1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
طبيعت او چاپيريالپاپو نیو ګینه

پاپوا نيوګيني؛ له ۳۰۰ ډېر کسان تر خاورو لاندې شوي

۱۴۰۳ خرداد ۶, یکشنبه

تازه رپوټونه وايي چې د پاپوا نیو ګيني په اینګا سیمه کې د جمعې سهار وختي ځمکې ښوېدنې پېښه کې له ۳۰۰ ډېر کسان تر خاورو شوي دي. تر اوسه یوازې د څلورو کسانو مړي را ایستل شوي او ژغورونکې ډلې نن سيمې ته رسېدلي.

https://p.dw.com/p/4gH0L
پاپوا نيو ګيني استرالیا ته نیږدې په آرام سمندر کې لرې پروت یو جزيره يي هيواد دی
پاپوا نيو ګيني استرالیا ته نیږدې په آرام سمندر کې لرې پروت یو جزيره يي هيواد دی انځور: Ninga Role/AAP/IMAGO

یو ځايي چارواکي مارک ايپویا د شنبې په ورځ وويل هغه اندېښمن دی چې «له ۳۰۰ ډېر کسان تر خاورو لاندې شوي دي.» په آرام سمندر کې لرې پروت دغه جزيره هېواد کې د جمعې په سهار وختي شاوخوا درې بجې ځمکه ښوېدنه وشوه.

د ژغورنکو ټيمونه د شنبې په ورځ د پېښې ځای ته رسېدلي تر څو ځايی کلیوالو سره تر خټو او خاورو لاندې شوو کسانو په راوښکلو کې مرسته وکړي. پاپوا نيو ګيني استرالیا ته نیږدې په آرام سمندر کې لرې پروت یو جزيره يي هيواد دی.

ملګرو ملتونو او سور صلیب د شنبې په ورځ وويل چې د تلفاتو دقیق ارقام لا تر اوسه مشخص ندي او د لټون عملیات ښايي څو ورځې وخت ونیسي. زیاته شوې چې د سېمې اوسېدونکي په شاوخوا ۶۰ تخريب شوو کورونو کې راټول شوي دي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي، سيرهان اکتوپراک، په پلازمېنې پورت موریسبې کې وويل چې ډيری کورونو دومره ډېر تر خاورو لاندې شوي چې رسېدل ورته نه کیږي.

هغه اټکل کوي چې د پاپوا نیوګيني په کوم کلي چې ځمکه ښوېدنه شوې، کابو ۳۸۰۰ کسان اوسیږي.

(AFP)mks/akh

له آرشیف څخه (16.02.2023 ): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل