1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: پولیسو په کولن ښار کې د احتمالي برید خبرداری ورکړ

۱۴۰۲ دی ۳, یکشنبه

د نوي عیسوي کال د رخصتیو پرمهال یو شمیر اروپايي هیوادونو د احتمالي ترهګریزو بریدونو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي. زیاته شوې چې ښايي دغه خبردارۍ د «اسلامي دولت» ډلې خراسان څانګې ورکړي وي.

https://p.dw.com/p/4aXlz
Deutschland | Polizeieinheiten am Kölner Dom
دغې کلیسا د دوهمې نړیوالې جګړې درنې بمبارۍ هم تیرې کړي او ترې روغه پاتې وه.انځور: Roberto Pfeil/dpa/picture alliance

د آلمان  پولیسو ویلي چې د نورد راین ویستفالن ایالت په کولن ښار کې یې د سترې کلیسا په سیمه کې د احتمالي برید په هکله خبرداری ترلاسه کړی دی او دا چې امنیتي تدابیر یې شدید کړي دي. د پولیسو د پراخو عملیاتو سربیره، تر اوسه پورې د دې خبرداریو په تړاو څوک نیول شوي نه دي.

د »ډي پي اې« په نامه د آلمان خبري آژانس د شنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې د آلماني امنیتي چارواکو له قوله ویلي چې دوی د کولن پر کلیسا باندې د برید د پلان په اړه خبرداری او معلومات ترلاسه کړي دي. چارواکو د دغه خبرداري او د احتمالي برید په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي خو په سیمه کې یې امنیتي تدابیر شدید کړي دي.

د پولیسو چارواکو همدا راز زیاته کړې چې د ګڼه ګوڼې په دې سیمه کې د چاودیدونکو توکو د کشف کولو سپي یې ګمارلي او دا چې کلیسا ته د مراسمو د حضور له پاره خلک تلاشي کیږي.

تر دې وړاندې د بیلډ په نامه المانۍ ورځپاڼې خبر ورکړی چې په ویانا او المان  کې ځانګړو ځواکونو د احتمالي بریدونو د ګواښونو په هکله یو شمیر کسان توقیف کړي هم دي. خو د آلمان خبري آژانس د یکشنبې ورځې په خپل رپوټ کې ویلي چې په دې تړاو په آلمان کې څوک نه دي نیول شوي.

د آلمان د کولن ښار تاريخي کلیسا د جوړولو چارې په ۱۲۴۸م کال کې پیل شوې او په ۱۸۸۰ کې یې چارې بشپړې شوې. دغې کلیسا د دوهمې نړیوالې جګړې درنې بمبارۍ هم تیرې کړي او ترې روغه پاتې وه.

ایا د تیرو ورځو بریدونو آلمانیان ویرولي؟