1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین روسیه د کاخوفکا د بند په الوزولو تورنه کړه

۱۴۰۲ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

روسیه او اوکراین یو بل د خرسون په سیمه کې د کاخوفکا د بند د ویجاړولو مسؤل بولي. اوکراین ویلي دي چې روسیې د اوبو بند ماښام مهال الوزولی دی. روسي چارواکو ویلي دي چې دا بند د اوکراین د څو بریدونو له امله ویجاړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/4SFwg
Ukraine Krieg | Zerstörte Nova Khakovka Talsperre
انځور: Ukrainian Presidential Office via AP/picture alliance

د اوکراین په جنوب کې د خرسون په سیمه کې د کاخوفکا د بند له ویجاړیدو وروسته، روسیه او اوکراین د دې پیښې پړه یو پر بل اچوي.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایلو پودولیاک د سه شنبې په سهار روسیه تورنه کړه چې روسیه په دې سیمه کې ماښام مهال د اوبو بند ته چاودنه ورکړې ترڅو یاده سیمه کې سیلاب رامنځته شي او له دې لارې د اوکراین له خوا د پلان شوي ځوابي بریدونو مخه ونیسي.

په دې اړه اړوند مطلب: روسيه وايي پر دونيڅک یې د اوکراين برید شنډ کړی دی

د اوکراین په سویل کې د وسله والو ځواکونو قوماندان ویلي: «د کاخوفکا بند د روسیې د اشغالګرو ځواکونو له خوا په بمونو والوزول شو.» د اوکراین د اوبو برېښنا دولتي شرکت ویلي دي چې د دې بند د ماشین په خونه کې یوه چاودنه شوې چې له امله یې یاد بند په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. خو د مسکو له خوا په یاده سیمه کې ټاکل شوي چارواکي وایي چې د اوبو بند د اوکراین په څو بریدونو کې تخریب شوی دی.

اړوند مطلب: اوکراین وايي د روسي کينژال توغندي او ډرون ېې راغورځولي

د کاخوفکا د نووا ښار د ادارې مشر ولادیمیر لیونتیف په ټیلیګرام کې لیکلي دي چې د دغو شپنیو بریدونو په پایله کې له دغه بند څخه بې کنټروله اوبه روانې شوې دي. د اوبو دا بند د خرسون په هغه برخه کې موقعیت لري چې د روسیې تر کنټرول لاندې دی. چارواکو په دې سیمه کې د سیلابونو او له دې سیمې د اوسیدونکو د وتلو خبر ورکړی دی. دوی اعلان کړی دی چې څو کلي په بشپړه او تر یوه حده پورې تر اوبو لاندې شوي دي.

اوکراین ته به اف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې ورکړل شي؟

د خرسون سیمې د پوځ قومندان الکساندر پروکودین په یوه انلاین شبکه کې ویلي دي چې «شاوخوا ۱۶ زره کسان په بحراني سیمو کې دي.» د روسیې د معلوماتو له مخې، لوی ښارونه او د زاپروږیا اټومي بټۍ د سیلابونو له ګواښ سره مخامخ نه دي. د نووکاخوفکا ښار د ادارې مشر ولادیمیر لیونتیف چې د روسیې له خوا ټاکل شوی دی، ویلي دي چې تر اوسه پورې د روسیې تر کنټرول لاندې ښار نووکاخوفکا څخه شاوخوا ۳۰۰ کورونه تخیله شوي دي. د دغه ښار له یوې برخې څخه برېښنا قطع شوې ده.

اړوند مطلب: د ایران د بې پيلوټه الوتکو ځینې پرزې د اوکراین د متحدینو دي

هغه وويل چې په دغه ښار کې د اوبو کچه لس متره لوړه شوې ده او ښايي تر ١٢ مترو پورې ورسېږي. «ریا» خبري آژانس د سیمه ایزو چارواکو د معلوماتو په حواله ویلي دي چې په ښکتو سیمو کې څو ټاپوګان تر اوبو لاندې شوي دي.

زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی

د روسي چارواکو د معلوماتو له مخې د کاخوفکا بند د ویجاړیدو په پایله کې، ۲۲ زره کسان د سیلاب له ګواښ سره مخ دي. دا کسان د خرسون د جنوبي برخې په ۱۴ کلیومترۍ کې ژوند کوي.روسیې د نړیوالو قوانینو خلاف خرسون سیمه له خپلې خاورې سره یوځای کړې، خو پوځیان یې یوازې د دغې سیمې یوه برخه کنټرولوي.

(AFP, Reuters) pa/af