1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

په اوکراين کې د کاخوفکا بند سيلاب پراخه ساحه لاندې کړې

۱۴۰۲ خرداد ۱۷, چهارشنبه

د امنيت شورا په غونډه کې د اوکراين سفير په داسې حال کې پر مسکو باندې د کاخوفکا بند د الوزولو تور ولگاوه چې د روسیې سفیر د گډوډۍ د دې گام پړه پر اوکراين ور واچوله. د بند ماتیدو په زرونه خلک تېښتې ته اړ کړي دي.

https://p.dw.com/p/4SIl8
د کاخوفکا بند د ماتيدو له وجې راوتلو سيلابونو په زرونه خلک اغیزمن کړي
د کاخوفکا بند د ماتيدو له وجې راوتلو سيلابونو په زرونه خلک اغیزمن کړيانځور: Ivan Antypenko/REUTERS

اوکرایني چارواکو اټکل کړی دی چې انتظار کيږي د کاخوفکا بند د ماتيدو په نتيجه کې به د پنجشنبې په ورځ د اوبو کچه کابو نور درې متره هم لوړه شي.

په داسې حال کې چې د چهار شنبې په ورځ د اوبو د زور د کمیدو انتظار کېدی، د اوبو زياتوالی به د ډنيپرو سيند پر غاړې پرتې نورې سيمې هم لاندې کړي.

د روسیې دولتي رسنۍ رپوټ ورکړی دی چې په خيرسون کې به سیلابونه تر لسو ورځو ډېره موده دوام پيدا کړي.

اړونده موضوع: اوکراین روسیه د کاخوفکا د بند په الوزولو تورنه کړه

د روسیې له خوا گومارل شويو چارواکو د روسیې سره په الحاق شويو سيمو کې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.

د اوکرايني چارواکو د اټکلونو پر اساس سيلاب چې د چهار شنبې په ورځ خپل اوج ته رسیدلی دی، څه نا څه ۴۲ زره انسانان گواښي.

اوکراين او روسيه د بند د ماتيدو پړه يو پر بل اچوي

د اوکراين په سویل کې د سې شنبې په ورځ د کاخوفکا د بریښنا بند تر تخريبدو وروسته د روسیې او اوکراين حکومتونو د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په بيړنۍ غونډه کې يو بل د دې بند په ماتولو تورن کړي دي.

په ملگرو ملتونو کې د اوکراين سفير سرگې کاېسليټسا، مسکو د يوه «بم په چوولو تورنه کړ چې چاپيريال ته یې پراخ زيان رسولی» او د يوه ستر سېلاب باعث گرځيدلی دی.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

نوموړي په نيويارک کې په دې غونډه کې د «ايکولوژيکي او تخنيکي ترهگرۍ» څخه خبره وکړه. هغه وويل چې دا چاودنه «د روسیې له خوا د اوکراينيانو د قتل عام يو بل مثال دی.»

بل لوري ته په ملگرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسيلي نيبنزيا، بيا وويل چې دا پېښه د «کيف له خوا په لوی لاس ترسره شوې گډوډي ده» او بايد «د جنگي جرم او يا د يوه ترهگریز فعاليت په توگه درجه بندي شي.» هغه وويل چې دا بند «د يوه داسې جرم له پاره کاریدلی چې سړی یې تصور نه شي کولی.»

سرگې کاېسليټسا یې په ځواب کې استدلال وکړ چې بند د روسیې په ولکه کې وو او اوکراين پرې هیڅ کنترول نه درلود. هغه وويل چې له «فزيکي پلوه ممکن نه وو» چې پر بند گوزارونه وشي او دا چې روسیې هلته ماينونه هم خښ کړي دي.

اړونده موضوع: روسيه وايي پر دونيڅک یې د اوکراين برید شنډ کړی دی

په دې منځ کې د ملگرو ملتونو د بيړنيو مرستو همغږي کوونکي مارتين گريفتس، امنيت شورا ته وويل چې د بند ماتیدل به «د اوکراین په جنوب کې د جگړې د لومړۍ کرښې دواړو غاړو ته په زرونه اوسيدونکو ته د کورونو له لاسه ورکولو، خوړو او څښلو اوبو د نشتوالي او ژوند د وسيلې د لاسه ورکړې له کبله اوږد مهاله پايلې ولري.»

نوموړي زياته کړه: «د دې ناورين پراخوالی به په راتلونکو ورځو کې په بشپړه توگه احساس شي.»

د بريد په نتيجه کې په دوو روسي ښارونو کې بريښنا پرې شوې

د رومان ستروی په نوم د يوه سيمه ایز چارواکي په حواله د روسیې د لویديځ کورسک سيمه کې د شپې له خوا د ترسره شويو بريدونو له کبله په دوو ښارگوټو کې بريښنا قطع شوې ده.

دغه چارواکي ادعا کړې ده چې اوکراين د برېښنا پر يوه سټیشن چې سرحد ته نږدې پروت دی، چاوديدونکي مواد غورځولي دي.

ستروی، رويترز خبري آژانس ته وويل: «د برېښنا فعالولو د هڅې په ترڅ کې يو کارکوونکی په چرو ټپي شوی دی. هغه اوس د سيمې په مرکزي روغتون کې دی.»

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

اوکراین ته به اف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې ورکړل شي؟