1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېربوک: طالبان له افغانستان سره د مرستو مخه نيسي

۱۴۰۱ بهمن ۳, دوشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې په افغانستان کې د بشري وضعيت د خرابیدو پړه پر طالبانو اچولې ده. هغې ويلي دي چې پر ښځو د بندیزونو سره طالبان له افغانستان سره د مرستې مخه نيسي.

https://p.dw.com/p/4Man8
د آلمان د بهرنيو چارو وزيره انالېنا بېربوک
د آلمان د بهرنيو چارو وزيره انالېنا بېربوکانځور: Carsten Koall/dpa/picture alliance

انالينا بېربوک په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په پېل کې وويل کله چې ښځې له مرستندويه ټولنو سره د کار کولو اجازه ونه لري، نو بيا نورې هیڅ ډول نړيوالې مرستې هيواد ته نه شي رسېدلی.

نوموړې وويل چې دا د زغم وړ نه ده چې طالبانو په دې توګه په میليونو کسان له مرستو بې برخې کړي دي.

سوداګري ښځې د خپل شغل د له لاسه ورکولو اندېښنه لري

بېربوک په خپلو خبرو کې زياته کړه چې په افغانستان کې د انسانانو له پاره وضعيت «تر يوه ناورين هم ډېر خراب دی.» هغې وويل چې پر ښځو د کار بندیز ته په کتو سره نړيواله ټولنه نه شي کولای چې ځان «د طالبانو ملګری کړي.» هغې زياته کړې چې دا په دې معنی ده چې د آلمان مرستې هم نور افغانستان ته نه رسيږي.

بيربوک له همدې کبله په کابل کې د طالبانو پر مشرتابه غږ وکړ چې د ښځو او نجونو د کار، ښوونځي او پوهنتون ته تللو اجازه ورکړي. هغې وويل چې دا «بنسټيز بشري حقونه» دي.