1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهسویډن

هغه کس چې په سویډن کې یې قران سوځولی و ناروې ته تللی

۱۴۰۳ فروردین ۹, پنجشنبه

هغه عیسوي عراقی چې د سویډن په ستکهلم کې یې قرآن کریم سوځولی وو ناروې ته تللی او ټاکل شوې ده هلته د پناه غوښتنه وکړي. د مسلمانانو مقدس کتاب ته د ده بې حرمتي د ټولې نړۍ د اسلامي هیوادونو غوسه راپارولې وه.

https://p.dw.com/p/4eDsg
Schweden | Demonstration Salwan Momika in Malmö
هغه کس چې په سویډن کې یې څو واره قران کریم سوځولی و ناروې ته تللیانځور: Johan Nilsson/TT NYHETSBYRÅN/picture alliance

یو عراقی چې په سویډن کې یې قرآن کریم ته اور اچولی وو، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د مارچ ۲۷) په ورځ وویل چې د سویډن حکومت له خوا یې د اقامې تر لغوه کیدو وروسته د ناروې په نیت دغه هیواد پریښی دی.

«سویډن راته درناوی نه کوي»

۳۷ کلن عیسوي عراقی سلوان مومیکا، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې له سویډن څخه وتلی او ناروې ته رسېدلی دی. هغه غواړي هلته پناه ترلاسه کړي. مومیکا په یوه پيغام کې لیکلي دي: «ما سویډن د دې له پاره پريښود چې د حکومتي بنسټونو له خوا به زورول کیدلم.»

مومیکا د چهارشنبې په ورځ له سویډنۍ ورځپاڼې اکسپرسن سره په مرکه کې ویلي دي: «زه د ناروې پر لاره یم. سویډن یوازې هغو پناغوښتونکو ته پناه ورکوي چې د پناغوښتنه یې منل شوې ده او د هغوی ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې فیلسوفان او متفکرین اخراج کیږي.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام ورځپاڼې ته زیاته کړه: «زه هغه هیواد ته ځم چې زما هرکلی او ماته درناوی کوي. سویډن زما درناوی نه کوي.» هغه زیاته کړې ده چې ناروې ته داخل شوی او د دغه هیواد پلازمېنې اُسلو پر لور روان دی.

مومیکا د سویډن د بیان آزادي او د بشري حقونو څخه د ملاتړ ادعا «یو لوی درواغ» وباله. د ناروې چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د مومیکا کړنې څنګه جنجالي شوې؟

مومیکا څو واره د خلکو په عام محضر کې قرآن کریم ته اور واچاوه او د مسلمانانو مقدس کتاب ته یې سپکاوی وکړ. د قرآن کریم د سوځولو ویډیوګانې چې خپرې شوې د یو شمیر اسلامي هیوادونو د غوسې او نیوکو سره مخامخ شو او په ډیر شمیر سیمو کې د مظاهرو او ناکراریو سبب شو.

د سویډن حکومت د مسلمانانو د کتاب بې حرمتي وغندله، خو په ورته وخت کې یې د بیان او غونډو د آزادۍ په اړه د دغه هیواد پر قوانینو ټینګار وکړ.

nz/ns (AP, AFP)

په پاکستان کې د قران کریم د زړو نسخو ښخول

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل