مسئولیت پر غاړه لري، اعلان وکړ چې دوی اوس پر بشري مرستو د طالبانو د دغي پریکړي اغېز بررسي کوي.

هاینریچ د ښځو پر کار بندیز «د خپلو خلکو د اړتیاوو په اړه د طالبانو بې غوري» وبلله. هغې زیاته کړه: «حتی که موږ په افغانستان کې د یوه متفاوت سیاسي واقعیت آرزو ولرو، لومړیتوب دا دی چې خلک د نړۍ په ترټولو بد بشري بحران کې یوازي پرېنږدو.»

اړوند:بېربوک: طالبان له افغانستان سره د مرستو مخه نيسي

د پارلمان دغې غړې د المان د سوسیال دیموکرات ګوند څخه وغوښتل چې پر طالبانو دیپلوماتیک فشار واچوي تر څو «په لنډه موده کې د ښځو د کار ممنوعيت لغوه او وروسته د ښځو ضد پريکړو لغوه کولو ته مجبوره سي.»

د هغې په خبره، د ښځو پر کار او زده کړو بنديز بايد له هرې لارې چې وي لغوه سي. هغې د آلمان د بهرنیو چارو د وزیرې انالینا بیربوک تګلارې ته په اشارې سره وویل: «د بهرني فمينيستي سياست معيار بايد دا وي، ښځي، فعلاً په افغانستان کي ښځي بايد په هر ډول شرايطو کي يوازي پرې نه ښودل سي.«

آیا په افغانستان کې اقتصادي وضعيت مخ پر خرابیدو دی؟

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارتین ګریفیتس کابل ته د خپل سفر په اړه ویلي ول چې په افغانستان کې یې له طالب چارواکو سره د خبرو هدف دا وو چې د ښځو پر مرستندویه کارکوونکو بندیزونه لغوه کړي او یا لږ تر لږه نور داسې حالت رامنځته کړي څو ځیني ښځي وکولای سي له مرستندويه ادارو سره کار ته دوام ورکړي.

اړوند:پاملرنه موسسه هم په افغانستان کې خپل فعالیت له سره پیلوي

(epd)pa/af