1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهپاکستان

ملګري ملتونه: پاکستان کې باید د جبري دین بدلولو لړۍ بنده شي

۱۴۰۳ فروردین ۲۴, جمعه

په اسلامي هیواد پاکستان کې هر کال د عیسوي او هندو دین لرونکي شاوخوا ۱۰۰۰ تنه نجونې په زوره د خپل دین بدلولو ته اړ ایستل کیږي. کارپوهان نیوکه کوي چې په اکثرو مواردو کې دا ډول مجرمینو ته سزا نه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/4egRs
Symbolbild | Indien Kinderehe
پاکستان کې ځنې وختونه عیسوي او هندو مذهبه نجونې په اجباري ډول دین بدلولو ته اړ ایستل کیږيانځور: Nasir Kachroo/NurPhoto/imago images

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان د پاکستان په اسلامي هیواد کې دمذهبي لږکیو د نجونو او ځوانو ښځو له پاره د دوامداره حفاظت پر نشتوالي نیوکه کوي.

په هغه مطبوعاتي اعلامیه کې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسارۍ دفتر د اتو کارپوهانو له خوا د پنجشنبې په ورځ په ژنیف کې خپره شوې ده ویلي دي: «عیسوي او هندو مذهبه نجونې په ځانګړي توګه په اجباري ډول د دین بدلولو، تښتونې، انساني قاچاق، له وخت څخه مخکې او په زور واده کولو، کورنۍ بند او جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي.»

په دغه ډله کې د مذهبي آزادۍ، غلامۍ ضد او انساني قاچاق او همدارنګه د ښځو او اقلیتونو د حقونو فعالان او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي شامل دي.

د ملګرو ملتونو سازمان کارپوهان نیوکه کوي چې «نه یوازې دا چې دا ډول مجرمینو ته سزا نه ورکول کیږي، بلکې اکثره وختونه د مذهبي قوانینو په اساس د محکمو له خوا تائیدیږي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې «مرتکبین ډیری وختونه له مسئولیت څخه ځان وباسي، او پولیس د مینې واده په پلمه دغه جرمونه ردوي.»

کارپوهان بې له کوم خنډ څخه عدالت ته د هغو کسانو د لاسرسي غوښتنه کوي چې په زوره مذهب بدلولو ته اړ ایستل شوي او د هغو نکاح ګانو د لغوه کولو له پاره د قوانینو رامنځته کولو غوښتنه کوي چې د فشار لاندې ترسره کیږي.

کارپوهانو ویلي: «پاکستاني چارواکي باید داسې قوانین تصویب او په سختۍ سره عملي کړي، څو ډاډ ترلاسه کړای شي چې په راتلونکي کې د خپل ژوند له ملګرۍ سره نکاح یوازې په خپله خوښه او بشپړ رضایت سره صورت ونیول کیدای شي او د واده کولو حد اقل عمر ۱۸ کلنۍ ته لوړ کړای شي، د نجونو له پاره هم.»

آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا

په پاکستان کې د هندوانو ډله ایز واده

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب