1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۶۲۹ پاکستانۍ نجونې د ناویانو په شکل چین ته استول شوي

۱۳۹۸ آذر ۱۴, پنجشنبه

د پاکستاني څیړونکو په حواله د دغه هیواد له مختلفو ښارونو او کلیو څخه تر شپږ سوو ډیرې نجونې د ناویانو په شکل پر چینايي سړو پلورل شوي دي. دغه نجونې بیا هغو له ځان سره چین ته بیولي دي.

https://p.dw.com/p/3UHce
Pakistan China Kinderheirat
انځور: Privat

د پاکستان د تر ټولو ګڼ میشته ایالت پنجاب له مرکز لاهور څخه د اسوشیټډ پرس خبري آژانس د ترلاسه شویو رپوټونو په حواله دغه ارقام په هغه فهرست کې شامل دي چې پاکستاني څیړونکو تیار کړي او د نوموړي خبري آژانس خبریالانو پخپله لیدلي دي.

دغه څیړنې له چنایي سړو سره د پاکستاني نجونو د ودونو د ډیریدو دود په پام کې نیولو سره د انساني قاچاق کونکو ډلو د مخنيوي په خاطر ترسره شوي دي. دغه ډلې د بی وزله کورنیو نجونو ته د هوسا او سوکاله ژوند د ژمنې په ورکولو سره هغوې په نښه کوي.

د خپل ډول لومړني دقیق حقایق

له پاکستان څخه چين ته د ښځو د قاچاق د ډیرو پيښو تر را څرګندیدو وروسته په ۲۰۱۸م کال کې دغه پلټنې او تحقیقات پيل شول. تر اوسه پورې له دغو څيړنو څخه د ترلاسه شویو پایلو معلومیږي چې د اغیزمنو شویو ښځو په اړه ورکړل شوي ارقام د خپل ډول تر ټولو دقیق حقایق دي.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي دي چې د پاکستاني ښځو د قاچاق په اړه دغه تحقیقاتي بهیر د روان کال له جون میاشتې را په دیخوا تر ډیره بریده درول شوی دی. د کارپوهانو په خبره د دې تر ټولو لوی دلیل حکومتي فشار دی. حکومت ویره لري چې که د دا ډول څیړنو دقیقې پایلې خپرې شي، نو د اسلام آباد او بيجينگ پر هغو اقتصادي اړیکو به ناوړه اغیزې وکړي چې له امله ډيره ګټه ترلاسه کیږي.

Pakistan China Kinderheirat
انځور: Privat

۳۱ چنایي مجرمين آزاد شوي

د دا ډول جرمونو یوې لویې پيښې هغه وخت د خبرونو په سر ټکو کې ځای ونیوه چې د فیصل آباد یوې محکمې ۳۱ تنو چینایي اتباعو ته چې د ښځو په قاچاق تورن ول، برات ورکړ.

په دې قضیه کې د پولیسو او محکمې د یو شمیر چارواکو په حواله داسې ښځې شاملې دي چې مخکې يي پولیسو ته بیان ورکړی وو، خو وروسته بیا یا ګواښل شوي او یا یي هم پيسې اخیستي دي او د مجرمينو په خلاف له بیان ورکولو څخه په شا شوي دي.

له دوی څخه یوازې دوو ښځو د هویت پټ ساتل کیدو په شرط تفصیلي بیان ورکړی وو څو په راتلونکي کې له کوم خطر سره مخامخ نه شي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په اساس د پاکستان د هوایي ډګرونو له لارې بهر ته د خلکو د تګ د ډیجیټلي ریکارد له مخې له پاکستان څخه په مجموعي شکل داسې ۶۲۹ تنه ښځې چين ته تللي دي، چې دوی پخپله پاکستانیانې، خو میړونه یي چنایان ول.

داسې ډیري ودونه له ۲۰۱۸م کال څخه د روان کال اپریل میاشتې پورې شوي وو. د یوه پاکستاني چارواکي په خبره ټولې دغه نجونې د خپلو کورنیو د غړو له خوا پر چینایي سړو پلورل شوي دي.

آژانسونه/ش.ن/ب.ص