1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

له غزې سره پیوستون؛ په پاکستان کې د نوي کال پر لمانځلو بندیز

۱۴۰۲ دی ۸, جمعه

پاکستان له غزې سره د پیوستون په موخه د نوي میلادي کال جشن پر لمانځلو بندیز لګولی دی. حکومت له خلکو غوښتي چې د نوي کال په مناسبت دې خپله «سادګي رعایت» کړي. شارجې هم ورته اعلان کړی او په آلمان کې امنيتي تدابیر ډېر شوي.

https://p.dw.com/p/4ahOH
Pakistan - Feuerwerk zum neuen Jahr
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ، پنجشنبې ناوخته خپلې شپنۍ تلویزیوني وینا کې ولس ته په خطاب کې وويل چې په غزې تړانګه کې د روان وضعیت په خاطر حکومت «نوی کال سره په تړاو د ټولو مناسبتونو پر لمانځلو بشپړ بندیز لګولی دی.»

په غزه کې وروسته له هغې حالات کړکيچن شول چې حماس ډلي د اکتوبر مياشتي پر ۷مه پر اسرائيل حمله وکړه. د فرانسې خبري آژانس د اسرائيل د ارقامو پر اساس وايي چې په دغه حمله کې ۱۱۴۰ کسان چې اکثریت ېې ملکیان دي وژل شوي دي.

 حماس د آلمان په ګډون امريکا متحده ايالاتو اروپايي ټولني او ځينو نورو هيوادونو له خوا د يوې ترهګري ډلي په توګه درجه بندي شوې ده.

تر هغه وروسته د اسرائيل ځواکونو د حماس ترهګرو د سرکوبولو په موخه پر غزې تړانګه د ځمکې او هوا له لارې پراخ بريدونه پيل کړل. په غزه کې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس له خوا اداره کيږي وايي چې په دغو حملو کې تر ۲۱زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

د پاکستان صدراعظم د پنجشنبې په ماښام وويل چې «د پاکستان ټول ولس او مسلمانان په غزه او لوېديځه غاړه کې د مظلومو فلسطينيانو، په ځانګړې توګه د بې ګناه ماشومانو پر نسل وژنه په ژوره توګه خپه دي.»

په پاکستان کې د نوي میلادی کال جشن معمولا په اورلوبو، پټاقیو، هوايي ډزو او خوشالیو لمانځل کيږي، همدارنګه د کال په لومړۍ ورځ (د جنوری لومړۍ) د «بانک هاليدې» په نوم رسمي رخصتي وي.

د متحده عربي اماراتو شارجې هم د پنجشنبې په ورځ په غزه کې د جګړې په خاطر د نوي کال په جشن کې پر اورلوبو بنديز ولګاوه.

د شارجې پولیسو پر فېسبوک ليکلي چې دغه بندیز «په غزې تړانګه کې زموږ له خويندو وروڼو سره پیوستون او بشردوستانه همکاري» ده.

په آلمان کې هم د نوی کال له پاره امنيتي تدابير زیات شوي دي.

رپوټونه وايي چې پولیسو د آلمان په ځينو برخو کې د نوي کال جشن له پاره امنيتي تدابير ډېر کړي دي. د آلمان خبري آژانس په حواله پولیسو د پنجشنبې په ورځ یو شکمن کس چې غوښتل ېې د کولن ښار پر کلیسا حمله وکړي نيولی دی. امنيتي چارواکو نیول شوی کس تاجیک ښودلی چې د کولن ښار شمال ته پروت له وېزېل ښاره نیول شوی دی. پولیسو ويلي وو: «موږ خبر وو چې هغه هلته دی.»

د غزې په تړاو وروستيو غونډو ته په کتو، د برلین پولیسو د نوي کال جشن له پاره امنیتي تدابير شدید کړي دي. د آلمان پولیسو په نوي کال کې د احتمالي تاوتريخوالو وړاندوينه کړې ده.

mks/nz/(AFP)

له آرشیف څخه (31.12.2019 ):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل