1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قرانکریم سوځولو پېښو ته د اسلامي همکاريو سازمان غبرګون

۱۴۰۲ تیر ۱۱, یکشنبه

د اسلامي همکاريو سازمان د قرانکریم سوځولو پېښو د مخنيوی له پاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده. په تر ټولو وروستۍ پيښه کې د چارشنبې په ورځ د سويډن هیواد په پلازمېنه کې د قرانکریم یوې نسخې ته اور واچول شو.

https://p.dw.com/p/4TK6c
د آرشیف انځور - د اسلامي همکاریو سازمان مشر يوسف بن أحمد العثيمين (کيڼ لور) چې له سعودي عربستان څخه دی
د آرشیف انځور - د اسلامي همکاریو سازمان مشر يوسف بن أحمد العثيمين (کيڼ لور) چې له سعودي عربستان څخه دیانځور: Getty Images/AFP/A. Hilabi

د رويټرز خبري آژانس په حواله، د اسلامي همکاریو سازمان د يکشنبې په ورځ وويل چې قرانکریم ته د سپکاوي پېښو د تکرار د مخنیوي له پاره اقداماتو ته اړتیا ده چې باید ترسره شي.

له قاهرې څخه په دغه رپوټ کې زیاته شوې چې دغه مطلب د سعودي عربستان دولتي تلویزیون خپور کړی او په کې راغلي چې دغه اقدامات باید له سعودي عربستان سره په همغږۍ ترسره شي.

ورته بل مطللب ولولئ: الازهر له سويډني او هالنډي تولیداتو سره د بایکاټ غوښتنه کړې

د اسلامي همکاریو سازمان له خوا دغه غوښتنه تېره اوونۍ په سويډن کې د قرانکریم د يوې نسخې د سوځولو تر پېښې وروسته د ېوې بېړنۍ غونډې پر مهال شوې ده.

په سویډن کي د يوه مسجد مخته د قرآن کريم سوځولو ته اجازه هغه هم د لوی اختر په ورځ، د اسلامي هيوادونو غبرګونونه راوپارول. د چهارشنبه په ورځ، دوو کسان د ستاکهولم له مرکزي مسجده بهر د قرآن کریم يوې نسخې ته اور واچاوه.

ورته بل مطللب ولولئ: څو اسلامي هيوادونو په سویډن کې د قرآن کریم سوځول وغندل

زیاته شوې چې د قرانکريم د سوځولو له پاره شاوخوا ۲۰۰ کسان راټول شوي ول او د احتمالي تاوتريخوالو د مخنيوي له پاره موظف ځواکونه هم موجود ول. هغه وخت یو سړي چې غوښتل ېې ډبرې وارې کړي ونیول شو.

د افغانستان، ایران او عراق په ګډون یو شمېر اسلامي هیوادونو دغه عمل غندلی دی. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې ارتباط ويلي: «د بیان آزادۍ په پلمه د سويډني چارواکو له خوا داسې کار ته اجازه او امنیت ورکول په کلکو ټکو غندو.»

ورته بل مطللب ولولئ:  سويډن کې د قرآن تر سوځولو وروسته د اسلامي هېوادونو غبرګونونه

دا چې په راتلونکې کې د دا ډول پېښو د تکرار د مخنيوي له پاره به د اسلامي همکاريو سازمان څه ډول طرزالعملونه په نظر کې لري او له کومو مراجعو سره به پرې خبرې کوي، په رپوټ کې ېې په اړه څه نه دي ويل شوي.

(Rueters)mks/mns

او دلته قرانکریم موضوع سره په تړاو زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: