1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسترالیا

سيدني: یوه حمله کونکي پنځه کسان په چړې وژلي

۱۴۰۳ فروردین ۲۵, شنبه

د استرالیا په سيدني ښار کې د شنبې په ورځ یو حمله کونکي په چړې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل او یو شمېر نور ېې ټپیان کړل. دغه حمله په یو سوداګریز مرکز کې شوې چې حمله کوونکی هم بیا د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4ej5R
د استرالیا په سيدني ښار کې د شنبې په ورځ یو حمله کونکي په چړې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل او یو شمېر نور ېې ټپیان کړل
د استرالیا په سيدني ښار کې د شنبې په ورځ یو حمله کونکي په چړې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل او یو شمېر نور ېې ټپیان کړلانځور: David Gray/AFP/Getty Images

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، پولیس وايي حمله کوونکی وروسته له هغې د دوی په ډزو ووژل شو، چې د سيدني ښار په مشهور سوداګریز مرکز، ویستفیلډ بندي جکشن، کې له ۹ کسانو سره ښکيل شو.

عاجلې برخې د پولیسو ته د حملې په هکله لومړنی رپوټ په ځايي وخت له ۴ بجو لږ مخکې ورکړی وو. د نیو ساوت والیس په نوم د امبولانس شبکې یو ویاند وويل چې د یو ماشوم په ګډون اته کسان روغتون ته انتقال شوي دي.

پولیس وايي د پېښې په ځای کې د ښځو او ماشومانو په ګډون خلک سخت وېرېدلي ول او په سلونو خلکو تېښتې کولې.

رپوټونه وايي د چړې حمله د استرالیا د سيدني ښار په مشهور سوداګریز مرکز، ویستفیلډ بندي کې شوې ده
رپوټونه وايي د چړې حمله د استرالیا د سيدني ښار په مشهور سوداګریز مرکز، ویستفیلډ بندي کې شوې دهانځور: Steven Saphore/AP Photo/picture alliance

د رېز کلمیناریس په نوم ېوې عينې شاهدې چې له شل تنو نورو سره ېې ځان د هارډویر وسایلو په يو دوکان کې پټ کړی وو، رويټرز ته وویل چې هغې يو د غېږې ماشوم وليده چې په چړې ټپي شوی وو او امبولانس ته پورته کړل شو. نوموړې زیاته کړه چې د ماشوم «مور ویرېدلې وه، خپه وه او یوازې ېې هڅه کوله چې ماشوم آرام وساتي.»

رپوټ زیاتوي پولیسو داسې نښې نښاني چې د حمله کونکي د حملې انګيزه وښيي، نه دي ښودلي.

استراليا د نړۍ د ټوپک او چړې تر ټولو سخت قوانین لري او د شنبې ورځې په څېر پېښه پکې په نادراتو کې راځي.

د استرالیا صدراعظم انتوني البانیس د پېښې په هکله خفګان ښودلی او له پولیسو یې مننه کړې. هغه پر اکس شبکه ليکلي: «زموږ زړونه د ټپیانو له پاره سوځي، موږ له هغو کسانو چې هغوی ېې انتقال کړي او همدارنګه له خپلو زړورو پولیسو چې په موقع ېې اجرات کړي، مننه کوو.»

(Reuters)mks/aa

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل